د ښځو حقوق

ښځې د خيبر پښتونخواه په پوليسو کې مهم رول لوبوي

د جاويد خان لخوا

رضوانه حمید د جولای په ۷ مه د پيښور په ګلبرګ پولیس سټیشن کې خپله دنده په غاړه اخلي. هغه په دغه اونۍ کې د نارينه پوليسو په مرکز کې د خيبر پښتونخواه لومړۍ ښځینه سټیشن هاوس افسره جوړه شوه. [جاوید خان]

رضوانه حمید د جولای په ۷ مه د پيښور په ګلبرګ پولیس سټیشن کې خپله دنده په غاړه اخلي. هغه په دغه اونۍ کې د نارينه پوليسو په مرکز کې د خيبر پښتونخواه لومړۍ ښځینه سټیشن هاوس افسره جوړه شوه. [جاوید خان]

پیښور -- په خیبر پښتونخواه کې ښځې په پولیسۍ کې پیاوړی او ډیر روښانه رول لوبوي، په ځانګړي توګه د لومړنۍ ښځینه سټیشن افسرې د پروموشن سره چې په صوبه کې د نارینوو د پولیس سټیشن مشري وکړي.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو سب انسپکټره رضوانه حمید د جولای په ۷ مه هغه وخت يو مثال جوړ کړو کله چې هغې د پيښور په ګلبرګ پولیس سټيشن کې د ايس ايچ او په توګه تعينات شوه. هغه به په عارضي توګه د ريګولر ايس ايچ او د بيرته راتلو پورې د ايس ايچ او په توګه کار کوي. ریګولر ایس ایچ او په چهټۍ دی.

رضوانه په پېښور کې د ښځو په پولیس سټيش کې د ايس ايچ او په توګه کار کوي، يو داسې کار چې هغې درې کاله مخکې ترسره کړی دی. دا د پیښور یوازینی پوليس سټيشن دی چې په دې کې په ځانګړي ډول ښځې کار کوي او یوازې د ښځو شکایتونه حل کوي.

د ښځو يو بل پوليس سټیشن په ایبټ آباد ښار کې کار کوي.

د ښځینه پولیسو لوړ باور

په ګلبرګ پوليس سټيشن کې د رضوانې ټاکل په لومړی ځل دا ښيي چې ښځه د خيبر پښتونخوا د نارینه پولیس سټيشن مشري کوي.

سجاد خان، چې په پیښور کې د پوليسو سينير سپرنټرنټینټ (اپريشنز) دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا بدلي به موږ ته وښیي چې څنګه ښځې نارینه پولیس سټیشنونه چلوي."

هغه وويل، ښځې جټ الوتکې چلولی شي، د قومونو مشري کولی شي او په هر يو ميدان کې پرمختګ کولی شي. هغه زياته کړه، "د هغې برياليتوب به په خيبرپښتونخوا او د هېواد په نورو برخو کې د ښځو د آزادۍ لپاره يوه لاره رامنځته کړي."

خان وويل، هغه او د هغه ټيم به رضوانې ته بشپړ ملاتړ ورکړي چې هغه پرمختګ وکړي او د نورو ښځينه پوليسو او په عمومي توګه د ښځو مورال پياوړی کړي.

هغه وویل: "موږ هیله لرو چې هغه به ښه کار وکړي."

رضوانه باور لري چې هغه دا دنده ترسره کولی شي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل: "زه د ښځو د پولیس سټیشن [په پیښور کې] د اوږدې مودې راهیسې مشري کوم." "زه به خلک مايوسه نه کړم. زه به د لومړنۍ نارینه پولیس سټيشن د ايس ايچ او په توګه سخت محنت کوم."

رضوانه په سیاسي علومو او اسلامي تاریخ کې ماسټر ډګري لري. هغه په ۱۹۹۶ کې د اسسټنت سب انسپکټرې په توګه د پولیسو ځواک سره یوځای شوه.

