رسنۍ

د داعش رسنۍ د کمزوري کيدو لویې نښې ښیي

پاکستان فارورډ

د داعش د میډیا ټیم غړي د دې کال په سر کې د داعش د يوې ویډیو په سکرین شاټ کې ښودل شوي دي. [فايل]

د داعش د میډیا ټیم غړي د دې کال په سر کې د داعش د يوې ویډیو په سکرین شاټ کې ښودل شوي دي. [فايل]

د داعش نامتو تبلیغاتي مشین په افغانستان، عراق او نورو ځایونو کې د امنیتي عملیاتو وروسته په تدریجي ډول کمزوری کيږي.

په ټيلي ګرام او نورو پلیټ فارمونو باندې د داعش د میډیا چینلونه په دې وروستيو میاشتو کې د لوړ کیفیت عکسونه او ویډیوګانې نه لري، او په تیرو څو هفتو کې په دې کې د پام وړ کمی لیدل شوی دی.

د یو شمیر وروستي لوړ پوړو بریدونو وروسته پايلو د دې ناکامه تروریستي ډلې کمزوري تبلیغاتي عمليات روښانه کړي دي.

د مثال په توګه، د اګست په ۱۷مه په کابل کې د واده په مراسمو کې د ځان وژونکي برید، چې داعش يې ادعا کړې وه او ۸۰ کسان په کې وژل شوي ول او نږدې ۲۰۰ په کې ټپیان شوي ول، وروسته، دغه تروریستي ډلې یوازې د متن پیغامونه خپاره کړل. په تیرو وختونو کې، دغه ترهګريزې ډلې به عکسونه، ویډیوګانې او د میډیا نه ډک نور مواد پوسټ کول.

په عراق او سوریه کې په نورو وروستي بریدونو کې، دې ډلې د ټیټ کیفیت عکسونه خپاره کړي، چې د تیرو کلونو د لوړې ټکنالوجۍ پوسټونو نه ډير مختلف دي.

په ګڼ شمير محاذونو باندې داعش کمزوری شوې دی

ګڼ شمير لاملونو د داعش تبلیغاتي مشین کمزوری کړی دی.

لومړی، د مارچ په میاشت کې په منځني ختیځ کې د داعش ځمکنۍ ماتې د دې ډلې تبلیغاتي مرکز ته لوی ګوزار ورکړو، ځکه چې د دې ډیر اصلي چلوونکي او پروپيګنډه کونکي د تش په نامه "خلافت" له ویجاړیدو وروسته يا ووژل شول یا ونیول شول.

دوهم، له هغه وخت راهيسې ګڼ شمیر امنیتي او استخباراتي عملیاتو د دې ډلې تخنیکي وړتیا له منځه وړي ده، لکه د جولای په ۱۰ مه په عملیاتو کې امنیتی پرسونلو په عراق کې د ۱۰۰ نه زیات کمپیوټر سرورونه ضبط کړل.

د عراق د استخباراتو په وینا، داعش دغه سرورونه د خپلو تروریستي عملونو د خپرولو او د ملکي وګړو د ويرولو او په عراق او نورو ځایونو کې د خپلو کړنو په اړه د راپورونو ورکولو لپاره استعمالول.

د عراق د دفاع وزارت وويل، د عراقي پوځ یو يونټ په دې وروستیو کې د نشراتي وسیلو یوه زیرمه ونيوله چې د داعش عماق راډیو سټیشن کاروله.

د اپریل په میاشت کې، افغان ځواکونو په کابل کې د داعش شپږ غړي ونیول، چې اعتراف یې وکړو چې هغوی په فېسبوک، ټويټر، انسټاګرام او ټيلي ګرام باندې د افغان حکومت پر وړاندې د پروپيګنډې کمپاین د ترسره کولو او د نويو غړو ګمارلو لپاره د ټولنيزو رسنيو جعلي اکاونټونه کارولې ول.

