د ښځو حقوق

د پاکستان ښځینه پوليس د ښځو د پیاوړتیا پیغام ورکوي

د جاويد خان لخوا

ښځینه پولیس افسرانې په ټول پاکستان کې فعال دي او خلکو ته د ښځو د پياوړتيا پيغام ورکوي. دوی د لوړ پوړي چارواکو په توګه کار کوي او هغه کسان نيسي کوم چې د ښځو په ځورولو کې تورن وي.

ښځینه پولیس افسرانې په ټول پاکستان کې فعال دي او خلکو ته د ښځو د پياوړتيا پيغام ورکوي. دوی د لوړ پوړي چارواکو په توګه کار کوي او هغه کسان نيسي کوم چې د ښځو په ځورولو کې تورن وي.

پیښور -- په پاکستان کې ښځینه پولیس افسرانې د ښځو د پیاوړتیا پیغام ورکوي، په داسې حال کې چې نورې ښځې د قانون پلي کونکو ادارو د لوړ پوړو چارواکو سره یوځای کيږي.

د اګست په لومړۍ هفته کې، عماره اطهر لومړۍ ښځه وه چې د ضلعې پولیس افسره (ډي پي او) جوړه شوه. نوموړې د پنجاب صوبې په بهاول نګر ضلع کې تعينات شوه.

د عماره اطهر نه وروسته ماریا محمود د اګست په ۳۰ مه د پنجاب صوبې د پاکپتن ضلعې ډي پي او جوړه شوه.

په خیبر پښتونخواه (کې پي) کې، سونیا شمروز په ایبټ آباد ضلع کې د پولیسو د سپرنټنډنټې (عملیات) په توګه کار کوي، چې په ضلع کې د ډي پي او نه وروسته تر ټولو لوړه دوهمه رتبه ده.

يوه ښځينه پوليسه په نوښار کې د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په ۱۱ مه د ايليټ پوليسو په ځانګړي روزنیز کورس کې په هيوي مشين ګن ډزې کوي. دوه ښځینه افسرانو په اګست ۲۰۱۸ کال کې د ضلعې پولیس افسرانو رتبه ترلاسه کړه. [ای مجيد/ ای ايف پي]

يوه ښځينه پوليسه په نوښار کې د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په ۱۱ مه د ايليټ پوليسو په ځانګړي روزنیز کورس کې په هيوي مشين ګن ډزې کوي. دوه ښځینه افسرانو په اګست ۲۰۱۸ کال کې د ضلعې پولیس افسرانو رتبه ترلاسه کړه. [ای مجيد/ ای ايف پي]

چارواکو د اګست په میاشت کې په کوز دير ضلع کې يوه ښځینه کانسټبله رحمت جهان د مهررې (د پولیسو په مرکز کې د داخلي چارو مشر) په توګه وټاکله. ښځینه مهررانې په ایبټ آباد او کوهاټ ضلعو کې هم تعينات شوي دي.

د کوز دير ډي پي او آصف شهباز وزير پاکستان فارورډ ته وويل، د ښځینه مهررانو ټاکل به د ښځو د ستونزو په حل کولو کې مرسته وکړي. ښځې په پولیس سټیشنونو کې [د نارینو افسر پر ځای] د ښځينه افسرې سره په ډیره اسانۍ سره خبرې کولی شي."

'پيغام استول'

ښځینه پوليسانې په ټول هیواد کې په مختلفو عملیاتي دندو کې په فعاله توګه برخه اخلي.

د خیبر پښتونخواه د پولیسو ویاند، وقار احمد، پاکستان فارورډ ته وویل: "ښځینه پولیسو د نارینه همکارانو سره د جون په ۲۱ مه يو تورن کس اجمل خان په پيښور کې وروسته له هغې ونيولو کله چې د هغه ويډيو په سوشل ميډيا باندې خپره شوه. په دغه ويډيو کې هغه په چترال کې د کالاش ښځې ځوري."

د چارواکو په وینا، په سوشل ميډيا باندې په خپره شوي ويډيو کې وښودل شول چې اجمل خان په ظاهره توګه په وادي بمبوريت کې وروسته له هغې د کلاش د ښځو یوه ډله ځوري کله چې هغوی د هغه سره د تصوير ايستلو نه انکار وکړو. دا ویډیو په جولای ۲۰۱۶ کال کې جوړه شوې وه، خو په قربانیانو کې هیڅ یوې ښځې پولیسو ته خبر نه و ورکړی.

په هغه وخت کې د چترال ډي پي او، منصور امان، چې اوس د خيبر پښتونخواه په هزاره ډويژن کې کار کوي، خبريالانو ته د ګرفتارۍ په وخت وويل، "د ښځينه افسرانو په لاس د نيولو موخه دا ده چې خلکو ته پيغام واستوي چې ښځې د خپلو نارينو همکارانو په شان پياوړې دي او [ښځې] نه شي ځورل کيدې."

په جلا توګه، د می په میاشت کې، پوليسو د پنجاب صوبې په ډيره غازي خان ضلع کې عبدل مجيد ونیولو، چې په خپلې خورزې باندې په تشدد کولو کې تورن و. د کورنۍ يو غړي د هغه ويډيو جوړه کړه او په سوشل ميډيا باندې يې پوسټ کړه او وايرل شوه.

د پنجاب د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل (ډي آی جي) سهيل حبیب تاجک پاکستان فارورډ ته وويل، "د ویډیو د کتلو څخه وروسته، ما [ډي پي او] او نورو اړوندو کسانو ته لارښوونه وکړه چې دغه تورن کس ونيسي." په هغه وخت کې، تاجک په ډيره غازي خان کې سیمه ایز پولیس افسر و.

تاجک وویل، "[مجید] د می په ۲۷ مه ونيول شو او څلورو ښځينه افسرانو بله ورځ هغه عدالت ته بوتلو چې په ټولنه کې د ښځو په وړاندې د نفرت او تاوتريخوالي رجحاناتو مخه ونیسي."

د څلورو ښځینه پولیسو تصوير، چې مجید عدالت ته بوځي، وايرل شو. کورني او نړیوالو رسنیو دا په پولیسو او نورو برخو کې د واکمنو ښځو یوه نښه وګڼله.

د پیاوړتیا په لور ګامونه

د ژوند د مختلفو طبقو پاکستانيانو وويل چې دوی په پوليسو کې د شموليت او د جنايتکارانو په وړاندې د هغوی د وروستي فعاليتونو ملاتړ کوي.

ماورین لاینز فاونډیشن (ايم ايل ايف)، یو سازمان، چې د چترال په کالاش سيمه کې ټولنیز خدمات وړاندې کوي، وویل چې دې د خان د نيولو نه وروسته د چترال د پوليسو او د ضلعې انتظاميې د هڅو ستاينه وکړه.

په خیبر پښتونخواه کې د ښځو د حقوقو فعالې، شاهده شاه، پاکستان فارورډ ته وویل، "ښځینه پولیس افسرانې د ښځو د پیاوړتیا او د قانون د حاکمیت په لور یو لوی ګام دی."

شاهده شاه وويل، "د ښځينه افسرانو په لاس هغه کسان نيول، چې د ښځو په ځورولو کې تورن ول، به نه يوازې [ټولنيز] ګواښ ختم کړي، بلکې په مجموعي توګه به پاکستان پياوړی او باثباته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500