د ښځو حقوق

د افغانستان په فراه صوبه کې ښځينه خبريالانې د رسنيو فعاليتونو ته دوام ورکوي او د راتلونکي په اړه هيله مندې دي

د عمر لخوا

په داسې حال کې چې افغانۍ ښځې له یو کال څخه د زیاتې مودې راهیسې په کور کې پاتې دي، ښځینه خبریالانې لا هم د فراه په ښار کې د نوای زن په راډیو کې ليدل کيږي ترڅو د خپلو پروګرامونو مشق او ريکارډنګ وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د ښځو غږ خاموشه نشي. [عمر/سلام ټایمز]

فراه، افغانستان -- په داسې حال کې چې ښځینه خبریالانو ته په رسمي توګه اجازه نه ورکړل کیږي چې په افغانستان کې کار وکړي، دوی په غیر رسمي توګه د رسنیو اړوند خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

دوی خپلو دفترونو ته ځي او د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو د ساتنې او د خپلو رسنیو د مهارتونو د پراختیا لپاره د خپلو پروګرامونو ريکارډ کولو ته دوام ورکوي.

ريکارډ شوي پروګرامونه په دې هېله خوندي ساتل کيږي چې د ښځو غږونه به یو ځل بیا په راډیو په ژوندۍ بڼه واوریدل شي. د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې په ټول هېواد کې د ښځو د غږونو په خپرولو بندیز ولګول شو.

په فراه ښار کې د نواى زن راډيو ډايريکټرې حميرا محمدي وويل، په داسې حال کې​ چې​ښځې له یو کال څخه د زیاتې مودې راهیسې په کور کې پاتې کېدو ته اړ شوي​​، ښځينه خبريالانې له نوي وضعيت سره په ټکر کې راډيو ته ځي ترڅو د خپلو پروګرامونو مشق وکړي او ريکارډ يې کړي.

د نواى زن راډيو دوه ښځينه کوربنې د دسمبر په ۸مه په فراه ښار کې له دوو ښځينه مېلمنو سره د افغان ښځو پر ستونزو خبرې کوي. [عمر/سلام ټایمز]

د نواى زن راډيو دوه ښځينه کوربنې د دسمبر په ۸مه په فراه ښار کې له دوو ښځينه مېلمنو سره د افغان ښځو پر ستونزو خبرې کوي. [عمر/سلام ټایمز]

نواى زن راډيو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره پروګرامونه لري او ټول کارکوونکي يې ښځينه دي. دا سټېشن هره ورځ ۱۲ ګهنټې پروګرامونه نشر کوي.

که څه هم په ژوندیو پروګرامونو کې د ښځو غږ منع دی، خو بیا هم دغه سټېشن د ښځو له خوا بیان شوي او د مخکې نه ريکارډ شوي پروګرامونه، چې د ملګرو ملتونو او نور نادولتي موسسو لخوا تمویل شوي دي، خپروي.

محمدي وویل، "مونږ په راډیو کې اته کارکوونکي لرو، چې ټولې تعليم يافته او تجربه لرونکې ښځې دي. دوی راډیو ته ځکه راځي چې دوی د رسنیو په کارونو کې دلچسپي لري.

هغې وویل، "د [اګست ۲۰۲۱ کال] څخه مخکې موږ هره ورځ ۱۸ ګهنټې مختلف پروګرامونه خپرول، خو له هغې وروسته، مونږ د ښځو د غږونو خپرولو اجازه نه لرله." "له دې سربېره، ښځې او جينکۍ رادیو سټېشن ته راځي او هیله لري چې د دوی غږ به بیا په ژوندۍ بڼه د خپرولو اجازه ولري."

په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د پروګرامونو په جوړولو او خپرولو سره، په فراه کې د ښځینه خبریالانو موخه دا ده چې ډاډ ترلاسه شي چې د ښځو غږ خاموشه نشي.

محمدي وویل، "زموږ موخه دا ده چې ښځې له خپلو حقونو څخه خبر کړو او هغوی ته د ښه ژوند کولو درس ورکړو." "موږ د خپلو پروګرامونو له لارې کورنیو ته درس ورکوو چې ​​د ښځو د حقونو او غوښتنو​​ احترام وکړي."

