جرم او انصاف

يوه ښځینه پولیس افسره د کورونا ویروس د بندیز پلي کولو لپاره د هجوم سره د مقابلې له کبله وستايل شوه

د ضياء الرحمان لخوا

په کراچۍ کې د ښځينه پوليسې، شرافت خان، يو سکرين شاټ ښيي چې هغه د اپريل په ۱۰ مه د تاوتریخوالي یو هجوم کنټرولوي او په لویو غونډو باندې د حکومت بندیز پلي کوي. [ضیاء الرحمان]

په کراچۍ کې د ښځينه پوليسې، شرافت خان، يو سکرين شاټ ښيي چې هغه د اپريل په ۱۰ مه د تاوتریخوالي یو هجوم کنټرولوي او په لویو غونډو باندې د حکومت بندیز پلي کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- په کراچۍ کې یوه ښځینه پولیس افسره له دې کبله ستايل کيږي چې د حکومت د بنديز پلي کولو لپاره د خلکو د هجوم پروړاندې ودريده. د دغه بنديز موخه د کورونا ويروس د خپریدو مخه نيول دي.

د سيند حکومت د مارچ په ۲۶ مه د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د هڅو په توګه جوماتونه د لويو غونډو ترسره کولو نه منع کړل.

د لوړ پوړو اسلامي عالمانو سره د یوې هوکړې له مخې، هفته ییز مذهبي غونډې د پنځو کسانو نه زياتې نه شي کيدې.

پولیس دغه بنديز پلي کوي او د هغه عالمانو په وړاندې کېسونه درج کوي چې د قانون سرغړونه کوي او جوماتونه سيل کوي.

ښځینه پولیسې د جنورۍ په ۱۰ مه په کراچۍ کې په یوې روزنیزې غونډه کې ګډون کوي. [ضیاء الرحمان]

ښځینه پولیسې د جنورۍ په ۱۰ مه په کراچۍ کې په یوې روزنیزې غونډه کې ګډون کوي. [ضیاء الرحمان]

د اپریل په لسمه په یوې پیښه کې، يوه ښځینه سټیشن هاؤس افسرې شرافت خان د کراچۍ په فرنټیر کالوني سيمه کې په جومات کې د جمعې مانځه لپاره د یوې لویې غونډې د مخنیوي لپاره کار وکړو.

په ټولنیزو رسنیو باندې په يوې خپرې شوې ويډيو کې، د ډلې غړي ليدل کيدې شي چې په خان او د هغې په ټیم برید کوي.

د پولیسو یوه لویه دسته وروسته راورسېده او د خان تر څارنې لاندې يې وضعیت کنټرول کړو.

پولیسو وروسته د برید کوونکو پر وړاندې د ترهګرۍ پرضد د قانون لاندې کېس ثبت کړو او د ښکېلو کسانو د نیولو لپاره يې چهاپې ووهلې.

په پولیس ځواک کې ښځې

خان، چې د اپریل په لومړۍ نیټه په کراچۍ کې د پیراباد پولیس سټیشن مشرۍ لپاره د اېس ایچ او په حیث ګمارل شوي وه، د هجوم سره د مقابلې او د حکومت بندیز پلي کولو په جريان کې د خپلې زړورتیا او همت له کبله وستایل شوه.

د خان ټاکل د حکومت د هڅو یوه برخه وه چې د ښځو شتون ته وده ورکړي، په داسې حال کې چې ښځې په ټول هیواد کې د ډيرو نارینه پولیسو مرکزونو مشري کوي.

د ملي پولیسو ادارې د ۲۰۱۷ د راپور له مخې، ښځې د هیواد په پولیسو کې د ۲٪ نه کمه برخه لري.

د ښځو د وضعیت په اړه د سيند کمیشن مشرې نزهت شیرین وویل، کلتوري نورمونه او دودونه ښځې د پولیسو په لیکو کې د ګډون کولو نه منع کوي او په ځواک کې د هغوی د ټيټې نمایندګۍ استازيتوب کوي.

هغې وویل، "کلیدي پوسټونو لکه د اېس ايچ اوګانو پوسټونو ته د پروموشن ورکولو نه علاوه، ښځینه پولیسې باید په هر پولیس سټیشن کې وګمارل شي."

شیرین وویل، "دا ډول اقدام به نه یوازې ښځې وهڅوي چې د پولیسو په لیکو کې يو ځای شي بلکې د ښځو اړوند مسلو په حل کې به هم مرسته وکړي."

پاکستاني چارواکو په تیرو وختونو کې د پولیسو په ځواک کې د ښځو ګمارلو لپاره ډير نوښتونه پیل کړي دي.

تير کال، د خېبر پښتونخواه پولیسو د بمونو شنډولو سکواډ (بي دي ايس) کې ښځې د روزونکي په توګه شاملې کړې. بي ډي ايس یو مهم ځواک دی، چې په تیرو لسیزو کې یې زرګونه بمونه ناکامه کړل.

د تحريک طالبان پاکستان پخوانی مرکز

په پیر آباد پولیس سټیشن کې د خان ټاکل کیدو ښودلې چې ښځینه پولیسې وړتيا لري چې د ښار ناکراره سيمې سمبال کړي.

د سټیشن په ساحه کې سیمې تر هغه وخت پورې د تحريک طالبان پاکستان پياوړی مرکزونه وو کله چې په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې په کراچۍ کې د تاوتریخوالي کوونکو ډلو پرضد امنیتي عملیات پیل شول.

په پیراباد پولیس سټيشن باندې په ۲۰۱۴ کال کې دوه ځله حمله شوې وه.

یو ځايي ټولنیز فعال محمد رسول وویل، "د تحریک طالبان پاکستان وسله والو په سیمه کې د مختلفو لیبرل سیاسي پارټو، په ځانګړي توګه د عوامي نيشنل پارټۍ او پاکستان پیپلز پارټۍ په کارمندانو او سکولونو باندې بریدونه وکړل."

رسول يادونه وکړه، طالبان وسله والو د پیرآباد پولیس سټيشن په سيمه کې په یو سکول باندې درې ځله برید وکړو. دا د شپږو کالو د بنديدو نه وروسته بیا پرانستل شو چې زده کونکو او په ځانګړي توګه جينکو ته ښه تعليم ورکړي.

رسول وویل، "د تحریک طالبان وسله والو له وژلو او نیولو وروسته، په سيمه کې سوله راغلي ده."

هغه په سیمه کې د ښځینه افسرې د ټاکلو لپاره د حکومت د اقدام ستاینه کوي.

هغه وویل، "د خان ټاکل د تحريک طالبان پاکستان د ناوړه ځواکونو لپاره یو پیغام دی، کوم چې د ښځو او ماشومانو په وژلو کې ټال مټول نه کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه اتله ده او باید وستايل شي

ځواب

هغه خلک چې تاسو جوماتونو ته د تګ نه منع کوي کافران دي.

ځواب