د بنو او چمن په چاودنو کې ۴ امنیتي پرسونل ژوبل شول

د سټاف راپور

اسلام آباد -- ميډيا راپور ورکړو چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې په امنیتي ځواکونو په وسله وال بریدونو کې لږ تر لږه څلور امنيتي پرسونل او يو ملکي ژوبل شول.

جيو نيوز راپور ورکړو چې د خیبر پښتونخوا په بنو ډسټرکټ کې د پولیسو په مرکز باندې د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۷ مه) د ټرک په چاودنې کې دوه تنه پوليس افسران ژوبل شول.

راپورونه وايي چې دغه بريد کونکی د بمونو ډک ټرک د مردان پولیس سټيشن د دروازې سره وجنګولو.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په دغه ورځ د بلوچستان په چمن کې په يوې چاودنه کې د فرنټير کور دوه پرسونل او يو ملکي ژوبل شول.

د فرنټير کور له مخې، دغه چاودنه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د ايف سي يو موټر په پل باندې تيريدلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500