د عراق يو شنونکي احمد الشریفي وویل، "د دې نظامونو او تخنیکي ظرفیتونو نه داعش محرومه کول په دې مرحله کې د امنیتي ځواکونو لپاره يو لوی هدف دی."

هغه وويل، دریم دلیل دا دی چې دغه ډلې د خلکو په نظر باندې نفوذ له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه، "ملکي وګړي په ځانګړي توګه هغه کسان چې په هغه وخت کې يې ژوند کړی وو کله چې داعش کنټرول لرلو، اوس پوه شوي چې څنګه د دې ډلې نظریه د مذهبي او بشردوستانه ارزښتونو نه محرومه ده."

شنونکي احمد الشریفي وویل، د داعش د رسنیو عملیات مخ په کمېدو دي ځکه چې دا ډله پخپله دړې وړې شوې ده.

هغه وویل چې دا نوره هیڅ يوه سیمه تر خپل کنټرول لاندې نه لري او دې د خپلو ډیرو پخوانیو عوایدو سرچینو ته لاسرسي له لاسه ورکړې ده.

'کمزوري کيدل'

کاظم المقدادي، چې په عراق کې په فارابي يونيورسټي کالج کې د ماس کميونيکيشن درس ورکوي، وویل، چې زيات امنيتي فشار دا ډله د نورو پرسونلو نه علاوه د خپلو ډیرو میډیا پلیټفارمونو، ټکنالوژۍ، ویډیوګرافرانو، د اواز ماهرانو او تبلیغ کونکو نه محرومه کړې ده.

هغه وویل، چارواکو یوه هدفي هڅه کړې چې د داعش عناصرو او ملاتړو په لاره کې خنډونه رامنځته کړي او هغوی په انټرنټ باندې، په ځانګړې توګه په سوشل ميډيا باندې، د دې ډلې د ایډیالوژۍ او پیغامونو د خپرولو نه منع کړي.

المقدادي وویل، د داعش د رسنۍ مشین کمزوری شوی دی او زیاته یې کړه چې دې ډلې خپل اعتبار له لاسه ورکړی او هیڅ څوک ترې نه ويريږي.

عبدالسلام الثمر، چې د بغداد يونيورسټۍ په میډیا کالج کې د اشتهار ورکولو درس ورکوي، د داعش د میډیا مشین او ټکنالوژۍ په نښه کولو په اهمیت ټینګار وکړ چې دا يې د غلطو معلوماتو خپرولو او نفسياتي جګړې د ترسره کولو لپاره کاروي.

هغه وويل، "موږ اړتیا لرو چې د هغې تخنیکي وړتیا او د هغې خوندي ځايونه له منځه وړلو ته دوام ورکړو چې د رسنیو موادو جوړولو مسؤلیت لري." "موږ له پکار ده چې د دې ډیجیټل لاسرسي غیر فعال کړو او د دې ټولنیزو رسنیو پلیټفارمونه له مینځه یوسو."

هغه وويل، خو د دې وړتيا کمزوري کول یوازینې شی نه دی چې باید پیښ شي. هغه زیاته کړه چې په مرکزي رسنۍ کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره فعال پیغامونو ته ضرورت دی.

هغه وویل، "د دې ډلې د دروغو او دهوکې د څرګنديدو نه وروسته، هغه ورځې لاړې چې عامو خلکو به د داعش لخوا خپاره شويو پيغامونو سره همدردي لرله." "خو د دې مطلب دا دی چې موږ باید د تروریستانو په وړاندې د خلکو کرکه په رامنځته کولو باندې کار وکړو او تل هغوی ته د دوی د کرکې اعمال او جرمونه ور په ياد کړو."

الثمر وويل، "موږ اړتیا لرو چې د ټولنیز پوهاوي پروګرامونو او ډاکومنټرو او د تلویزیوني پروګرامونو له لارې د دوی ناوړه نظريه په نښه کړو، کوم چې د دوی په فکر باندې اثر کولی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500