رسنۍ

په قبایلي ضلعو کې نوي راډیو سټېشنونه د وسله والو د پروپيګنډې سره د مبارزې لپاره هڅه کوي

د دانش يوسفزۍ لخوا

د رادیو یوه ښځینه وړاندې کونکي د اکتوبر په ۴ مه په پېښور کې د پښتونخواه راډیو سټیشن څخه د ژوندي پروګرام پر مهال خبرې کوي. [دانش یوسفزۍ]

د رادیو یوه ښځینه وړاندې کونکي د اکتوبر په ۴ مه په پېښور کې د پښتونخواه راډیو سټیشن څخه د ژوندي پروګرام پر مهال خبرې کوي. [دانش یوسفزۍ]

پېښور -- دا نوي راډیو سټيشنونه به، چې د خېبر پښتونخواه حکومت لخوا په قبایلي ضلعو کې جوړيږي چې اوسیدونکو ته د اصلاحاتو، پرمختګ نوښتونو او د روزګار د فرصتونو په اړه خبر ورکړي، په راتلونکې میاشت کې کار پيل کړي.

د خېبر پښتونخواه چارواکو په سپتمبر ۲۰۱۷ کال کې دوه پرمختیايي پروګرامونه تصویب کړل -- یو په قبایلي سیمو کې پنځه راډیو سټیشنونه جوړول او بل د راډیو د تولید زيربناوې جوړول. قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ کال کې د خېبر پښتونخواه برخې شوې.

غلام حسين غازي، چې د خېبر پښتونخواه د اطلاعاتو او عامه اړیکو په رياست (ډي جي آی پي آر) کې د برېښنايي رسنيو د پروژو مشر دی، وويل، "د راډيو سټيشنونو اصلي لامل د هغه سټيشنونو د منفي او دولت ضد پروپيګنډې سره مبارزه کول دي کوم چې ... په افغانستان کې فعاليت کوي."

غازي وویل، د لومړۍ پروژې لګښت ۳۱۰ میلیونه ( ۱.۹ میلیونه امريکايي ډالره) اټکل شوی، په داسې حال کې چې د دویمې پروژې لګښت د ۹۰۰ میلیونه ( ۵ . ۵ میلیونه امريکايي ډالره) اټکل شوې دی.

په پېښور کې د راډیو یو پروډيوسر د اکتوبر په ۶ مه په یو پروګرام باندې کار کوي. [دانش یوسفزۍ]

په پېښور کې د راډیو یو پروډيوسر د اکتوبر په ۶ مه په یو پروګرام باندې کار کوي. [دانش یوسفزۍ]

يو هټيوال په کوهاټ ضلعه کې د اکتوبر په ۶ مه په خپلې هټۍ کې راډیو اوري. راډیو د خېبر پښتونخواه په ډیرو ضلعو کې خورا مشهور دی. [دانش یوسفزۍ]

يو هټيوال په کوهاټ ضلعه کې د اکتوبر په ۶ مه په خپلې هټۍ کې راډیو اوري. راډیو د خېبر پښتونخواه په ډیرو ضلعو کې خورا مشهور دی. [دانش یوسفزۍ]

هغه وویل چې دغه پنځه راډیو سټيشنونه به په جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان، باجوړ، کرم او مهمند کې وي. په باجوړ کې په سټیشن باندې کار بشپړ شوی دی.

کار کونکي به ډير ژر د شمالي وزیرستان په رزمک کې یو شته مرکز ته وده ورکړي.

غازي زیاته کړه، "هیله لرو چې ټول راډيو سټشينونه به د ۲۰۲۰ کال د نومبر تر پای پورې کار پيل کړي.

هغه وویل، په خېبر او اورکزو ضلعو کې د راډیو سټیشنونو جوړول به د دویمې پروژې برخه وي، چې پکې د عصري تولید سټوډیوګانې جوړول شامل دي او ټاکل شوې چې د نومبر تر میاشتې پورې به بشپړ شي.

د اېف ايم راډیو پښتونخواه د ډي جي آی پي آر ستېشن ډايريکټر انصار خلجي وویل، نوې راډیوسټيشنونه به نه یوازې د دولت دريځ بیانوي بلکې قانوني سيسټم او ځايي خلکو ته به د دې صوبې د اوسیدونکو په توګه د دوی د حقونو په اړه تعليم هم ورکړي.

د اېف ایم راډیو پښتونخواه د پښتونخوا راډیو پېښور اصلي شبکه ده، کومه چې به د نوي راډیو سټېشنونو نظارت وکړي.

هغه یادونه وکړه، د پښتونخواه راډیو پېښور لومړی د اېف ایم راډیو سټېشن و چې د صوبايي حکومت په ملکیت کې و. هغه زياته کړه، چارواکو په ۲۰۰۹ کال کې د دولت ضد بیانونو د مخنیوي لپاره دا جوړ کړی و او د نورو اېف ایم راډیو سټیشنونو لپاره يې لاره هواره کړه.

خلجي وویل چې نوي راډیو سټېشنونه به له حکومت سره مرسته وکړي چې د ټولنې د مختلفو شرونو په اړه په خلکو کې پوهه او شعور رامينځته کړي.

هغه زیاته کړه، "د بلوچستان حکومت [کی پي] تعقیبوي او په پام کې لري چې د خېبر پښتونخواه په څیر خپل د اېف ایم راډیو سټیشنونه جوړ کړي."