هغې وويل: "ښځو په هر ميدان کې ښه کار کړى دى." هغوی دغه کار د پولیسو په ځواک کې هم ترسره کولی شي."

د خیبرپښتونخوا ښځینه پوليس زړورتيا او ليډرشپ ښيي

مخکې له دې چې رضوانه د ګلبرګ پولیس سټیشن واګې په لاس کې واخيستې او يو تاریخ يې جوړ کړو، د خیبرپښتونخوا نورو ښځینه پولیسو د بمونو شنډلو په خطرناک ميدان کې ډير ښه کار ترسره کړی دی.

په دې کې رافيعه قسيم بيګ شامله ده، چې هغه په ۲۰۱۶ کال کې لومړۍ ښځه وه چې د خيبر پښتونخوا د پوليسو د بم شنډلو څانګې سره يوځاى شوه.

د کرک څخه درې خویندو -- رخسانه، پروین (پري) او سمینه ګل -- د فبرورۍ په میاشت کې د بي ډي يو تربيت مکمل کړو. د دې لاسته راوړنې نه مخکې، دې دریواړه خویندو په ۲۰۱۶ کال کې د ایلیټ کمانډو ټريننګ مکمل کړی وو.

رخسانې د فبرورۍ په مياشت کې په پېښور کې رسنيو ته وويل: "موږ د ځواک سره يو ځای شو چې د هېواد د دښمنانو سره مبارزه وکړو." هغې زياته کړه، دغه خويندو د کورنۍ او د کلي مزاحمت برداشت کړو او د خيبر پښتونخوا د پوليسو سره يوځاى شوې."

پري په ورته موقع رسنیو ته وویل: "زه پروا نه لرم چې زه د نورو ژوند ژغورلو په وخت کې مړه شم."

یو شمیر نورې ښځې په خیبر پښتونخوا پولیسو کې مهم پوسټونه لري.

يو څو میاشتې مخکې، ارم عباسي اسټنټ انسپکټر جنرله جوړه شوه چې په پیښور کې د پوليسو په مرکزي دفتر کې د تربيت ورکولو دنده لري.

لږترلږه اوه نورې ښځې په ټول خیبرپښتونخوا کې د پولیسو ډپټي سپرنډنټانو په توګه کار کوي: نذیر ناورین، شهزادي نوشاد، انيلا ناز، عصمت آرا، شازیہ شاهد، روضيا الطاف او حمیده بانو.

ریاض احمد، د پولیسو د ټريفیک سپرنټنډنټ پاکستان فارورډ ته وویل، په دوی کې درې په پیښور کې په ټريفیک پولیسو کې تعينات شوي دي.

په ښه توګه د ښځو خدمت کول

د خیبرپښتونخوا پولیس هڅه کوي چې د ښځینه خلکو اړتیاوو ته سمون ورکړي.

په ۲۰۱۳ کال کې، دوی په خیبرپښتونخوا کې په ټولو پولیس سټيشنونو کې د ښځو لپاره ځانګړي څانګې جوړي کړې. د دې څانګو مطلب دا دی چې ښځو ته توان ورکړي چې که دوی د نارینه افسرانو له کبله نارامي محسوسوي نو دوی د ښځینه پولیسو مرستې ترلاسه کړي .

د پېښور خبریال قیصر خان پاکستان فارورډ ته وویل: "د ښځو لپاره څانګې جوړول او ښځې په قامي بهير کې ورګډول نه يوازې د صوبې ايميج لپاره ښه خبره ده بلکې دا به د هغه ښځینه شکایت کونکو سره مرسته وکړي کوم چې د نارینه پولیسو سره ليدل نه غواړي."

هغه وويل، پکار ده چې په پېښور او ايبټ آباد کې د ښځو پوليس سټيشنونه ډير زيات فعال شي او دوی د انصاف غوښتونکو ښځو لپاره کار وکړي.

هغه وويل: "پکار ده چې ښځو ته زياتې موقعې ورکړل شي." "دوی په هر ميدان کې د سخت کار او ژمنې له لارې ښه کار کړی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500