بشري حقونه

د خېبر پښتونخواه د 'سفیر' په نوم نوښت په قبایلي سیمو کې د ځایي حکومتدارۍ حوصله افزايي کوي

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

د ځايي حکومت سفیران د مارچ په میاشت کې د کرم ضلعې له قومي مشرانو سره د سیمه ایز حکومتي سیسټم د ګټو په اړه بحث کوي. [د خېبر پښتونخواه سیمه ایز حکومت]

د ځايي حکومت سفیران د مارچ په میاشت کې د کرم ضلعې له قومي مشرانو سره د سیمه ایز حکومتي سیسټم د ګټو په اړه بحث کوي. [د خېبر پښتونخواه سیمه ایز حکومت]

پېښور -- په خېبر پښتونخواه (کی پي) کې یو نوی پروګرام د اورپکۍ لخوا په ځپل شويو قبایلي سیمو کې د ځایي حکومتدارۍ او د قانون د حاکمیت په اړه په پوهاوي رامينځته کولو کې بریا ترلاسه کوي.

د "سفير بلدیات" نوښت، چې د جنورۍ په میاشت کې پیل شوی و، موخه د خېبر پښتونخواه سره د پخوانيو قبايلي سيمو د ضم کيدو د برخې په توګه په سیمه ایزو حکومتونو کې ګډون هڅول دي.

دا هڅه کوي چې د قبایلي مشرانو سره په سيمه کې د افراطیت او ترهګرۍ خطر په ختمولو کې مرسته وکړي، کوم چې د عملي حکومتدارۍ او انتظامي سیسټم د نشتوالي له کبله خپریږي.

د سيمه ايز حکومت په اړه د خېبر پښتونخواه وزيراعلی د ځانګړي معاون کامران خان بنګش له مخې، په ضم شويو سیمو کې د سیمه ییزې حکومتدارۍ سیسټم جوړول د فاټا د انضمام پلان یو له مهمو نوښتونو څخه دی.

ځايي او بهرني استازي د جنورۍ په ۹مه په پېښور کې د ځایي حکومت سفیر پروګرام په پيلولو کې ګډون کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

ځايي او بهرني استازي د جنورۍ په ۹مه په پېښور کې د ځایي حکومت سفیر پروګرام په پيلولو کې ګډون کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

مشران او د ښوونې ټولنه د مارچ په میاشت کې د کرم ضلعې په پاړاچنار کې په پوهاوي غونډه کې ګډون کوي. رضاکارانو د ستونزو په حل کې د سیمه ییزو حکومتي ادارو د رول په اړه اوریدونکو ته معلومات ورکړل. [د خېبر پښتونخواه سیمه ایز حکومت]

مشران او د ښوونې ټولنه د مارچ په میاشت کې د کرم ضلعې په پاړاچنار کې په پوهاوي غونډه کې ګډون کوي. رضاکارانو د ستونزو په حل کې د سیمه ییزو حکومتي ادارو د رول په اړه اوریدونکو ته معلومات ورکړل. [د خېبر پښتونخواه سیمه ایز حکومت]

هغه وویل چې دا پروګرام به په سیمه ایز حکومت کې د خلکو د ګډون له لارې جمهوري پروسه او ادغام پیاوړی کړي.

هغه زیاته کړه، "د ځایي حکومت سفیران"، چې د ضم شويو ضلعو په ۱۲۰ اوسيدونکو مشتمل دي او زياتره پکې ځوانان دي، دا هڅې پرمخ وړي. دوی ټول هغه مهارتونه لري کوم چې د دې کمپاین د اهدافو ترلاسه کولو لپاره اړین دي.

هغه وويل، دغه سفیران، چې ۳۰ پکې میرمنې دي، به د ضم شويو سيمو په ټولو ۷۰۲ کليو نيبرهوډ شوراګانو کې په جوړو کې کار وکړي او ټولنیزې غونډې به وکړي چې هدف يې تقريباََ ۷۲،۰۰۰ اوسيدونکي دي، چې ۲۵٪ به يې ښځې وي.

بنګش وويل، سیمه ایزې ټاکنې چې په اګست ۲۰۱۹ کال کې ټاکل شوې وې، هغه به اوس په اګست ۲۰۲۱ کال کې ترسره شي، چې سفیرانو ته وخت ورکوي چې په بنيادي کچه د جمهوري پروسې د پياوړتيا لپاره په سمه توګه خلک د قانون د حاکمیت او ځايي حکومت د اړتیا په اړه خبر کړي.

د هغه اسنادو له مخې چې د جنورۍ په میاشت کې د پروجيکټ د پيل په دوران کې سپارل شوي وو، د دې پروګرام د یوې برخې په توګه، د سیمه ایز حکومت سفیران د زده کونکو او ښوونکو سره په تعلیمي ادارو کې ټولنیزې غونډې ترسره کوي، او د میرمنو سره په کورنیو کې هم ناستې ترسره کوي.

په جرګه هالونو کې غونډې د نارینو لپاره ترسره کیږي، په داسې حال کې چې د دیني مشرانو سره غونډې په جوماتونو کې کیږي.

