امنیت

امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې د آی اي ډي برید وروسته ۱۹ شکمن کسان نیولي دي

د عبدل غني کاکړ لخوا

په بلوچستان کې د می په ۸ مه د لاس جوړ شويو چاودیدونکو توکو په چاودنه کې د فرنټير کور شپږ منسوبين ووژل شول. [آی ايس پي آر/ټويټر]

په بلوچستان کې د می په ۸ مه د لاس جوړ شويو چاودیدونکو توکو په چاودنه کې د فرنټير کور شپږ منسوبين ووژل شول. [آی ايس پي آر/ټويټر]

کویټه -- امنیتي ځواکونو د بلوچستان په کچ ضلعه کې کې د لاس جوړ شويو چاودیدونکو توکو (آی اي ډي) له چاودنې دوه ورځې وروسته د یکشنبې په ورځ (د می په ۱۰ مه) د مختلفو وسله والو ډلو ۱۹ شکمن غړي ونیول.

په کویټه کې یو لوړپوړي امنیتي چارواکي احسن عزیز وویل، د استخباراتو پر اساس "د می په ۸ مه د آی اي ډي د برید وروسته د لټون عملیات ترسره شول، چې په دغه برید کې شپږ امنیتي پرسونل د کچ ضلعې په بوليده سیمه کې وژل شوي ول."

د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل ای)، چې يو منع شوی سازمان دی، د دې چاودنې مسولیت په غاړه واخیستو.

عزیز وویل، "د فرنټير کور ساوت سرتیري هغه وخت په نښه شول کله چې دوی د پاکستان او ایران پر پوله د ورځني ګشت وروسته بیرته روان ول."

د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل ای) مسولیت په غاړه واخیستو. [عبدل غني کاکړ]

د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل ای) مسولیت په غاړه واخیستو. [عبدل غني کاکړ]

پوځ په يو بيان کې وويل، چې په برید کې یو افسر او پنځه سرتیري ووژل شول.

هغه وویل، امنیتي پرسونل د بلوچستان د مکران ډویژن په غرنیو سیمو کې، چې د بلوچستان ترټولو ناکراره سیمه ده، د تروریستانو لخوا کارول شوې ممکنه لارې لټولې.

هغه وویل، "د امنیتي ځواکونو د لټون او بريد عملیات به د دغه صوبې په هغو برخو کې دوام ولري چیرې چې وسله وال خوندي ځايونه لري."

عزيز وويل، "د استخباراتو په روانو عملیاتو کې، تر دې دمه د دوو ممنوعه وسله والو ډلو ۱۹ شکمن غړي نیول شوي دي." "د وسله والو له پټنځایونو څخه درنې وسلې، مخابراتي وسیلې او نور ممنوعه توکي ترلاسه شوي دي."

وسله وال د "لوی ګوزار" سره مخ دي

په ګوادر کې یو لوړپوړي امنیتي چارواکي محمد وقار وویل، "دا په بلوچستان کې د ترهګرۍ يوه نوې څپه ده، او د دولت ضد عناصر غواړي چې په امنیتي ځواکونو په برید سره خپلې ناوړه ارادې پوره کړي."

هغه وویل، "د پاکستان او ایران پولې ته څیرمه غرنۍ لارې شتون لري چې ترهګر پرې په اسانۍ سره ایران ته تښتيدلی شي." هغه زیاته کړه، کيدې شي چې دغه برید د امنیتي ځواکونو د پیژندنې او د وسله والو په پټو لارو د ګشت کولو په ځواب کې شوی وي.

هغه وويل، "موږ په راتلونکو ورځو کې د پام وړ پرمختګ ته سترګې په لار یو." "ځواکونو تر دې دمه په دې ناکراره سیمو کې په عملیاتو کې لویه بریا ترلاسه کړې ده."

وقار وویل، په مکران ډويژن کې د پاکستان او ایران تر منځ پوله د جنایتکارو ډلو او بلوچ وسله والو مرکز دی. هغه زیاته کړه چې دوی د پاکستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له کبله لوی ګوزار ترلاسه کړو.

هغه وویل، "د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په جریان کې د پام وړ پرمختګ شوی، ځکه چې اوس مهال ځایي خلک د ترهګرۍ سره د مبارزې په عملیاتو کې له امنیتي ځواکونو سره په پراخه کچه همکاري کوي."

د بلوچستان ګورنر امان الله خان یاسینزۍ د می په ۸ مه په یو بیان کې وویل، "زموږ د امنیتي منسوبینو وینه به هیڅکله ضايع نه شي. ځینې عناصر هڅه کوي چې په دې صوبه کې تلپاتې سوله ګډوډه کړي. موږ به د دوی ناوړه پلانونه مات کړو."

هغه وویل، "موږ د وژل شويو منسوبينو د کورنیو سره په غم کې شریک يو، او زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د برید عاملین به ونیول شي او ډیر ژر به ورته سزا ورکړل شي."

چارواکو په بلوچستان کې امنیت ټینګ کړی او د صوبې په ټولو حساسو سیمو کې یې اضافي امنیتي پرسونل ځای په ځای کړي دي.

د بلوچستان وزير اعلی جام کمال د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د پېښې عاملین ژر تر ژره ونیسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستانی پوځ زنده باد

ځواب

زموږ ثبات او اقتصادي ودې ته تر ټولو لوی ګواښ د چین سرمايه کاري او د دوی تش په نامه ملاتړ دی. په پاکستان کې حکومت په بلوچستان کې د اوسط خلکو د ژوند ښه کولو لپاره څه دلچسپي نه لري. چینایانو زموږ د سینډک پروژه لوټ کړه، چې د بلوچستان په کې څه برخه وه او چیرته استعمال شوه؟ مهرباني وکړئ د عامو خلکو بنيادي مسلو ته پاملرنه وکړئ. که چیرې پاکستاني ساینس پوهان کولی شي اټومي بمونه جوړولی شي، نو دوی کولی شي خپلې طبیعي زیرمې هم وپلټي. هر هغه څوک چې د دې ناوړه ګټو مسؤل دي باید یوه ورځ ځواب ورکړي.

ځواب

امید لرم چې دا کړنې به ډیر ژر د تش په نامه بیلتون غوښتونکی غورځنګ کمزوری کړي.

ځواب