کوټه -- چارواکي وایي چې د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۱۰مه) د بلوچستان صوبې په چمن ډسټرکټ کې په يوې چاودنه کې د پولیسو یو سينير افسر او د هغه ګارډ ووژل شول او ۱۱ کسان نور ژوبل شول.
د بلوچستان حکومت يو وياند انور کاکړ ای ايف پي ته وويل: "[د ډسټرکټ د پوليسو افسر] ساجد خان مهمند او د هغه ګارډ په دغه چاودنه کې شهيدان شول، او ۱۱ نور کسان ژوبل شول."
د لومړنيو راپورونو له مخې، هغه وويل، بم د سړک په غاړه په يو موټرسايکل کې نصب شوی وو او هغه وخت وچاوديدو کله چې د مهمند ګاډی د دغه ځای نه تېر شو.
د جيو نيوز له مخې، د چمن ډپټي کمیشنر قيصر خان وويل چې يو ځانمرګی برید کوونکی چې په موټرسایکل سپور وو، په دغه قافله باندې بريد وکړو.
دوه سينير حکومتي چارواکو د چاودنې او زيان تایید وکړو. هغوی وويل چې دغه بريد پولیس په نښه کړل.
هیڅ يوې ډلې فورې مسوليت په غاړ نه دی اخيستی
هیڅ يوې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. قبايلي یاغیانو، طالبانو، داعش او نورو وسله والو ډلو په دې وروستیو کې په صوبه کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریدونه ترسره کړي دي.
تیره میاشت، په یوې چاودنه کې، چې د کوټې په مرکزي ښار کې يې د پولیسو ګاډې په نښه کړو، لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۰ نور کسان ژوبل شوي وو.
د سايټ د څارنې ډلې له مخې، د جون په ۲۳ مه د جمعته الوداع (د روژې وروستۍ جمعه) په موقع د چاودنې مسوليت د خراسان څانګې داعش او د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې دواړو په غاړه اخيستی وو.
پاکستان د ۲۰۰۴ کال راهیسې په بلوچستان کې د اسلامي او قوم پرست بغاوتونو سره جګړه کوي، چې په دغه جګړه کې په سلګونو سرتیري او یاغیان وژل شوي دي.
د پاکستان چارواکو لخوا د سولې او پرمختګ په لور زیات کوششونو په دې وروستیو کلونو کې د تاوتریخوالي کچه راټيټه کړې ده.
د جیو نیوز له مخې، د درې لوڼو او درې زامنو پلار، مهمند په سوشل ميډيا باندې د يو پوسټ له لارې د سولې د بيا بحالۍ لپاره خپله ژمنه څرګنده کړي وه. دا پوسټ داسې وو، "د جګړې لپاره هميشه څه مهم شی موجود وي."