ديپلوماسي

پاکستان د افغانستان د سولې د پروسې هڅولو لپاره له کابل سره ښې اړیکې ټینګې کړې

د عالم زيب خان لخوا

ګډونوالان د جولای په ۷مه په افغان صدارتي محل کې د صدر اشرف غني خطاب اوري، په داسې حال کې چې هغه "دسولې لپاره د توافق پیاوړتيا" په نوم په آنلاین کانفرنس کې يو مهم خطاب کوي. [افغان صدارتي محل]

ګډونوالان د جولای په ۷مه په افغان صدارتي محل کې د صدر اشرف غني خطاب اوري، په داسې حال کې چې هغه "دسولې لپاره د توافق پیاوړتيا" په نوم په آنلاین کانفرنس کې يو مهم خطاب کوي. [افغان صدارتي محل]

اسلام آباد -- پاکستان د هغه بين الافغاني خبرو اترو د هڅولو لپاره کار کوي، کومې چې د فبرورۍ په میاشت کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ په لاسليک شوي معاهده کې ټاکل شوي وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په يو بيان کې وويل، پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۶مه) د "سولې لپاره د توافق پیاوړتیا" په نوم په هغه آنلاين کانفرنس کې ګډون وکړو، چې افغانستان يې کوربه توب کړی و.

دا کانفرنس په هغه درېو کې لومړی کانفرنس دی چې موخه یې د سولې د خبرو اترو په اړه نړيوالې ټولنې ته معلومات ورکول دي.

دې وزارت په دې او نورو سیمو کې د عمومي سولې او ثبات لپاره د یو سوله ايز او باثباته افغانستان په اهمیت ټینګار وکړو.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشال د جون په ۲۵مه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره خبرې اترې کوي. [عاطف مشال/ ټویټر]

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشال د جون په ۲۵مه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره خبرې اترې کوي. [عاطف مشال/ ټویټر]

په دغه بيان کې راغلي، د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د سولې معاهده لاسلیک کول یوه تاریخي موقعه رامینځته کړی چې د افغانستان ليډرشپ يې باید د ټول شموله او هراړخیزه سیاسي جوړجاړي ترلاسه کولو لپاره استعمال کړي.

په دې کانفرنس کې د پاکستان ګډون د افغانستان سره د دې ترټولو وروستۍ بوختیا په ګوته کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان چارواکي او طالبان د خبرو اترو لپاره تياری کوي.

د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د بین الخدماتي استخباراتو ډايريکټر لفټننت جنرل فيض حميد او د افغانستان د چارو لپاره نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی محمد صادق د جون په ۹مه د افغانستان له صدر اشرف غني او عبدالله عبدالله، چې په کابل کې د ملي پخلاینې لپاره د افغانستان د عالي شورا چيرمين دی، سره وکتل.

عرب نیوز خبر ورکړو چې صادق د جون په ۱۷مه په دوحه کې د طالب مشرانو سره خبرې وکړې، چې په دوی کې د طالبانو مرستيال مشر ملا عبدل غني برادر شامل و.

افغانستان د جولای په ۶مه د پاکستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي اعلان وکړو.

يو سينير افغان سفارتکار محمد عمر داودزۍ په ټویټر وویل چې "زه په ډیره خوشحالۍ سره دا اعلان کول غواړم چې صدر غني زه د #پاکستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی يم. زه د صدر غني شکريه ادا کوم چې په ما یې باور وکړو."

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشال هم د جون په ۲۵مه د باجوه او د پاکستان پیپلز پارټۍ له مشر بلاول بهټو سره په ترتیب په راولپنډۍ او اسلام آباد کې خبرې اترې وکړې.

هغه په ټویټر وویل، مشال د دواړو چارواکو سره د افغانستان د سولې په پروسه کې د پرمختګ او د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه خبرې وکړې.

مشال د افغانستان او پاکستان د سولې او پيوستون لپاره د عمل پلان (ايپاپس)، چې د همکارۍ یو چوکاټ دی او تیر کال جوړ شوی دی، ته په اشاره سره په ټویټر وویل، "نن ما د پاکستان د پوځ له ستر مشر جنرال قمر باجوه سره وکتل او کابل ته د هغه په وروستي سفر کې د رامينځته شويو مسلو، د افغانستان د سولې د پروسې، د ايپاپس راتلونکې ناستې، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او په سیمه کې د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې."

د خبرو اترو پيل

په اسلام آباد کې د تحقیقاتو او امنیتي مطالعاتو د مرکز (سي آر اېس اېس) ايکزيکيټيو ډايريکټر امتیاز ګل وویل، پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې يو مسؤل رول لوبوي.

هغه وویل، "په عین حال کې، په متحده ایالاتو کې چارواکي هم په دې پوهیږي چې په افغانستان کې امنیت يقيني کول یوازې د پاکستان یوازینې مسؤلیت نه دی، ځکه چې ګڼ شمير همکاران موجود دي او لومړنی مسؤلیت د افغانستان دی."

هغه وویل چې افغانستان له دې مخکې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د سولې د تړون په اړه د تحفظاتو له امله په مخکې تلو کې زړه نازړه و. هغه زیاته کړه چې تقريباََ په ټولو شخړو کې خبرې اترې وروستی حل دی.

د افغانستان څخه څارونکو وویل، له پاکستان سره د افغانستان په اړیکو کې وروستي پرمختګونه ګټور ثابت کيدی شي.

نسیم شفق، چې په افغانستان کې د آزادۍ راډیو څانګې خبریال دی، وويل، "د پاکستان په اړه د افغانستان چلند بدل شوی دی ... خو بیا هم یو څو اندیښنې شتون لري."

هغه وويل، د افغانستان حکومت او د افغانستان "خلک دواړه دا نظر لري چې اوس به پاکستان د سولې په پروسه کې مهم رول ولوبوي لکه څنګه چې له وروستي پرمختګونو او د دواړو خواو د تعقیبي لیدنو څخه څرګنده شوه".

هغه وویل، "د افغانستان خلک اوس هم په دې باور دي چې پاکستان د دې وړتیا لري چې افغان طالبان له جګړې څخه لرې وساتي او دوی خبرو اترو ته چمتو کړي."

شفق وویل، د وروستیو صدارتي ټاکنو څخه مخکې، غني ژمنه کړې وه چې هغه به د تلپاتې سولې لپاره کار وکړي او هغه د خپلې ژمنې نه خبر دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیره معلوماتي او غوره لیکنه.

ځواب

ډير ښه، په افغانستان کې سوله به په ټوله سيمه کې ثبات راولي...

ځواب

ډير ښه لیکل شوی راپور. د ډيورنډ لاين دواړو غاړو ته پښتانه په ډيره ليوالتيا سره د بين الافغاني خبرو اترو په انتظار دي. د #عمر داودزۍ ټاکل هم خورا ګټوره خبره ده.

ځواب

ډيره غوره لیکنه. هيله ده چې سوله به په سيمه کې بيرته راشي.

ځواب