جرم او انصاف

د خېبرپښتونخواه پولیسو په قبایلي سیمو کې د ښځو لپاره د راپور ورکولو لومړۍ خونه جوړه کړه

د جاويد خان لخوا

په کرم کې د ښځو لپاره د پولیس راپور ورکولو خونه د می په لومړۍ نيټه په دې اخيستل شوي انځور کې لیدل کیدی شي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

په کرم کې د ښځو لپاره د پولیس راپور ورکولو خونه د می په لومړۍ نيټه په دې اخيستل شوي انځور کې لیدل کیدی شي. [د خېبر پښتونخواه پولیس]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه پولیس په پخوانيو قبایلي ضلعو کې د ښځو لپاره د راپور ورکولو خونې جوړوي، څو دوی ته توان ورکوي چې خپل شکایتونه چارواکو ته په ښه توګه وړاندې کړي.

د مخکې راتلو لپاره د ښځو هڅول به د امنیت په برخه کې کاميابو ته په وده ورکولو کې مرسته وکړي چې قبایلي سیمو د ضرب عضب عملیاتو په څیر د پوځي کمپاینونو وروسته ترلاسه کړي وې. په دغه عملياتو کې زياتره وسله وال، چې هلته کې فعال وو، وژل شوي وو یا له دغه سيمې څخه ويستل شوي وو.

په پخوانیو قبایلي ضلعو کې د راپور ورکولو لومړۍ خونه د می په لومړۍ هفته کې په پاړه چنار، چې د کرم ضلعې مرکز دی، کې جوړه شوې وه.

د ضلعې د پولیسو افسر خرم قریش خان وویل، "د راپور ورکولو خونه د دې لپاره جوړه شوې چې د ضلعې ښځې د څه شکایت په صورت کې پولیسو ته په مراجعه کولو کې ارامه وي."

یوه ښځینه پولیسه د می په لومړۍ نیټه په کرم کې د ښځینه پولیسو د راپور ورکولو په لومړۍ خونه کې خپلې دندې ترسره کوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

یوه ښځینه پولیسه د می په لومړۍ نیټه په کرم کې د ښځینه پولیسو د راپور ورکولو په لومړۍ خونه کې خپلې دندې ترسره کوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

هغه وویل، لږ تر لږه درې ښځینه چارواکي به تل د راپور ورکولو په خونه کې موجود وي. هغه زیاته کړه چې د خېبرپښتونخواه پولیسو د دې رول لپاره ۱۵ ښځینه پولیسانې استخدام کړې.

خان وویل، د راپور ورکولو نورې دوه خونې به په مرکزي کرم او په صدا سب ډويژن کې د ۵۰ نورو ښځینه پولیسو له ګمارلو وروسته جوړې شي.

هغه زیاته کړه، "د هغه ماشومانو لپاره د لوبو وسایل ځای په ځای شوي کوم چې د خپلې موريانو سره د راپور ورکولو خونې ته راځي."

د پخوانۍ فاټا نورې نوي ضم شوي ضلعې د ښځینه راپور ورکولو خونو جوړولو لپاره چمتو دي.

د اورکزۍ ډي پي او نثار احمد خان وویل، "موږ به همداشان ښځینه پولیسانې استخدام کړو چې دوی د هغه مختلفو مسلو په حل کې د ځايي پولیسو سره مرسته وکړي کوم چې د ښځو سره تړاو لري."

خان وویل، "په راتلونکو ورځو کې به د پولیسو او خلکو د فلاح او بهبود لپاره ډیر ګامونه پورته شي."

د خېبرپښتونخواه په پولیس سټیشنونو کې د ښځینه راپور ورکولو خونې او د ښځو ډيسک په لومړي ځل په جولای ۲۰۱۳ کال کې په سوات او صوابۍ کې جوړ شول.

د صوابۍ پخوانې ډي پي اُو میاں سعید احمد وویل، ښځینه ډيسکونه په لومړي ځل په دريو پولیسو سټيشنونو او همدارنګه په ځایي هسپتال کې د میرمنو د اسانتیا لپاره جوړ شول.

سعید وویل، "دا ډيسکونه جوړ شوي ول څو ځایي ښځې دې ته وهڅوي چې د اړتیا په صورت کې د ځایي کلتور سره سم په ارامه چاپیریال کې پولیسو ته ورشي."

د سعید په وینا، ښځې معمولاََ د کورنیو شخړو، د میراث د مسلو، ځورونې او د اسنادو د تایید او د پوليسو اړوند نورو مسلو په هکله د ښځینه پولیسو راپور ورکولو خونو ته ورځي.

هغه وویل، ډیرې ښځې په ټول پاکستان کې د پولیسو په ځواک کې په لوړه کچه ښې دندې ترسره کوي. هغه زیاته کړه چې دوی په ټولنیزو رسنیو او نورو غونډو کې د خپلې زړورتیا، محنت او ژمنې له امله د خلکو ستاینه ترلاسه کوي.

