روغتیا

د راډیو څپې چې مخکې وسله والو کارولې، اوس په سوات کې د افراطیت او کورونا ویروس سره مبارزه کوي

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

په سوات کې خپرونکو او متخصصینو د اپرېل په ۶ مه د رادیو پروګرام په جريان کې د روغتیا په مسلو بحث کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

په سوات کې خپرونکو او متخصصینو د اپرېل په ۶ مه د رادیو پروګرام په جريان کې د روغتیا په مسلو بحث کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

پېښور -- راډیو، چې ترهګرو یو وخت په سوات وادۍ کې په خلکو کې د پروپيګنډې د خپرولو او ويرولو لپاره کارولو، اوس هلته د کورونا ويروس وبا په اړه عامو خلکو ته معلومات ورکوي.

پښتونخواه راډیو اېف ایم ۹۸ سوات د مارچ په ۱۶ مه خپل لومړنی راډیو کلینیک پيل کړو چې د هوا په څپو د اوسیدونکو لپاره روغتيايي مشورې چمتو کړي او د نوي کورونا ویروس په اړه پوهاوي رامنځته کړي.

د اطلاعاتو سیمه ایز ډايريکټر ابن امین، چې هغه د سټېشن مشري هم کوي، وويل، "د سوات په خورا ورا غريزې وادۍ کې عامو خلکو ته د رسېدو یوازینۍ لار اېف ایم راډیو دی، ځکه چې ورځپاڼې او تلویزیوني شبکې نه شي کولی چې د کورناور ويروس سره د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پرمهال ټوله وادۍ تر پوښښ لاندې راولي یا د بنديزونو په جريان کې خلکو ته روغتیايي پاملرنه چمتو کړي."

هغه وويل، "موږ د مارچ په ۱۶ مه دا راډیو کلینیک پیل کړو او له هغه وخته راهیسې په راډيو باندې نشر کيږي ... د کورونا ویروس په اړه د پوهاوي پیغامونو سربیره، متخصص ډاکټران د روغتیايي مسلو په اړه په ژوندۍ بڼه مشورې ورکوي ځکه چې اوریدونکو ته وړانديز کوي چې په هیواد کې د ویروس پروړاندې په مبارزه کې په کورونو کې پاتې شي."

په سوات کې یو خپرونکی د اپرېل په ۷ مه د راډیو پروګرام په جریان کې له عالمانو سره په دیني مسلو بحث کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

په سوات کې یو خپرونکی د اپرېل په ۷ مه د راډیو پروګرام په جریان کې له عالمانو سره په دیني مسلو بحث کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

په تیرو وختونو کې راډیو سټېشن سولې او افراطیت ضد ته وده ورکړې او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پخواني مشر ملا فضل الله د جعلي راډیو سټیشن ځای يې ونیولو.

فضل الله له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۹ پورې په سوات کې يو غیرقانوني راډیو چینل چلوو، چې اجباري تقوا ته به یې وده ورکوله او په شپه کې به یې د هغه کسانو د وژلو اعلان کولو چې د ټي ټي پي د بندیزو سرغوړنه به يې کړې وه.

هغه په جون ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان په کونړ صوبه کې وژل شوی و.

پوځ په سوات کې په ۲۰۰۹ کال کې د راه راست عملیاتو نه ژر وروسته د امن راډیو په نوم يو اېف ایم راډیو سټېشن پيل کړو او تر ۲۰۱۷ کال پورې یې په دوامداره توګه کار کولو.

امین زیاته کړه، چې پښتونخوا راډیو اېف ایم ۹۸ سوات له هغه وخت راهیسې د سولې او هم اهنګۍ ماموریت په غاړه واخیستو او نن راډیو کلینیک خپل عمليات پيل کړل چې په هره طريقه کورونا ويروس ناروغۍ ته ماتې ورکړي.

سولې ته وده ورکول

امین وویل، راډیو سټېشن د ملا فضل الله د افراطي ایډیالوژۍ په ختمولو کې يو منظم رول لوبولی دی، ځکه چې د روښان خياله او ځوان ژورنالستانو غږونه د سولې او یووالي پیغام خپروي.

د سوات پریس کلب صدر شهزاد عالم، چې په تیرو وختونو کې یې له ملا فضل الله سره ملاقات کړی و، وويل چې اېف ايم ۹۸ د سوات د خلکو د ریښتینې سوله خوښونکی اړخ استازی دی، چې میلمه پال او سوله ایز دي."

عالم وویل، "د راډیو کلینیک په زړه پورې مفکوره ده او د کورونا ويروس د ناروغۍ په اړه يې نه يوازې د پوهاوي لوړولو له لارې بلکې د بنديزونو په دوران کې يې د سواتیانو لپاره روغتيايي مشورې او د هوا په څپو د علاج چمتو کولو له لارې د خلکو خدمت کړی دی."

شايسته، چې په راډیو کلینیک کې يوه کوربه ده، وويل، "موږ ښځینه زنګ وهونکي لرو چې د بوډاګانو او ځوانو اوریدونکو سربیره د تلیفون له لارې د خپلو ناروغه شويو ماشومانو لپاره طبي مرستې غواړي، او په داسې حال کې چې دا خپرونه له مالاکنډ څخه شنګلې پورې اوريدل کيږي، مونږ د کورونا ويروس ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی هم ترلاسه کوو."

آر جې عصمت، چې يوه بل کوربه دی، وويل، راډیو اېف ایم نه یوازې د ټولنیز تحرک او د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره یوه اغيزمنه سرچینه ده، بلکې دا خلک د وسله والو د ایډیالوژۍ په اړه پوهه کوي چې د وادۍ سوله يې تباه کړې وه او د ۲ ملیونو نه زيات اوسیدونکي يې د خپلو کورنو نه په وتلو مجبوره کړي ول."

هغه وویل چې دا کلینیک د پوهاوي خپرولو، روغتیايي پوښښ ورکولو، او په کور کې د پاتې کیدو او د ټولنیز واټن عملي کولو لپارهد حکومت د لارښود په پلي کولو کې او له دې سره په مرسته کولو کې څو اړخیزه ثابت شوی دی.

نياز محمد، چې د مشرق نيوز او مشال راډیو یو لوړ پوړی ژورنالست دی، وويل، په داسې حال کې چې د ملا راډيو د پروپيګندې پروګرام د دین په نوم په سوات کې اوریدونکې وغولول او په جګړو او اورپکۍ يې اخته کړل، اېف ايم ۹۸، چې حکومت يې چلوي، د ښه والي لپاره یو بدلون دی.

محمد وويل، "د سوات په څیر سیمه کې چې نفوس خور وور پروت دی، راډیو پراخه لاسرسی لري، او دا د هغه عادي کلیوالو لپاره د معلوماتو یوازینۍ سرچینه ده چې لیک لوست نه شي کولی ... نو که د کورونا ویروس په وړاندې مبارزه وي یا اورپکي، خو دا به يقيناََ کاميابه شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500