د ښځو حقوق

خېبرپښتونخواه په قبایلي سیمو کې د میرمنو سوداګرۍ ته د وده ورکولو لپاره پروژه پيلوي

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

ښځې او یو هلک د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۱۲ مه په پېښور کې د باغ په اوږدو کې د املوکانو د ونو سره نژدې تیریږي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

ښځې او یو هلک د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۱۲ مه په پېښور کې د باغ په اوږدو کې د املوکانو د ونو سره نژدې تیریږي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه حکومت لخوا د صوبې په نويو ضم شويو ضلعو کې د میرمنو لپاره سوداګرۍ ته د وده ورکولو نوښت د حقونو فعالینو څخه ستاینه ترلاسه کوي.

د خېبر پښتونخواه حکومت یو ځانګړی پروګرام پيلوي چې موخه یې د هغه ښځو لپاره دندې رامینځته کول او د عاید رامينځته کولو فعالیتونو ته وده ورکول دي کوم چې په سیمه کې د جنګ او اورپکۍ له خوا ځپل شوي دي.

د خېبر پښتونخواه د پلان جوړونې او پراختیا ادارې له مخې، دغه نوښت، "د محدودیتونو په شتون کې ښځينه سوداګرې ځلیږي" تر سرلیک لاندې په دوو قبایلي ضلعو، کرم او خیبر کې، پیل شوی دی.

ثمينه آفريدي، چې په ضم شويو ضلعو کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د حکومتوالۍ پروژې سره د جنسیت په اړه د سينير سيکټر سپيشلټ په توګه کار کوي، وويل، "دا پروګرام به د ټولنې ښځینه رهبران، یا" مشرانې" په ګوته کړي او هغوی ته به روزنه ورکړي. دوی به د ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې د میرمنو د سوداګرۍ ګروپونه په هدفي سکتورونو کې سمبال کړي."

د اکتوبر په ۲۰ نیټه په پېښور کې د ضم شويو ضلعو څخه همکاران او د پرمختیا متخصصین د هغه پروګرام د پيلولو لپاره په شرطونو باندې بحث کوي کوم چې به په قبایلي سیمو کې د هغه ښځو لپاره دندې او عايد رامينځته کړي چې د اورپکۍ له خوا ځپل شوي دي. [ظاهر شاه شیرازي]

د اکتوبر په ۲۰ نیټه په پېښور کې د ضم شويو ضلعو څخه همکاران او د پرمختیا متخصصین د هغه پروګرام د پيلولو لپاره په شرطونو باندې بحث کوي کوم چې به په قبایلي سیمو کې د هغه ښځو لپاره دندې او عايد رامينځته کړي چې د اورپکۍ له خوا ځپل شوي دي. [ظاهر شاه شیرازي]

هغې وويل، دا به "ښځې په اقتصادي توګه په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي او د هغوی د عاید ظرفیت به لوړ کړي او په قبایلي ټولنه کې به د دوی رول لوړ کړي."

هغې د دسمبر په ۶ مه نيټه وويل، "دا مشرانې به د خپلو مهارتونو، زده کړې، ټولنیز دریځ او په ټولنه کې د نفوذ پر بنسټ وټاکل شي."

آفریدي، چې د دې پروژې مشري کوي، وویل چې په کرم او خیبر قبایلي ضلعو کې به شاوخوا ۳۰۰۰ میرمنې د دې پروګرام لاندې اقتصادي سرچینو ته لاسرسی ترلاسه کړي.

هغې وویل، "د مهارت لرونکو میرمنو د شمیر د زیاتوالي، د ښځو د تنظیمي او مدیریتي مهارتونو رامینځته کولو، او د سیمه ایزو حکومتونو، سوداګریزې ټولنې او پراختیایي سازمانونو سره د میرمنو ډلې د وصل کولو سره، د ګډې اقتصادي ګټو لپاره به د ښځو د سوداګرۍ ۱۵۰ ډلې جوړې شي."

اقتصادي پیاوړتیا

آفریدي وویل، دا پروګرام په هغه محرومه پاتې شويو ډلو او د اقلیتي ډلو په غړو باندې تمرکز کوي کوم چې په ضم شويو ضلعو کې ژوند کوي. دوی به وکولی شي چې له دې پروژې څخه ډیره ګټه پورته کړي.

هغې وویل، دا نوښت اړین دی ځکه چې د ښځینه کار ځواک ګډون په قبايلي ضلعو کې د نارينه کاري ځواګ ۳۸.۶٪ ګډون په پرتله یوازې ۵.۹٪ دی.