په ډاډ زړه

احسان، چې په کرم کې يوه ښونکي ده او د خپل لومړي نوم د ښودلو نه يې انکار وکړو، وويل، "په کرم او نورو قبایلي ضلعو کې د ښځینه راپور ورکولو خونه به د هغه ځايي میرمنو سره له څه ځنډه پرته مرسته وکړي کوم چې د ځواک مرسته وغواړي."

هغې يادونه وکړه، د ځايي شخړو د حل کولو لپاره د ښځو د راپور ورکولو خونې او د شخړو د حل شوراګانې وروسته له هغې د فاټا د اوسيدونکو لپاره معرفي شوې کله چې دا سيمې د خېبر پښتونخواه سره ضم شوې.

د خېبر پښتونخواه پوليسو په تير کال کې سول پوليسي پخوانيو قبايلي ضلعو ته وغځوله او په دې وروستيو کې يې د خاصادارانو او ليويز سره ضم کړه.

احسان وویل، "پکار ده چې عامه دوستانه فورمونه لکه د پولیسو د لاسرسۍ خدمت، د پولیسو د مرستې شبکې او د قبایلي غړو د بهبود لپاره نور ډېر څه شتون ولري."

هغې زیاته کړه چې ښځې باید د شخړو د حل په شوراګانو او نورو غونډو کې لا ډیر استازیتوب ولري چې ځايي ښځې د دوی سره په خبرو اترو کولو کې ارامه وي.

هغې زياته کړه، "په محافظه کاره قبایلي سیسټم کې، میرمنې باید د نارینو فورمونو ته په رسیدو کې کافي ارام محسوس کړي، نو دوی په هری ځای کې استازیتوب ته اړتیا لري چې دوی وهڅوي چې د خپلو حقونو غوښتنه وکړي او د هر ډول بې انصافۍ پروړاندې خپل غږ پورته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سمه ده، خو دا به وخت واخلي. خو دا به خامخا بریالی وي.

ځواب

په پنجاب کې په لومړي ځل، د راولپنډۍ پولیسو د ښځینه پولیسو په حوزه کې د تسهيل کونکي او قرباني ملاتړ افسر په توګه د ښځينه هيجړا لپاره د ښځينه هيجړاګانو سره د مرستې لپاره د ځانګړي راپور ورکولو يو ډېسک جوړ کړی دی. ریم شریف، چې په نړیوالو اړیکو کې ماسټرز ډګري لري، به د هيجړاګانو او پولیسو ترمنځ د رابطې په توګه کار وکړي. یو نارینه او ښځینه پولیسه به د هغې سره د "تحفظ" راپور ورکولو په مرکز کې کار کوي. د ښار د پولیسو افسر (سی پي او) محمد احسان یونس ډان ورځپاڼې ته وویل چې د "تحفظ" راپور ورکولو او د خدمت مرکز په پنجاب کې د هيجړاګانو لپاره د خپل ډول يو لومړی مرکز دی. هغه وویل چې د هيجړاګانو لپاره به د مشورې خونه وي. څوک چې په راولپنډۍ ضلعه کې څه ستونزه لري، نو دوی به د راپور ورکولو ډېسک نه مرسته ترلاسه کړي. شریف د انجینيرۍ زده کوونکې وه، خو د جنسي تبعیض له امله يې د انجینيرۍ تعليم ترلاسه نه کړو او پریکړه یې وکړه چې په نړیوالو اړیکو کې د ماسټرۍ ډګري ترلاسه کړي. سي پي او وویل، "هو، هغه ښه ولوستل او لیکل کولی شي او د خپلې ټولنې او پولیسو تر مینځ د خبرو اترو غوره انتخاب به وي." هغه زياته کړه، که څه هم، هغه به د پولیسو ملازمه نه وي، خو هغه به د خپلې ټولنې سره مرسته وکړي چې په ټولنه کې د مساوي چلند لپاره مبارزه وکړي. هيجړاګان د ژوند په ډیرو برخو کې د پراخه تبعیض سره مخ دي او له دوسره په کار او عامه ځایونو، سکولونو او کورونو کې ناوړه چلند کیږي.

ځواب

هره ورځ یو پښتون دلته څه فضول او زړه کيسه وړاندې کوي. دا زړه کيسه ده، اوس دومره مهمه نه ده، ځکه چې دا له مخکې نه په مختلفو ورځپاڼو او ویب پاڼو کې خپره شوې ده. ولې پنټاګون په پښتنو باندې دومره پيسې لګوي، ځکه چې پاکستان فارورډ د "پاکستان پښتون فارورډ" په توګه جوړ کړي. شرم وکړه چې د میډیا له لارې نسل پرستۍ ته وده ورکوئ

ځواب