ديپلوماسي

د افغانستان لپاره د پاکستان د نوي ځانګړي استازي د پولې دواړو غاړو ته هرکلی وشو

د ضياء الرحمان لخوا

د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه (ګس اړخ ته)، د افغانستان د چارو لپاره د ځانګړی استازی محمد صادق (ګس اړخ ته دوهم) او د بین الخدماتي استخباراتو ډايريکټر جنرل لفټننټ جنرل فیض حمید (ښي اړخ ته) د عبدالله عبدالله، چې د ملي پخلاینې لپاره د افغانستان د عالي شورا چيرمين دی، سره د جون په ۹ مه په کابل کې خبرې اترې کوي. [عبدالله عبدالله/ ټویټر]

د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه (ګس اړخ ته)، د افغانستان د چارو لپاره د ځانګړی استازی محمد صادق (ګس اړخ ته دوهم) او د بین الخدماتي استخباراتو ډايريکټر جنرل لفټننټ جنرل فیض حمید (ښي اړخ ته) د عبدالله عبدالله، چې د ملي پخلاینې لپاره د افغانستان د عالي شورا چيرمين دی، سره د جون په ۹ مه په کابل کې خبرې اترې کوي. [عبدالله عبدالله/ ټویټر]

اسلام آباد -- په پاکستان او افغانستان دواړو کې کتونکي د پاکستان حکومت لخوا د افغانستان د چارو لپاره د خپل لومړي ځانګړي استازي د ټاکلو هرکلی کوي.

چارواکو وويل، د دې اقدام موخه د پاکستان او افغانستان ترمينځ اړیکو ته پیاوړتیا ورکول او د افغانستان د سولې پروسې سره مرسته کول دي.

وزیر اعظم عمران خان د جون په ۶ مه تجربه کار سفارتکار محمد صادق د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه وټاکلو.

د پاکستان دولتي راډیو راپور ورکړو، د هغه له ټاکل کیدو سمدلاسه وروسته، صادق د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د خپل رول په اړه خبرې اترې وکړې او ویې ویل، "اسلام آباد به د سیمه ییزې سولې او ثبات په ټینګښت کې خپل پياوړی رول ولوبوي."

محمد صادق په يو بې نيټې تصوير کې ښودل شوی دی. [محمد صادق/فېسبوک]

محمد صادق په يو بې نيټې تصوير کې ښودل شوی دی. [محمد صادق/فېسبوک]

د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان لخوا نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی محمد صادق (ګس اړخ ته) د جون په ۸ مه په اسلام آباد کې د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره ملاقات کوي. [راډیو پاکستان]

د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان لخوا نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی محمد صادق (ګس اړخ ته) د جون په ۸ مه په اسلام آباد کې د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره ملاقات کوي. [راډیو پاکستان]

قریشي صادق ته وویل، "پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې په اخلاص سره رغنده رول ولوبولو، چې اوس د نړیوالې ټولنې لخوا هم منل کيږي."

صادق یو تجربه کار سفارتکار دی، چې په اکتوبر ۲۰۱۶ کال کې له ريټايرډ کيدو نه مخکې يې په افغانستان کې د ۲۰۰۸ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې وه.

هغه د ملي امنیت کمیټۍ کې هم کار کړی و او د بهرنیو چارو وزارت ویاند پاتې شوی و.

هغه په بیجینګ او بروسلز کې کلیدي سفارتي دندې ترسره کړي او له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۰۰ پورې په واشنګټن ډي سي کې د میشن نايب مشر پاتې شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له مخې، د افغانستان د چارو لپاره ځانګړی استازی يو نوی پوسټ دی او له دې لپاره جوړ شوی چې د افغانستان د سولې پروسې لپاره د هیواد په هلو ځلو باندې تمرکز وکړي.

یو چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل، "په افغانستان کې د ټولو مهم شریکانو سره د صادق شخصي اړیکې به د پاکستان له حکومت سره مرسته وکړي چې په ګاونډي هیواد کې د سولې په راوستلو کې خپل کلیدي رول ولوبوي."

دغه چارواکي وویل، صادق په جون ۲۰۱۹ کال کې اسلام آباد ته نژدې په بوربن کې د افغانستان د سولې کانفرنس کې مرسته کړې وه.

د افغانستان او پاکستان نه څه د پاسه ۵۰ سیاسي مشرانو په دغه غونډه کې ګډون وکړو چې د دواړو هیوادونو تر منځ د باور فضا رامینځته کړي او په مختلفو سکتورونو کې همکارۍ ته وده ورکړي.

د دواړو خواو څخه د دغه ټاکلو ستاینه وشوه

د سیاسي چارو شنونکو او سفارتکارانو، چې په دواړو هیوادونو کې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د اړیکو څارنه کوي، د صادق د ټاکلو هرکلی وکړو.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د جون په ۶ مه ټویټ وکړو، "د سیمې او افغانستان په اړه د صادق پوهه او تفاهم به هغه ته توان ورکړي چې په دې مهم وخت کې په سیمه او په دوه اړخيزو اړیکو کې رغنده رول ولوبوي."

د مشعل له مخې، دغه دواړو کسانو د جون په ۸ مه "ګټوره ناسته" وکړه.

هغه ټويټ وکړو، "د هغه د دفتر جوړیدل به د دوه اړخیزو اړیکو لپاره د تعقیبي میکانیزم په پلي کولو کې مرسته وکړي، چې یو مثبت ګام دی." "موږ د سولې او پخلاینې او همداشان د افغانستان او پاکستان ترمينځ د سوداګرۍ او ترانزیت په اړه خبرې اترې وکړې."