له قبايلي اوسيدونکو سره اړيکه نيول

د کوهاټ د ساینس او ټیکنالوژۍ يونيورسټۍ د ژورنالیزم د څانګې چيرمين رحمان الله له مخې، په قبایلي ضلعو کې تقريباََ ۷۰٪ نفوس د خبرونو او تفریح لپاره راډيو د خپلې لومړنۍ وسيلې په توګه کاروي.

د رحمان الله په وینا، په ځینو مشهورو راډیو چینلونو کې د امریکا غږ، رادیو مشال او بي بي سي شامل دي چې اکثر له پاکستانه بهر فعالیت کوي.

هغه وویل، "په تیرو کې، وسله والو غیرقانوني اېف ایم راډیو سټيشنونه هم جوړې کړې ول او د دې لپاره يې کارول چې خپل " قوانین" او عامه اعدامونه خپاره کړي او د مقدس جنګ په نوم پیسې راټولې کړي."

هغه زیاته کړه چې د افغانستان له پولې او یا قبایلي سیمې څخه فعالیت کوونکيدا ډول سټیشنونه اکثر د افراطيت نه ډک او د پاکستان ضد پروپيګنډه خپروي.

د پېښور يونيورسټۍ يو اسسټنټ پروفیسر بخت زمان یوسفزۍ له مخې، چې د داسې سټيشنونو په اړه يې څيړنه کړې ده، د بغاوت پر مهال د غیرقانوني راډیو سټیشنونو د تاثیر اصلي لامل په قبایلي سیمو کې دوديزو اصلي رسنیو ته لاسرسی نه لرلو.

هغه وویل، راډیو د وسله والو لپاره ترټولو ګړندۍ، اسانه او مؤثره لاره وه چې خلکو ته ورسیږي او خپل پیغام ورسوي.

یوسفزۍ زیاته کړه چې وسله والو به راډيو د ټولنې د ستونزو د حل لپاره کاروله. وګړو به زنګ وهلو او خپل شکایتونه به يې ثبتول، او بله ورځ به وسله والو د حل شوېو مسلو په اړه په خپل راډیو باندې اعلان کولو، چې شهرت به يې ترلاسه کولو او د جلا شويو اوسيدونکو سره به يې په مؤثره توګه اړیکه نیوله.

ځایي خلکو ته د خپل نظر وړاندې کولو فرصت برابرول

د خېبر ضلعې د راډیو خبریال اسلام ګل آفریدي په وينا، قبیايلي سيمه د لسیزو راهیسې د جګړې له خوا ځپل شوې ده او اوس جدي مسلې لري چې باید په جدي توګه حل شي.

دغه سیمه، چې پخوا د پاکستان او افغانستان تر منځ د يوې ناکرارې سيمې په توګه کار کولو، پخوا د یو جدا قانوني نظام، د استعمار د دور د سرحدي جرمونو مقررات (اېف سي آر)، تر واک لاندې وه.

د دې د سختې سيمې او ځانګړي قانوني حالت له امله، قبایلي سيمې د غیرقانوني توکو، مخدره توکو او وسلو مرکز پاتې شوی دی.

په ۲۰۱۸ کال کې، فدرالي حکومت زړې قبایلي ايجنسۍ د خېبر پښتونخواه سره ضم کړې، چې دوی یې د صوبايي حکومت تر واک لاندې راوستې او اېف سي آر یې لغوه کړو.

هغه وويل، "اوس مهال هیڅ زیربناوې شتون نه لري، او د مخابراتو شبکې چې په زراعتو، تعلیم، روغتیا او حتۍ د سرپناه پورې اړوندو مسلو باندې تمرکز کوي د ډیریدو په حال کې دي."

آفريدي وويل، "که چیرې موږ ځایي خلکو ته د خپل نظر وړاندې کولو موقع ور نه کړو، نو د پرمختګ هیڅ هيله نه شي کيدی. ګټې کمې دي، او د خېبرپښتونخوا سره له یوځای کیدو وروسته عام خلک له ګټو او فرصتونو څخه بې خبره دي."

هغه وويل، "د سواد له ټيټې کچې سره، ورځپاڼې او نورې لیکلې رسنۍ فضول دي. دلته سمارټ فونونه نه کارول کيږي، انټرنیټ او ټلویزیون یا کیبل نيټ ورک شتون نه لري، چې راډیو یوازینۍ وسیله ګرځوي." "د دې اثر په تیرو وختونو کې ثابت شوی ځکه چې دا په ځايي ژبه خبرې کوي، کوم چې په پایله کې [د سټیشنونو پیغام] سره ځایي ارتباط رامينځته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر وخت ضایع شوی ۔۔۔ زه بيا هم امید لرم چې د متحده ایالاتو يو اېس ايډ ته به اجازه ورنه کړل شي چې د ادارتي حقونو لپاره د اېف ایم راډیو شبکه کنټرول کړي .. چې په قبایلي سیمو کې د پاکستان ضد دريځ او پروپيګنډه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تر کنټرول لاندې د امريکا غږ، ډيوه او مشال لارې ده.

ځواب

دا يو ښه ګام دی چې د حکومت لخوا اخیستل شوی دی، همداسې به په قبایلي سیمو کې خلک په اسانۍ سره تعلیم ترلاسه کړي.

ځواب