https://pakistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_pf/features/2020/03/06/feature-03
امنیت |

د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ تړون د سیمه ایزې سوکالۍ هیلې رامنځته کوي، خو خطرونه لاهم موجود دي

د عديل سعيد لخوا

image

یو افغان کډوال د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۲ مه د پېښور په څنډه کې د خراسان کډوالو په کيمپ کې په تاوتريخوالي کې د کمې د لمانځلو لپاره خواږه ويشي، چې طالبانو، متحده ایالاتو او افغان ځواکونو پرې موافقه کړې ده. [عبدالمجید/ ای اېف پي]

پېښور -- د افغان طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ یو تړون په پاکستان کې ډيرو خلکو ته په سیمه کې د سولې هیله ورکړې ده، خو خطرونه لاهم پاتې دي ځکه چې طالبان د تاریخي تړون په سرغړونې سره پر افغان حکومتي ځواکونو بریدونه کوي.

په افغانستان کې تقريباََ د دوو عشرو جګړې وروسته، متحده ایالاتو او طالبانو د فبرورۍ په ۲۹ مه یوه معاهده لاسلیک کړه.

په دغه تړون کې، چې د قطر په دوحه کې لاسلیک شوه، دا به وکتل شي چې متحده ایالات او بهرني ملګري ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي، په دې شرط چې افغان طالبان به دا ژمنه پوره کړي چې د کابل له حکومت سره خبرې اترې پيل کړي او دا ضمانت ورکړي چې افغانستان به بيرته د جهادي تحريکونو لکه القاعده او داعش لخوا ونه کارول شي چې په بهر کې د بريدونو پلانونه جوړ کړي.

image

د ۲۰۱۱ کال د جولای په ۲۴ مه په اخیستل شوي دې فایل تصوير کې، د افغان او متحده ایالاتو بیرغونه راپورته شوي، په داسې حال کې چې يو پولیس په پنجشیر وادۍ کې د امنیت کنټرول د سپارلو په مراسمو کې ساتنه کوي. [شاه مرۍ/ ای اېف پي]

په پېښور کې میشت د امنیتي چارو کارپوه بریګيډير (ريټايرډ) محمود شاه وویل، "دا خورا مهم تړون دی چې د افغانستان او پاکستان پر امنیتي وضعیت به خورا مثبته اغیزه ولري."

هغه وویل چې دغه تړون په داسې یوه سیمه کې د سولې تامینونکی دی چې د عشرو اوږدې جګړې او ترهګرۍ له خوا ځپل شوي ده چې د افغانستان او پاکستان داړو په ملیونونو اوسیدونکي یې متاثره کړي دي.

شاه وویل، چې په افغانستان کې د جګړې پای به په پرمختګ، اقتصاد، زیربنا او د هغو خلکو په بهبود باندې مثبته اغيزه ولري کوم چې د جګړې له امله متاثره شوي وو.

د شاه له مخې، د سولې تړون او په افغانستان کې د طالبانو سره د حکومتدارۍ احتمالي شريکول به د هغه ترهګرو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي کوم چې د افغانستان په ناقانونه سیمو کې پناه اخلي.

په پېښور يونيورسټۍ کې د سیمه ایزو مطالعاتو مرکز پخواني ډايريکټر ډاکټر عظمت حیات خان وویل، "د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ خبرې اترې او د سولې تړون لاسليک کول یوه ډیره ښه پيښه ده چې د ټولې سیمې لپاره به ښه وي."

هغه زیاته کړه چې د سولې په راتلو سره به په افغانستان کې پرمختګ او پرمختيا رامنځته شي.

البته، چيلنجونه لا پاتې دي. په دوحه کې د لاسلیک کیدو راهیسې، وسله والو د افغان ځواکونو پروړاندې تاوتریخوالی ډير کړی، چې د کابل او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو ته زيان ورسوي. ټاکل شوی ده چې دغه خبرې به د مارچ په ۱۰ مه پیل شي.

د دوشنبې راهیسې، طالبانو په ټول هیواد کې په لسګونو بریدونه ترسره کړي، چې په لسګونو امنیتي پرسونل او وګړي یې وژلي او ژوبل کړي دي.

په ځواب کې، د متحده ایالاتو پوځ د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۴ مه) د طالب جنګیالیو په وړاندې هوایي برید پیل کړو، او طالبانو ته یې خبرداری ورکړو چې د افغان حکومتي ځواکونو پروړاندې نور تاوتریخوالی به د متحده ایالاتو له ډیر غبرګون سره مخ شي.

ناټو هم د چهارشنبې په ورځ طالبانو ته خبرداری ورکړو چې لویدیځ ځواکونه به یوازې هغه وخت له افغانستان څخه ووځي که چیرې طالبان د وینو تویولو د کمولو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي.

يو نوی دور

ضياء الحق سرحدي، چې د پېښور يو سوداګر دی او د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې پخوانی سينير نايب صدر دی، وويل، دغه تړون "د افغانستان او پاکستان د خلکو لپاره یو ښه پرمختګ دی، او د سولې د پروسې دوام به په سیمه کې د پرمختګ او سوکالۍ نوی دور پیل کړي."

هغه وویل، د پاکستان سوداګریزه ټولنه د دې تړون هرکلی کوي ځکه چې سوله به په سیمه کې د ډیرې سوداګرۍ لپاره لاره هواره کړي او د ژوند معیارونه به ښه کړي.

سرحدي هم هیله څرګنده کړه چې د سولې په راتلو سره د افغانستان له لارې د پاکستان او منځنۍ اسیا هیوادونو ترمنځ تاریخي سوداګریزه لاره به بیا راژوندۍ شي، چې نوې امکانات او فرصتونه به رامنځته کړي.

هغه وویل، د عشرو مودې بغاوت او د دې په پایله کې لا قانونيت د یوې اوږدې مودې بحران رامنځته کړی او په افغانستان او پاکستان کې يې په زرګونو کارکونکي بې روزګاره کړي دي.

اسماعیل خان، چې یو افغان کډوال دی او له تیرو ۴۰ کالو راهیسې يې په پاکستان کې ژوند کړی دی، په خپل مورني هيواد کې د سولې د راژوندي کیدو په اړه هیله څرګنده کړه.

هغه وویل، "د افغانانو په حیث، موږ غواړو بیرته خپل هیواد ته لاړ شو، خو د ناوړه امنیتي وضعیت له امله موږ خپل خواهش نه شو پوره کولی."

اسماعیل وویل، "موږ خپلو ماشومانو ته وایو چې موږ د افغانستان په غزني صوبه کې ځمکه او ښکلی کور لرو، خو موږ د امنیت د اندیښنو له امله هغوی هلته کې نه شو بوتلې."

هغه وويل، که چيرې د سولې تړون لاسليک شي، نو هغه به توان ولري چې خپل اولادونه بېرته خپل اصلي هيواد ته بوځي او هغوی ته د خپلو مشرانو کور او ملکيت وښيي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
3
تبصرې 0
د تبصرو تګلاره