غلنۍ، مهمند ضلعه -- د پاکستان حکومت د مهمند ضلعې په غازي بیګ کې مهمند ماډل سکول جوړ کړی، چې قبایلي ماشومانو ته تعلیم ورکړي او د هغوی د سواد کچه لوړه کړي.
دا سکول، چې د اګست په میاشت کې بشپړ شوی وو او په سپتمبر کې یې فعالیت پیل کړی وو، د طالبانو د عصري زده کړې مخالفت او په سکولونو باندې د بریدونو پروړاندې يو غبرګون هم دی.
د مهمند ضلعې وسله والو د ۲۰۱۳ کال نه مخکې د ترهګرۍ په ترټولو ناوړه کلونو کې د ۱۲۰ نه زياتې تعليمي ادارې د یو کالج په ګډون ویجاړې کړې وې.
د مخلوط تعليم دا سکول، چې په مهمند کی دا ډول لومړی سکول دی، نږدې د ۵۰۰ نارینه او ښځینه زده کونکو ته تعلیم ورکوي.
د سکول صدر عنایت الله وویل، "د ۴۸۰ زده کونکو داخله د نوي فصل پیل دی." "دا به په مهمند سیمه کې د تعليم په وده کې ډیره مرسته وکړي، او دا زده کونکي به د زده کړې بشپړولو وروسته رول ماډلې جوړې شي."
د مهمند ضلعې یو سماجي کارکن ضابط خان وویل، "زه ډير خوشحاله يم چې زما زوی به په غوره سکول کې زده کړه وکړي."
هغه وويل، "دلته هر ماشوم د زده کړې لپاره ليوالتيا لري، خو د تعليمي ادارو د نشتوالي له امله هغوی په قبايلي سيمو کې وړيا زده کړې نه شي موندلی."
دا سکول په ۲۵ ایکړه ځمکه کې جوړ شوی او د ساینس بشپړه ليبارټري او لايبريري لري. دا سکول د وړکتون نه تر پنځم جماعت پورې کلاسونو لپاره ۱۶ نارینه او څلور ښځینه ښوونکي لري.
دغه سکول د ښوونې فیس نه اخلي او کتابونه په وړیا توګه ورکوي.
د مهمند ضلعې یو قبايلي مشر ملک اورنګزیب وویل، "دا ډول معیاري تعلیمي ادارې زموږ د راتلونکي نسل اساسي حق دی. موږ یوازې د تعلیم په واسطه د اورپکۍ سره مقابله کولی شو."
بخښنه غواړم خو د سیمه ایزو ځمکو مالکانو ته لا تراوسه پورې معاوضه نه ده ورکړل شوې.
ځوابتبصرې 1