تروريزم

پاکستان د داعش په نوي مشر د ترهګرۍ پر ضد زياتو هڅو په جريان کې بندیز ولګوو

د ضياء الرحمان لخوا

نیم پوځي رینجر د می په ۱۵ مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

نیم پوځي رینجر د می په ۱۵ مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

اسلام آباد -- پاکستان د داعش نوی مشر دغه هیواد ته د ننوتلو منع کړی او په پام کې لري چې د هغه شتمني ضبط کړي، په داسې حال کې چې حکومت د ترهګرۍ پروړاندې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په اسلام آباد کې د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي له مخې، چې د نوم نه ښودلو غوښتنه يې وکړه ځکه چې هغه د رسنيو سره د خبرو کولو اجازه نه لرله، د پاکستان چارواکو د دوشنبې په ورځ (د می په ۲۵ مه) په امیر محمد سعید عبد الرحمان المولا باندې بندیز ولګوو او استخباراتو او مالي ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې د هغه ملکیتونه او سرمايه ضبط کړي.

المولا په تیر اکتوبر کې په سوریه کې د امریکایي ځواکونو په لاس د داعش د پخواني مشر ابو بکر البغدادي د وژل کیدو نه وروسته د هغه ځای ناستی جوړ شو.

دغه چارواکي وویل، "دا پریکړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا (يو اېن اېس سي) په رڼا کې وشوه چې د هغې د داعش او د القاعدې د بندیزونو کمیټۍ د می په ۲۱ مه نیټه المولا په خپل بندیز لست کې شامل کړی و."

په ۲۰۱۹ کال کې د داعش خراسان غړي دلته په افغانستان کې ښکاري. [فایل]

په ۲۰۱۹ کال کې د داعش خراسان غړي دلته په افغانستان کې ښکاري. [فایل]

د کراچۍ د سولې فعالانو په فبروري ۲۰۱۷ کال کې د سیند صوبې په سهیون کې په صوفي زیارت کې د ځانمرګي برید وروسته د داعش او نورو وسله والو ډلو پرضد احتجاج کوي چې د ۷۰ نه زیات مريدان پکې وژل شوي ول. [ضیا الرحمن]

د کراچۍ د سولې فعالانو په فبروري ۲۰۱۷ کال کې د سیند صوبې په سهیون کې په صوفي زیارت کې د ځانمرګي برید وروسته د داعش او نورو وسله والو ډلو پرضد احتجاج کوي چې د ۷۰ نه زیات مريدان پکې وژل شوي ول. [ضیا الرحمن]

د پاکستان حکومت د المولا د ۱۳ تخلصونو يو ليسټ د خپلو ادارو لپاره خپور کړی دی، چې په دې کې الحاج عبدالله قرادش، عبدل عامر محمد سعید سالبي، ابو مسلم الترکماني او استاد احمد شامل دي. دغه ادارې د ترهګرۍ کېسونه سمبالوي.

د انګلستان یوې ورځپاڼې دي ګارډین د ۲۰۲۰ کال په لومړيو کې د هغه نوم د امیر محمد عبد الرحمان المولي السلبي په توګه ښکاره کړو.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت المولا د مارچ په ۷ مه یو نړیوال ترهګر وګرځولو.

د بهرنیو چارو وزارت په خپلې ویب پاڼې کې وويل، "المولا په عراق کې د داعش په مخکیني تنظیم، القاعده، کې فعال و او په تدريجي ډول د داعش په لیکو کې راپورته شو او نايب امیر جوړ شو."

په دغه ويب پاڼه کې راغلي، وسله والو د عراق په شمال لودیځ کې د یزیديانو، عیسایانو او نورو مذهبي اقليتونو په تښتولو، وژلو او قاچاق کولو کې مرسته وکړه او هڅه يې وکړه چې دا مشروع ثابت کړي او د دې ډلې د نړیوالو عملیاتو څارنه وکړي.

