تاشقند -- په تاشقند کې د افغانستان د راتلونکي په اړه نړیوال کانفرنس طالبانو ته واضح پیغام ورکړی دی: د سولې لپاره په خبرو اترو کې برخه واخلئ او یا د پایلو سره مخ شئ.
د "سولې بهیر، امنیتي همغږي او سیمه ایز ارتباط" په نامه کانفرنس د مارچ په ۲۶-۲۷ مه د ازبکستان په مرکزي ښار کې ترسره شو. د ۲۰ څخه د زیاتو هیوادونو او سازمانونو استازو په دې کانفرنس کې ګډون وکړو، خو طالبان په کې شامل نه شو.
ګډونوالو په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه موافقه وکړه او د "تاشقند اعلامیه" يې جاري کړه.
په دې اعلامیه کې ګډون کوونکو د [افغان] ملي یووالي حکومت د وړاندیز سره د کلکې مرستې څرګندونه وکړه چې د طالبانو سره د شرايطو نه بغير نيغ په نيغه خبرې اترې وکړي. په دې اعلاميه کې د سولې هغه پلان ته اشاره وکړی شوه چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني يې د فبرورۍ په ۲۸ مه اعلان کړی و. دا پلان طالبانو ته اجازه ورکوي چې دوی د یوې سیاسي پارټۍ په توګه حيثيت ترلاسه کړي.
د دې اعلامیې له مخې، "يو سیاسي حل، چې د افغانستان د حکومت تر مشرې لاندې وي او د افغان حکومت خپل ملکیت وي" د جګړې د ختمولو لپاره اړین دی.
لاسلیک کونکي لوی او کوچني وو، همداراز لیرې او نږدې وو. په دغو کسانو کې د ازبکستان، افغانستان، متحده ایالات، قازقستان، قرغیزستان، تاجکستان، جاپان، قطر، روس، ترکی، سعودي عرب، پاکستان، اروپایي ټولنې او د ملګري ملتونو استازي شامل ول.
ګډون کوونکو له طالبانو څخه وغوښتل چې د کانفرنس د اختتام په وخت په خبرو اترو کې برخه واخلي.
د ازبکستان صدر شوکت ميرزيوف وويل، ازبکستان چمتو دی چې په ازبکستان کې د "افغان حکومت او طالبانو تر مینځ نيغ په نيغه د خبرو اترو انتظام وکړي."
د طالبانو لپاره يوه ضايع شوي موقع
که څه هم له طالبانو څخه بیا بیا وغوښتل شو چې په دې کانفرنس کې شریک شي خو هغوی شریک نه شو. ګډون کوونکو او څارونکو د طالبانو غير حاضري نوټ کړه.
د غونډې ویاند، شیرزود کوچرخوزوییف د مارچ په ۲۶ کاروان سرايې ته وويل، "په دې کانفرنس کې به نن يا سبا د طالبانو استازي نه وي." "خو زه فکر کوم چې دوی به د کانفرنس د پایلو په اړه معلومات ترلاسه کړي."
په تاشقند کې د سیاسي علومو کارپوه، اومد اساتوليوف، کاروان سرايې ته وویل، "[موږ] له مخکې نه پوه شو چې طالبان به په دې کانفرنس کې د ګډون کولو لپاره هیڅوک را ونه ليږي."
هغه وويل، "په می ۲۰۱۶ کال کې په بلوچستان کې د ستر کمانډر ملا اختر محمد منصور د وژلو نه وروسته، هغوی د خپل مشر په ټاکلو کې د ستونزو سره مخ دي." "خو دا کانفرنس باید د دوی لپاره روښانه، لوړه اشاره وي ... بل ځل، کېدی شي چې نړیواله ټولنه [طالبانو] ته موقع ور نه کړي."
افغان څارونکي په دې موافق دي چې طالبانو د پرمختګ لپاره فرصت له لاسه ورکړو.
د ولسي جرګې غړی، ذکريا ذکريا، کاروان سرايې ته وويل، "د تاشقند غونډه د طالبانو لپاره یوه ښه موقع وه چې د افغان حکومت او نړۍ سره د خپلو غوښتنو په اړه خبرې اترې وکړي."
هغه وویل، "له بده مرغه، دوی د دې موقعې په کارولو کې ناکامه شول ... خو دوی اوس هم يو چانس لري چې د دې په اړه فکر وکړي."
د طالبانو لپاره خبرداری
میرزیوف د کانفرنس د موضوع په اړه معلومات ورکړل او ويې وويل چې په دې کانفرنس کې ټول بهرني ځواکونو ... په کلکه او اتفاق سره [وسله وال مخالفینو] ته وويل چې د سولې په خبرو اترو کې برخه واخلي."
د سياسي چارو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو سيکريټری تهامس شینون په دغه غونډه کې خبرداری ورکړو، که طالبان له خبرو اترو څخه انکار وکړي، نو نړیواله ټولنه به د جګړې نه علاوه بله لار نه لري.
د اروپايي اتحادیې د مطبوعاتي دفتر له مخې، د اروپایي اتحادیې لوړ پوړي سفارتکارې، فیډريکه موګیریني، په خپل بيان کې د خبرو اترو غوښتنه وکړه او ويې وويل، "د خبرو اترو او مصالحت لاره غوره کړئ. د سولې لپاره حوصله ولرئ."
د کابل یو سیاسي شنونکي، فرهاد هاشمي کاروان سرايې ته وویل، "یوازینې حل ... خبرې اترې دي." "د سولې خبرو لپاره افغان حکومت یوازینۍ وسيله ده .... که چيرې طالبان د حکومت وړاندیزونه او د تاشقند اعلامیه ومني، نو دواړه خوا به بريالي وي."
غنې په افغانستان کې د داعش شتون، چې طالبان يې هم نه برداشت کوي، ته اشاره وکړه او ويې وويل، د تاشقند کانفرنس نه وروسته د سولې په ترلاسه کولو کې ناکامي به د افغانستان لپاره خطرناکه خبره وي.
غني په دغه کانفرنس کې وویل، "په افغانستان کې د داعش شاوخوا ۲،۰۰۰ وسله وال موجود دي. "موږ له پکار ده چې په ټولنه کې د طالبانو د شاملولو لپاره مبارزه وکړو. په همدې توګه، موږ به توان ولرو چې په تروریستي ګواښونو تمرکز وکړو."
د غنې د وړانديز سره د مرستې لپاره، د تاشقند اعلاميه له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې "د نړیوالې ترهګرۍ سره، د القاعدې، [داعش] او نورو نړیوالو تروریستي شبکو په ګډون، ټولې اړیکې ختم کړي."
[د کابل نه سليمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړي ده]
آیا نړیواله ټولنه دا ضمانت هم ورکولی شي چې د دوی اتحاد به په کشمیر، فلسطین او سوریه کې د وحشت مخه ونیسي. اسامه، ملا عمر او نور ټول جهادي ګوندونه او د دوی غړي د امریکایانو ايجنټان دي او د اسلام دښمنان دي. پاکستان د ترهګرۍ پرضد د متحده آیالاتو ملګری و، خو تر اوسه پوری امریکا پاکستان ته پيسې ورکوي. نو بیا څنګه په نړیواله ټولنه باور کيدې شي چې دوی په افغانستان کې سوله غواړي؟
ځوابتبصرې 1