د ښځو غږ پورته کول

۲۲ کلنه فرهنګیز نورزۍ په ډېره لېوالتیا سره نوای زن رادیو سټېشن ته راځي او صدای زن پروګرام ريکارډ کوي. هغه په پروګرام کې فعالو ښځو ته بلنه ورکوي او ​​د افغان ښځو او جينکو په اوسني وضعیت​​ خبرې اترې کوي.

نورزۍ وويل چې هغه د دې پروګرام کوربه توب کوي ترڅو د فراه صوبې د ښځو په ستونزو او غوښتنو خبرې اترې وکړي.

هغې وويل، "د ښځو او جينکو کوربه توب او غږ پورته کول زما حق دی، او زه بايد دا حق ولرم." زه غواړم د پخوا په څېر کار وکړم او د خپلې صوبې د جينکو او ښځو تر څنګ ودریږم.

نورزۍ وویل، "له بده مرغه په فراه کې د ښځو او جينکو غږ غلی شوی دی. "زه غواړم د خپلو پروګرامونو له لارې د دوی غږ جوړ شم. زه غواړم د راډیو له لارې د دوی په غوښتنو او هیلو خبرې اترې وکړم."

فوروزان ابوبکر، چې د نواى زن راډيو د خپرونې کوربه ده، وويل چې د هغې او د هغې د همکارانو دنده دا ده چې د هغو ښځو او جينکو غږ جوړ شي چې نه شي کولاى خپل غږ پورته کړي او خپلې ستونزې ورسره شريکې کړي.

د اقتصاد په برخه کې د زده کړې سره، هغه د پروګرامونو کوربه توب کوي چې په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د اقتصادي پراختیا او دندو په اړه بحث کوي.

هغې وويل، "زما غوښتنه دا ده چې ښځو ته اجازه ورکړل شي چې د خپلې خوښې په برخو کې کار وکړي او خپلې وړتياوې پراخې کړي."

ابوبکر وویل، "موږ غواړو د نورو ښځو او جينکو لپاره یو رول ماډل شو ترڅو دوی هم د نارینه وو تر څنګ کار وکړي او د خپل هېواد د راتلونکي برخه شي، چې له جنسي توپیر څخه پاک وي."

هغې وويل چې هغه ډېره هيله منده ده چې ډېر ژر به د تېر په څېر په عادي ډول خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د ښځو د حقونو درناوی کول

په فراه کې ښځې د خپل کار، زده کړې او په ټولنه کې د ونډې لپاره د احترام غوښتنه کوي.

په فراه ښار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې مرضیاء نورزۍ وویل، "ښځو او جينکو په وروستیو کلونو کې پوهه ترلاسه کړه او په مختلفو برخو کې مهارتونه او تجربه لري."

هغې وویل، "دا غوره ده چې دوی ته د کور څخه بهر د کار کولو فرصت ورکړل شي پرځای د دې چې دوی په کورونو کې پاتې شي." "که لوستې ښځې په کور کې د اوږدې مودې لپاره پاتې کېدو ته اړ شي، نو دوی به له مايوسۍ سره مخ شي او هيله به له لاسه ورکړي."

هغې زیاته کړه، "د محدودیتونو له امله، ډېرې ښځې هڅه کوي چې له افغانستان څخه ووځي." څوک به په افغانستان کې کار وکړي او ټولنه به جوړه کړي که لوستې ښځې له هېواده ووځي؟

نورزۍ وویل، که چېرې ښځې په کور کې پاتې کېدو ته اړ شي او د دوی استعدادونه له پامه وغورځول شي، د دوی ټولې لاسته راوړنې او وړتیاوې به له منځه ولاړې شي. د افغان ښځو او جينکو وړتیاوې باید زیانمنې نه شي.

په فراه ښار کې د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې پروانه طوفان وویل، په اوسني وضعیت کې ښځو او جينکو ته د کار اجازه ورکول اړین دي.

هغې وويل، "ښځې د ټولنې پياوړی لاس دی او د نفوس نيمه برخه ده." "د ټولنې دغه پیاوړی لاس باید فلج نه شي."

هغې وويل، "کله چې يوه ښځه له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا شي، نو د کورنۍ ۵٠ سلنه اقتصادي ستونزې حل کېږي." "ډېرو ښځو خپل مېړونه په جګړه کې له لاسه ورکړي او د خپلو کورنیو مشري کوي. که دوی کار نه کوي، نو دوی باید څه وخوري؟"

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500