په نړیواله مبارزه کې ګډون کول

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا (يو اېن اېس سي) د تعقيب کولو وروسته، پاکستان د مارچ په مياشت کې د ترهګرۍ د څار په لیسټ کې د داعش درې نړيوالې ډلې شاملې کړې. په دې سازمانونو کې جماعت انشروت دولت، چې په اندونیزیا کې ديره يوه ترهګره ډله ده، داعش لیبیا او داعش یمن شامل دي.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې (نیکټا)، د تروریزم پروړاندې د مبارزې یوه حکومتي اداره ده، له مخې، د ترهګرۍ پرضد د نړیوالې هڅې د برخې په توګه، پاکستان له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ترهګرۍ په ۷۶ ډلو بندیز لګولی دی.

په ۷۶ منع شويو ډلو کې، ځینې د ترهګرۍ نړیوال سازمانونه دي، لکه القاعده او داعش.

په ۲۰۰۳ کال کې، پاکستان په القاعده باندې بنديز ولګوو چې د اسامه بن لادن لخوا جوړه شوې وه. اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو لخوا په اېبټ آباد کې په یوې ودانۍ کې وژل شوی و.

په ۲۰۰۳ کال کې، پاکستان د مرکزي آسیا دوه وسله والې ډلې -- د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د اسلامي جهاد اتحادیه -- د منع شويو ډلو په خپل لیسټ کې شاملې کړې. په همدغه کال کې، اسلام اباد د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ باندې بنديز ولګوو، چې په چین کې يوه وسله واله ډله ده او له القاعدې سره تړاو لري.

پاکستان په اګست ۲۰۱۵ کال کې په داعش بندیز ولګوو.

پاکستان د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱ مه په متحده ایالاتو کې د تروریستي بریدونو وروسته په نړۍ کې د ترهګرۍ پر ضد د هڅو يوه فعاله برخه جوړه شوه.

په کراچۍ کې میشت د سولې فعال عبدالهادي، چې په ښار کې د افراطیت ضد پروژې اداره کوي، وويل چې "د داعش د نوي مشر په داخليدو او د دغه تروریستي ډلې په دریو ډلو باندې د بنديز لګولو لپاره د پاکستان وروستي اقدامات د نړيوالو هڅو يوه برخه ده."

هغه وويل، "دا به نه یوازې په نړۍ کې له مخکې نه دړی وړی شوې داعش نور هم کمزوری کړي، بلکې دا به په پاکستان کې د داعش خراسان په وړاندې مبارزه کې د قانون پلي کونکو ادارو سره مرسته وکړي. د داعش خراسان څانګه د پاکستان او افغانستان لپاره د وسله والو ډلو يو سیمه ییز فصل دی."

داعش په پاکستان کې کمزوری شوی دی

د داعش خراسان څانګه په ټول هیواد کې د وسله والو ډلو پروړاندې په امنیتي عملیاتو کې ځپل شوې ده.

په جنوري ۲۰۱۵ کال کې د خپل رسمي جوړيدو راهیسې،داعش خراسان په پاکستان او افغانستان کې ویجاړونکي بریدونه ترسره کړي دي. .

شنونکي وايي، که څه هم، داعش په منځني ختیځ کې د ځمکنۍ ماتې او تير کال د البغدادي له مرګ وروسته په دواړو هیوادونو کې ځواک له لاسه ورکړی دی.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د می په ۱۸ مه د سیند صوبې په سیهون کې په ۲۰۱۷ کال کې په یو زيارت کې د ځانمرګي برید د پلان جوړولو په تور د داعش خراسان دوو وسله والو ته د مرګ سزا واوروله. په دغه بريد کې ۷۰ مريدان وژل شوي ول.

د می په ۱۶مه، د پنجاب پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) منسوبينو د وسله والو د موجودګۍ په اړه د استخباراتي راپورونو نه وروسته په بهاولپور ضلعه کې په ډزو کې د داعش د خراسان څانګې څلور وسله وال ووژل.

د پنجاب سي ټي ډي ویاند وویل، "دوی [د داعش خراسان ترهګرو] په بهاولپور کې پر ګڼ شمېر حساسو ځایونو د برید پلان لرلو." هغه وویل چې پولیس د وژل شويو وسله والو د دریو ملګرو د نیولو لپاره عملیات ترسره کوي چې تښتیدلي وو.

په تير دسمبر کې، د پنجاب سي ټي ډي د استخباراتي عملیاتو پر مهال په مظفرګړ ضلعه کې د داعش د خراسان څانګې دوه مشکوک وسله وال ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500