امنیت

د خېبر پښتونخواه پولیسو په ۲۰۰۸ کال کې د کاناډا د ژورنالیستې په تښتولو کې ښکيل ترهګر ووژلو

د جاويد خان لخوا

د چارواکو له مخې، امین شاه، چې د خېبر پښتونخواه او د بنو پولیسو ادارو لخوا په دې چمتو شوې تصوير کې ښکاري، د خېبرپښتونخواه پولیسو او د هغې د ترهګرۍ ضد ادارې ته په اتو مختلفو کيسونو کې مطلوب و. هغه د جون په ۹ مه د خېبر پښتونخواه صوبې په بنو کې د پولیسو سره په یوې نښته کې ووژل شو. [فايل]

د چارواکو له مخې، امین شاه، چې د خېبر پښتونخواه او د بنو پولیسو ادارو لخوا په دې چمتو شوې تصوير کې ښکاري، د خېبرپښتونخواه پولیسو او د هغې د ترهګرۍ ضد ادارې ته په اتو مختلفو کيسونو کې مطلوب و. هغه د جون په ۹ مه د خېبر پښتونخواه صوبې په بنو کې د پولیسو سره په یوې نښته کې ووژل شو. [فايل]

پېښور -- چارواکو وويل، د کاناډا د ژورناليستې تښتوونکی په هغو درې ترهګرو کې شامل و کوم چې د سه شنبې په ورځ (د جون په ۹ مه) د خېبر پښتونخواه پولیسو لخوا وژل شوي وو، په داسې حال کې چې اته نور په دې صوبه کې د دریو مختلفو عملياتو په لړ کې ونیول شول.

د بنو سیمه ایز پولیس افسر عبدالغفور آفریدي وویل، "امین شاه، چې په ۲۰۰۸ کال کې د کاناډایې ښځینه ژورنالېستې خدیجه عبدالقهار او د دوو نورو کسانو په تښتولو کې يې لاس لرلو، په بنو کې د یوې نښتې پر مهال ووژل شو."

هغه وويل، شاه د خېبرپښتونخواه پولیسو او د هغې د ترهګرۍ ضد ادارې ته په اتو مختلفو کيسونو کې مطلوب و.

د پاکستان پرېس فاونډېشن په وینا، قهار او د هغې پاکستانی ډرایور او ترجمان په نومبر ۲۰۰۸ کال کې د شمالي وزیرستان په ميرانشاه -- چې هغه وخت د تحریک طالبان پاکستان مرکز و -- کې وتښتول شول، چېرته چې هغې د یوې ډاکومنټرۍ لپاره مواد راټولول.

د پېښور مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور د جون په ۹ مه د هغه اتو مشکوک کسانو د نيولو په اړه له رسنيو سره خبرې کوي کوم چې له داعش او لشکر اسلام سره تړاو لري. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

د پېښور مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور د جون په ۹ مه د هغه اتو مشکوک کسانو د نيولو په اړه له رسنيو سره خبرې کوي کوم چې له داعش او لشکر اسلام سره تړاو لري. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

د خېبرپښتونخواه د پولیسو مشر ثناء الله عباسي په یو بیان کې وویل، شاه قهار وتښتوله، چې د اسلام قبلولو نه مخکې د بیورلي ګیسبرچټ په نامه مشهوره وه.

په دې اړه متضاد راپورونه شتون لري چې قهار څنګه مړه شوه، او ځینې سرچینې وايي چې هغه د اوږدې ناروغۍ له امله مړه شوه، خو د دنیا نیوز له مخې، عباسي وویل چې شاه په ۲۰۱۰ کال کې هغه وژلې وه.

د ځایي خبرونو له مخې، ډرایور او ترجمان له اتو میاشتو وروسته خوشې شول.

د بنو ضلعې د پولیسو افسر یاسر آفریدي وویل، د دوشنبې د ورځې (د جون په ۸ مه) په لومړيو کې، دوه ترهګر وروسته له هغې په بنو کې د پولیسو سره په ډزو کې ووژل شول کله چې دوی د مونډان په سیمه کې د پولیسو پر ګشت کونکي ګاډي باندې برید وکړ.

په دغه ډزو کې یو لاروی ټپي شو او د ګشت کولو موټر ته زيان ورسيدو.

یاسر آفریدي وویل، "د لټون عملیاتو په جریان کې، پولیسو د ترهګرو مخه ونیوله چې هغوی په افسرانو ډزې پيل کړې." پولیسو د هغوی نه یو لاسي بم، نور مهمات او هغه ریموټ کنټرول ترلاسه کړو چې ترهګرو د پولیسو موټر پورې تړل شوې بم ته د چاودنې ورکولو لپاره استعمال کړی و.

د مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور له مخې، په عين حال کې په پېښور کې، پولیسو د ښار په مختلفو ترهګریزو کړنو کې د لاس لرلو په تور اته شکمن ترهګر ونیول.

هغه وویل چې مشکوک کسان د داعش او لشکر اسلام سره تړاو لرلو.

ګانداپور وویل، "څلور تنه په حیات آباد کې د پولیسو سره په یوې نښته کې ونیول شول، په داسې حال کې چې څلور نور کسان د هغه معلوماتو پراساس ونیول شول چې [لومړنيو څلورو نيول شوي کسانو] چمتو کړي ول."

هغه وویل چې نیول شوي کسان د پولیسو په تاسیساتو په بریدونو او په بهتې اخيستلو او نورو پیښو کې لاس لرلو.

هغه وویل، "دوی په نږدې راتلونکي کې په پېښور کې د لا زیاتو حملو پلان لرلو." هغه زیاته کړه چې په نیول شویو کسانو کې یو افغانی هم شامل دی، په داسې حال کې چې نور د خېبر ضلعې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500