هغې وویل، "موږ د هغه محدود لاسرسۍ په ښه کولو تمرکز کوو چې ښځې یې د معلوماتو، مهارتونو او اقتصادونو په هکله لري".

آفریدي وویل، چارواکي به د لومړۍ مرحلې له ارزونې وروسته دغه پروګرام ټولو قبایلي ضلعو ته وغځوي.دوی به دا یوه بریا وګڼي کله چې له اقتصادي او مالي پلوه خپلواکه میرمنې خپلې پریکړې وکړي.

د خېبرپښتونخواه د ټولنیز بهبود سيکريټري منظور احمد وویل، دا پروژه به په سیمه کې له میرمنو سره مرسته وکړي چې خپله سوداګري په خپله پيل کړي.

هغه وویل، "د ښځو د سوداګرۍ ډلې جوړول به په ضم شويو سيمو کې د فارغه شويو ښځو سره د مرستې او د وړې او کوچنۍ سوداګرۍ د پراختیا په لور لومړی ګام وي."

د خیبر پښتونخوا د ټولنيزې سوکالۍ ادارې په همکارۍ سره، دا ډلې به د دولتي ادارو، مالي ادارو او پرمختیايي سازمانونو سره اړیکې ولري چې د مهارتونو د روزنې او د سود نه بغير او د سود سره قرضو ته لاس رسي په څير برخو کې مرسته وکړي.

کرنه، لاسي صنایع، د خوراکي توکو پروسس کول او بسته بندي، نرسري او د پخلنځي باغبانۍ ځینې هغه برخې دي چې د پروګرام تنظیمونکو د هدفي سکتور په توګه په ګوته کړي دي.

د خېبرپښتونخواه د بشري حقونو سازمان بليو وېنز مشرې شاهین قریش وویل، د قبایلي ښځو په اقتصادي توګه پیاوړتيا به د فدرالي ادارې تر کنټرول لاندې په پخوانيو قبایلي سیمو (فاټا) کې د اورپکۍ او افراطیت په مخنيوي کې مرسته وکړي.

قریش چې د خېبر پښتونخواه د ښځو د کمیسیون مشري کوي وويل، "د ترهګرۍ یو اصلي لامل غربت دی، نو په اقتصادي توګه پیاوړې میرمنې به نه یوازې د کورنۍ په پریکړه کولو کې رول ولري، بلکې دوی به د افراطي عناصرو د اکمالاتو کرښه هم قطع کړي، کومو چې ... ځوانان دې ته اړ کړل چې د پيسو لپاره وسلې پورته کړې او د اجرتيانو په توګه جګړه وکړي."

هغې وویل، ټولنیزې او اقتصادي سرمايه کارۍ ته وده ورکول چې میرمنو ته مخکښ رول ورکوي به د جنګ او اورپکۍ له خوا ځپل شويو ضلعو اقتصاد پیاوړی کړي او په دایمي توګه به وسله وال استخدام منع کړي، چې د پيسو او ګټو له لارې يې خلک جګړې ته اړ کول."

کورنۍ له غربت څخه رايستل

نوشين جمال اورکزۍ، چې د اورکزۍ د ضم شوي ضلعې څخه يوه ټولنیزه فعاله ده، هم د دې نوښت ستاینه وکړه.

هغې وویل، "دا پروګرام به قبایلي میرمنو ته باور ورکړي او دوی به د پریکړې کولو په پروسه کې د برخه اخیستلو لپاره په ښه وضعيت کې وي."

هغې وویل، "پلانونه تل د کاغذ پر مخ ډیر ښه وي، خو حکومت باید د دې پلي کیدل ډاډمن کړي چې ریښتینی بدلون راولي ځکه چې قبایلي سیمې تل له سختې بېوزلۍ سره مخ شوي دي." "د شفافیت يقيني کولو لپاره باید مناسبه څارنه وکړی شي."

هغې وویل، "په ضم شويو سیمو کې وړتیا لرونکي میرمنې کولی شي د هغو کورنیو برخلیک بدل کړي کومې چې د جګړې او ترهګرۍ له خوا خوار ځپل شوي دي."ښځې د ترهګرۍ له خوا ډیرې متاثره شوي ديځکه چې ترهګرو تل غوښتل چې دوی محرومه کړي ... او د جينکو سکولونه په نښه کړي او د ټولو بیروني فعالیتونو څخه يې لرې پاتې کړي."

اورکزۍ وویل، "دا پروګرام به د هغوی د زخمونو په ښه کولو او بيرته ژوند ترلاسه کولو کې ستره مرسته وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یو ښه نوښت

ځواب