د دې پروجيکټ کوآرډينيټر شاه حسین د جولای په ۱۰مه وویل،"سفیران لیواله دي او د پروګرام له پيل راهيسې خلکو ته په اغیزمنه توګه رسیږي."

د حسين له مخې، د سفير بلدیات رضاکاران د کرم ضلعې د واورو نه د ډکو غونډو په ګډون په ټولو سیمو کې سفر کړی او د اورکزۍ او تیرا درو سختو سیمو ته رسيدلې دي.

حسین وویل، پوځي عملیاتو په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ په مخنیوي کې ترټولو لوی رول لوبولی دی. د سفیر پروګرام د سولې د رامینځته کولو په اړه په پوهاوي لوړولو کې مرسته کوي، په حکومت کې د ځايي خلکو ګډون ته وده ورکوي او د دې وضاحت کوي چې څنګه د وسله والو په نشتوالي کې د قانون حاکمیت باید کار وکړي.

هغه وویل، موږ په څو اړخیزه ستراتیژۍ کار کوو." "د جومات امامان او دیني مشران په دې بوخت دي چې د سولې د دین په توګه د اسلام ریښتینې انځور ته په وده ورکولو کې مرسته وکړي، او ځواب یې خورا ښه دی."

هغه زیاته کړه، د پوهاوي غونډې د ټولنې په هالونو، سکولونو او عامه ځایونو کې ترسره کیږي او د کور په کور کمپاین له لارې هم ترسره کيږي. په ورته وخت کې ښځینه سفیرې په کورونو کې د ښځو او جينکو سره خبرې اترې کوي.

حسین وویل، د حکومتدارۍ په مسلو د کار کولو سربیره، د عامه پوهاوي ټیم د کور په کور کمپاینونو له لارې په سيمه کې د کورونا ويروس ناروغۍ په اړه عامه پوهاوي -- د دې د خپريدو د کمولو لپاره د ګامونو سره -- رامينځته کوي.

ويره لرې کول

د خېبر ضلعې یو خبریال عزت ګل آفریدي وویل، "قبایلي خلک د دې پروګرام نه ډير خوشحاله دي."

هغه وویل، د پوهاوي کمپاین به د ځایي ټاکنو په پروسو کې د خلکو ګډون زيات کړي او د ضم شويو سیمو په خلکو کې به مسؤل تابعیت ته وده ورکړي.

آفریدي وویل، د ښځو ترمنځ د پوهاوي د رامینځته کولو لپاره د ښځینه سفیرانو هڅې به په ټوله جمهوري پروسه اوږد مهاله اغیزه ولري ځکه چې دا به "د مسؤلیت احساس رامینځته کړي او د رایې ورکولو په اهمیت باندې به ټينګار وکړي".

عامر خان، چې د خېبر ضلعې لپاره د ځایي حکومت سفیر دی، وويل، دا پروګرام هغه اوسیدونکو ته رسیږي چې د خپلو لومړنیو حقونو څخه محرومه پاتې شوي دي، او موږ به له دوی سره مرسته وکړو چې خپل مناسب حقونه وپيژني او د حکومتدارۍ او پرمختګ په اړه به عامه پوهاوی رامینځته کړو."

هغه زیاته کړه چې د دې پروجيکټ موخه د قبایلي سیمو ځوانانو ته د سیمه ییز حکومت د سیسټم، ادغام او د هغوی په سیمو کې د پرمختیایي پلانونو په اړه معلومات ورکول دي.

د خېبر ضلعې د باړې سیمې سفیر عبدالله خان وویل، "قبایل په ميشتو سيمو کې د فاټا د ضم کيدو په اړه ډیر غلط نظرونه او غلط فهمۍ لري او دې سفیر پروګرام د دوی د ويرې په لرې کولو کې په اغیزمنه توګه مرسته کړې ده."

هغه وويل، "د دوی سره زموږ له خبرو اترو وروسته، دوی د حکومت د نوښت په اړه خورا ښکاره نظر لري."

هغه زياته کړه، "زه د باړې او اکاخېلو په سیمو کې کار کوم، او په داسې حال کې چې د کورونا ويروس ناروغۍ لاکډاون زموږ خوځښت ورو کړی دی، زه تمه لرم چې موږ به لويه بريا ولرو."

خان وويل، "مشران او د قبایلو ځوانان دواړه چې کله د سيمه ايز حکومت د سيسټم او د هغه پرمختګ په اړه معلومات ترلاسه کړي چې په دې سیسټم سره به راځي، نو دوی دې ته په ښه نظر ګوري. "دوی نوې سیسټم ته د بدلون راوستونکي په توګه ګوري چې سوکالي به راولي او د حکومت واک به نور هم ټینګ کړي."

د خېبرپښتونخواه اسمبلۍ غړي او د سیمه ایز حکومت پخوانې وزیر شهرام ترکۍ وویل، "د پوهاوي کمپاین به د قبایلي ضلعو په حکومتدارۍ کې د ریښتیني بدلون په راوستلو کې مرسته وکړي."

"په قبایلي ضلعو کې د سیاسي بدلون لید به په قبایلي سیمو کې ریښتینی بدلون راولي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان د نا اهلۍ له امله ځپل کيږي. هیڅ غړی خپل مسؤلیت نه پوره کوي.

ځواب