"موږ د غلام خان لارې په اړه هم خبرې وکړې او ښاغلي صادق د بشپړ ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړو."

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر زاخیلوال د جون په ۶ مه ټويټ وکړو، "نه یوازې [صادق] د دې دندې لپاره ژور پوهه، تفاهم او سم مزاج لري بلکې هغه د پاکستان او افغانستان په اړه د زياتې پياوړي پالیسۍ مدافع، د سولې او نږدې اړیکو هڅونکی و."

په اسلام کې دېره يو خبریال طاهر خان، چې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبر ورکوي، وويل چې د صادق ټاکل څرګندوي چې د پاکستان حکومت په افغانستان کې د بغاوت د ختمولو خپلې مرستې وړاندې کوي.

هغه وویل، "د وزیر اعظم عمران خان حکومت غواړي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او نږدې اړیکې ورسره جوړې کړې."

خان وويل، د کورونا ويروس وبا سربیره، د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې په هفته کې شپږ ورځې د سرحدونو څخه د تګ راتګ اجازه ورکړه او په هره هفته کې یوه ورځ يې د دې پاره ځانګړې کړه چې هغه پاکستانیانو او افغانانو ته توان ورکړي چې خپلو هيوادونو ته راستانه شي کوم چې د یو بل په هیواد کې بند پاتې شوي دي.

هغه وویل، د صادق ټاکل به د افغانستان او پاکستان د سولې او پیوستون لپاره د عمل پلان (ايپاپس)، چې تير کال جوړ شوی د همکارۍ يو چوکاټ دی، د ځنډيدلي ناستې په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

ايپاپس -- چې د ترهګرۍ له منځه وړلو، سولې او ثبات ترلاسه کولو، او د سیمې پرمختیا لپاره له ګډو اهدافو سره سم يو فورم دی -- له ۲۰۱۹ کال راهیسې د دواړو هیوادونو ترمینځ د تاوتریخوالي له امله يوه غونډه نه ده ترسره کړی.

بلال الکوزۍ، چې په کابل کې دېره يو څېړونکی دی او په افغانستان کې د سولې د خبرونو څارنه کوي، وويل، "په داسې حال کې چې هغه د خېبر پښتونخواه صوبې سره تعلق لري او په افغانستان کې يې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده، صادق په تاریخي او ټولنیزو اقتصادي برخو کې د افغانستان د شخړې د پیچلتیا په اړه پوهيږي."

هغه وويل، د افغانستان د شخړې په حل کې د پاکستان رول په تیرو وختونو کې د یوې پوځي پایلې پراساس و، او د صادق ټاکل به اوس پاکستان ته اجازه ورکړي چې په سیمه کې د سولې د يقيني کولو لپاره په سیاسي حل تمرکز وکړي.

په افغانستان کې د سولې خبرې

د صادق ټاکل د بين الافغاني خبرو اترو د پيل لپاره د نويو هڅو په لړ کې ترسره شول.

د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جون په ۵ مه په کابل، دوحه او اسلام آباد کې د سولې هڅو د پرمخ بیولو لپاره واشنګټن ډي سي ته لاړو.

د جون په ۷ مه، خلیلزاد د پاکستان د پوځ له ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره د بين الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره د اړین ګامونو په اړه خبرې اترې وکړې.

په اسلام آباد کې د امریکې سفارت خانې په یو بیان کې وویل، "دواړو د اختر د اوربند له امله د رامینځته شوي وروستي پرمختګ او د قيديانو د خوشې کولو او د بين الافغاني خبرو اترو نه مخکې د تاوتریخوالي کمولو په اړه خبرې وکړې."

د باجوه په مشرۍ یو پاکستاني پلاوي د جون په ۹ مه د کابل له صدر اشرف غني او د ملي پخلاینې د عالي شورا چيرمين عبدالله عبدالله سره د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړو. طلوع نیوز د افغان حکومت په حواله راپور ورکړو چې دواړو لورو د سولې پر هڅو او د پاکستان د رول په اړه خبرې اترې وکړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سمې دندې لپاره سم کس

ځواب

که امریکه او مغربی دنیا غواړي چی د ځمکی مخ له فساد نه پاک شي، په کار دی چې د پاکستان په نوم د انګریز میشن نور ختم کړي، د پښتنو خپل مستقل ملک پښتونستان د بلوچانو لپاره بلوچستان د سندیانو لپاره سندودیش جوړولو سپورټ وکړي او پنجاب انډیا له حواله کړي ځکه د پاکستان په نامه مرداري د ټولې ځمکی او د ټول انسانیت لپاره د کینسر په شان ده. له ۱۵ کالونو راسی دا د خنزیر آی اس آی او چټله آرمي د پښتنو نسل وژنه کوي.

ځواب

که چیرې متحده ایالات او اروپا په نړۍ کې د فساد له مینځه وړل وغواړي نو دوی باید خالصتان (د هندوستان تر قبضې لاندې پنجاب) سکهانو ته آزادي ورکړي.
او د هندوستان د قبضې لاندې کشمیر، ناګالینډ، آسام وغيره ته آزادي ورکړي.

هند د آسامیانو، کشمیریانو، سکهانو، مسلمانانو، عيسايانو نسل وژني .. هندوتوا افراطیان په یُو پي صوبه کې ژوند کولی شي، پاتې صوبې په هندوستان کې د هندوتوا ترهګرو لخوا نیول شوي دي*

ځواب

د پاکستان اېف ايم د ځايه ورک شوی دی. د پاکستان پوځ ستر مشر د افغانستان کړکيچ په هوارولو کې او د امريکې د پوځ په وتلو کې مهم رول لري خو پکار ده وزير اعظم هم په مساوي ډول په دې کې برخه واخلي.

ځواب