زده کړه

مخکښه ښځینه فارغه په باجوړ کې د بې سوادۍ سره د مبارزې ژمنه کوي

د حنيف الله لخوا

فاطمه اقبال د مارچ په ۱۳ مه په خپل سکول کې زده کونکو ته درس ورکوي. [حنیف الله]

فاطمه اقبال د مارچ په ۱۳ مه په خپل سکول کې زده کونکو ته درس ورکوي. [حنیف الله]

خار، باجوړ ضلعه -- ۲۴ کلنه فاطمه اقبال، چې یو وخت د زده کړې په بشپړولو کې له خپلو خنډونو سره مخ وه، اوس په خپلې ضلعه باجوړ کې د بې سوادۍ د ختمولو لپاره کار کوي.

د تیرې جنورۍ په مياشت کې، فاطمه اقبال د باجوړ څخه لومړۍ میرمن جوړه شوه چې د پېښور په اسلامیه کالج يونيورسټۍ کې يې په فزیکس کې د غوره فعالیت له کبله د سرو زرو تمغه ترلاسه کړه.

هغې د نومبر په میاشت کې وویل، تعلیم ترلاسه کول اسان کار نه و ځکه چې وسله والو ډیر سکولونه ویجاړ کړي ول او خلکو ته یې ګواښ ورکړی و چې سکولو ته خپلې لوڼې نه لیږي، خو دې هغه منع نه کړه.

هغې وویل، "زما پلار یو ډاکټر دی، او هغه زما په تعلیم سرمايه کاري وکړه."

فاطمه اقبال د فبرورۍ په ۲ مه په کور کې په خپل ليپ ټاپ کار کوي. [حنیف الله]

فاطمه اقبال د فبرورۍ په ۲ مه په کور کې په خپل ليپ ټاپ کار کوي. [حنیف الله]

هغې وويل، ډیرو نقادو فاطمه اقبال د فزکس غوره کولو نه منع کړه. فزکس يو داسې مضمون دی چې سړي پکې واکمن دي.

که څه هم، هغې ثابته کړې چې 'ښځې هرڅه ترلاسه کولی شي که چيرې محنت وکړي'.

د فاطمې پلار ډاکټر محمد اقبال وويل، "د زامنو په پرتله د لوڼو "تعلیم ډیر مهم دی ځکه چې لوستې میرمنې ټولې کورنۍ ته تعليم ورکولی شي."

هغه وويل، "زه په خپله د خپلو لوڼو تعلیم ته زیاته پاملرنه کوم چې دوی په دې وتوانوم چې زموږ د وروسته پاتې شوې ټولنې لپاره څه وکړي، او دوی ته ښه راتلونکی ورکړي."

اقبال وویل، "زما دوهم لُور اوس مهال په بي ايس سافټویر انجینرينګ کې ده، او زه هيله لرم چې هغه به زما سر له فخر سره اوچت کړي."

هغه زیاته کړه، "زه له ټولو والدېنو څخه غواړم چې خپلې لوڼې سکولونو ته واستوي، چې هغوی ته ښه تعلیم ورکړي او د تعلیم له لارې هغوی پیاوړي کړي، ځکه چې یوازې پیاوړې میرمنې زموږ په ملت کې بدلون راوستلی شي."

د دې کار لپاره، فاطمه اقبال د خپل میړه ثناء الله سره -- چې په اقتصاد کې یې د سرو زرو تمغه ترلاسه کړې ده -- د تیر کال په اګست کې د باجوړ په عنایت کلي کې د جينکو لومړی پرايويټ سکول جوړ کړو.

هغې وویل، "د جينکو د پرايويټ سکول د جوړولو اصلي موخه دا وه چې د باجوړ جينکو ته د معیاري زده کړې زمینه برابره کړي ځکه چې قبايلي غړي خپلې لوڼې د نارینوو پرايويټ سکولونو ته نه لیږي. سربیره پردې، هلته کې په سیمه کې د جينکو د سکولونو کمی و."

اقبال وویل، "زما موخه په باجوړ کې د بې سوادۍ سره مبارزه کول او نور سکولونه جوړول دي ځکه چې په دې ضلعه کې د سواد کچه خورا ټیټه ده." "ما ځان ته چيلنج ورکړو چې د قبایلي میرمنو لپاره يوه هڅونکي جوړه شم."

هغې وویل، "یوه ښځه هر هغه څه کولی شي چې سړی یې کولی شي."

هغې زیاته کړه، "د پاکستان په څیر یو هیواد پرمختګ نه شي کولی که چیرې د میرمنو لپاره تعلیم لازمي نه وي -- ښځې د پاکستان د نفوس ۵۰٪ برخه ده، او د پرمختګ یوازینۍ لار د ښځو تعلیم دی."

د وسله والو پر وړاندې ودریدل

په خپل وخت کې، تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو په قبایلي سیمو کې د ښځو د تعلیم مخه نيولې وه.

دوی له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په باجوړ ایجنسۍ کې د جينکو د ۱۲ سکولونو په ګډون ۱۱۱ سکولونه ويجاړ کړې ول او حتی ښځینه ښوونکې یې وژلې ول چې اوسيدونکي سکولونو ته د خپلو لوڼو د ليږلو نه منع کړي. .

په اګست ۲۰۱۴ کال کې، نامعلومو وسله والو په باجوړ کې د ریموټ کنټرول بم سره درې ښځینه ښوونکې، د دوو ماشومانو او د هغوی د ډرايور په ګډون، ووژل.

وسله والو په نومبر ۲۰۰۹ کال کې په باجوړ کې د جينکو د سکول دوه نورې ښځینه ښوونکې وژلې وې.

په باجوړ کې د ضلعې د تعلیم معاون افسر عبدالرحمان وویل، "د خېبر پښتونخواه حکومت ۱۰۰ نوي پرايمري سکولونه تصویب کړي او د عملي کیدو کار به ډیر ژر پیل شي."

"موږ پوهیږو چې په نويو ضم شويو ضلعو کې د ښځو د سواد کچه خورا ټیټه ده. حکومت کار کوي چې د نويو سکولونو په جوړولو او د ښوونکو په ګمارلو سره د سواد کچه لوړه کړي."

رحمان وویل، "موږ به په قبایلي ضلعو کې د هلکانو او جينکو د سکولونو زده کونکو ته د میاشتې نغدي پيسې ورکړو." هغه زياته کړه چې "هلکانو ته به هره مياشت ۱۰۰۰ روپۍ (۶ آمريکايي ډالره) او جينکو ته به ۲۰۰۰ روپۍ (۱۲ ډالره) ورکړل شي.

هغه وویل، په پلان شويو ۱۰۰ سکولونو کې، زياتره به د جينکو لپاره جوړ شي. هغه زیاته کړه چې د هلکانو او جینکو سکولونه اپ ګرېډ کیږي.

په باجوړ کې، چارواکو په ۲۲۰ مليونه روپۍ (۱.۴ مليونه آمريکايي ډالره) د والدېنو او ښوونکو د شورا د فنډونو له لارې په سکولونو خرچ کړي دي. رحمان هغه موده څرګنده نه کړه چې دوی پکې دغه پیسې خرچ کړي وې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مننه حنيف الله صاحب چې په باجوړ کې مو د ښځو تعلیم ته په وده ورکولو باندې ښه کار کړی دی .. هغه د وړتيا غوره بیلګه ده او اوس د هغې وړتیا باید زموږ د ټولنې د هڅونې لپاره وکارول شي ....

ځواب