تروريزم

د جماعت الاحرار يوې چاودنې په بلوچستان کې ۶ کسان ووژل، چې د ځايي خلکو بې اطميناني په ګوته کوي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

پولیس د اګست په ۱۰مه د بلوچستان صوبې په چمن کې د چاودنې په ځای کې چمتو ولاړ دي. پولیسو وويل چې په یو موټر سایکل کې د يو ځای پر ځای شوي بم په چاودنه کې شپږ کسان ووژل شول. [اصغر اچکزۍ/ای اېف پي]

پولیس د اګست په ۱۰مه د بلوچستان صوبې په چمن کې د چاودنې په ځای کې چمتو ولاړ دي. پولیسو وويل چې په یو موټر سایکل کې د يو ځای پر ځای شوي بم په چاودنه کې شپږ کسان ووژل شول. [اصغر اچکزۍ/ای اېف پي]

کویټه -- پوليسو وويل چې په ناکراره بلوچستان صوبه کې د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۱۰مه) په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي د لاس جوړ شوي چاودیدونکي وسيلې (آی اي ډي) شپږ کسان ووژل.

د پولیسو یو سينير چارواکي عبدالرزاق چیمه وویل، ګمان کيږي چې هغه ګاډی په چمن ښار کې، چې د افغانستان سره پوله لري، د چاودنې هدف و کوم چې د دغه هیواد د مخدره توکو سره د مبارزې منسوبین وړل.

هغه ای اېف پي ته وویل، "په دغه چاودنه کې شپږ لاروي کسان ووژل شول او ۱۰ نور ژوبل شول، چې دوه کسان پکې په سخت حالت کې دي."

د ځایي پولیسو چارواکي مسعود خان د برید او تلفاتو تاييد وکړ.

یو پولیس افسر په هغه ځای کې ولاړ دی چیرې چې د اګست په ۱۰ مه نيټه په بلوچستان کې بمي چاودنه وشوه. [د عبدل غني کاکړ نه په مننه]

یو پولیس افسر په هغه ځای کې ولاړ دی چیرې چې د اګست په ۱۰ مه نيټه په بلوچستان کې بمي چاودنه وشوه. [د عبدل غني کاکړ نه په مننه]

جماعت الاحرار، چې د تحریک طالبان پاکستان نه جدا شوې ډله ده، د برید مسولیت په غاړه واخیستو او ويې ويل چې دغه ډله هڅه کوي چې د استخباراتو افسران په نښه کړي.

د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه په یو بیان کې وویل، "د دې ډول بریدونو موخه په خلکو کې ویره خپرول دي."

د محرومۍ احساس

د افغانستان او ایران سره په پوله د معدني وسايلو نه ډک بلوچستان د پاکستان په څلورو صوبو کې ترټولو لويه صوبه ده، خو د دې تقريباََ اوه ملیونه اوسیدونکي له اوږدې مودې راهیسې شکایت کوي چې دوی د دې د ګيس او معدني دولت سمه برخه نه ترلاسه کوي.

چین د ۵۴ ملیارده ډالرو (۹.۱ ټریلیونه پاکستانۍ روپۍ) پروجيکټ لاندې په دې سيمه کې سرمايه کاري کوي، چې د خپل لویدیځ سنکیانګ سیمې او په بلوچستان کېد ګوادر بندر تر منځ املاکو، بجلۍ او ټرانسپورټي اړیکو ته وده ورکړي.

پارلیماني غړي او څارونکي وايي،په بلوچستان کې د چینايي نفوذ بې لګامه وده -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه په ځایي خلکو د اغیزو په اړه د پام يا اندیښنې پرته ځایي سرچينې کاروي -- په دې صوبه کې جدي ناکراري رامینځته کوي.

په زرګونو نیم پوځي سرتیري د پاکستان په قبایلي سیمو کې امنيتي تلاشۍ ترسره کوي او د امنیت او نظم په ساتلو کې له پولیسو سره مرسته کوي.

[عبدل غني کاکړ د کويټې نه د دې راپور په برابرولو کې مرسته وکړه.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500