امنیت

د مړ شوي افغان طالب مشر د جایدادونو په لیلامولو کې بې شمیره دولت څرګند شو

د ضیا الرحمان له خوا

په ۲۱ فبرورۍ اخیستل شوی دا عکس په شاهراه ملت روډ کراچۍ په یو مالداره سیمه کې د اوسیدو یو وداني ښایي، چې دلته د افغان طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور یو فلېټ لرلو. [ضیا الرحمان]

په ۲۱ فبرورۍ اخیستل شوی دا عکس په شاهراه ملت روډ کراچۍ په یو مالداره سیمه کې د اوسیدو یو وداني ښایي، چې دلته د افغان طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور یو فلېټ لرلو. [ضیا الرحمان]

کراچۍ - د افغان طالبانو د مرحوم مشر د جایداد پلان شوې بولۍ څرګندوي چې وسله وال تر کومه حده په سیمه ییزې سوداګرۍ او سرمایه دارۍ کې بوخت و.

په ۱۴ فبرورۍ په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمه په سیمه ییز اخبارونو کې د افغان طالبانو د مرحوم مشر ملا اختر محمد منصور د شپږ جایدادونود بولۍ بیان خپروي.

په ۲۰ فبرورۍ محکمې د فدرالي څیړنې د ایجنسۍ (FIA) څخه وغوښتل چې د دغه ملکیتونو د قبضه کولو پروسه بشپړه کړي. وروسته له هغې، د قانوني سستم له مخې په دوام سره په دې پروسه کار کیږي.

د ډان د راپور له مخې، په ۱۱ اپرېل دغه محکمې د دې کېس په اړه د نورو معلوماتو غوښتنه وکړه.

په ۱۴ فبرورۍ په پاکستاني اخبار کې په یوې اعلامیه کې د ترهګرۍ ضد محکمه په کراچۍ کې د هغه شپږ ملکیتونو د لیلامولو بیان خپروي چې یو وخت د منصور ملکیت و. [ضیا الرحمان]

په ۱۴ فبرورۍ په پاکستاني اخبار کې په یوې اعلامیه کې د ترهګرۍ ضد محکمه په کراچۍ کې د هغه شپږ ملکیتونو د لیلامولو بیان خپروي چې یو وخت د منصور ملکیت و. [ضیا الرحمان]

په دې عکس کې د منصور د ۹ جنورۍ د تورونو سند لیدل کیدی شي. [ضیا الرحمان]

په دې عکس کې د منصور د ۹ جنورۍ د تورونو سند لیدل کیدی شي. [ضیا الرحمان]

محکمې د فدرالي څیړنې ایجنسۍ ته امر وکړ چې د منصور د جایداد د قبضه کولو او د هغه دوه تښتیدونکي کسانو، چې د منصور سره د ترهګرۍ د تمویل او مني لانډرنګ په تور تورن دي، د موندلو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړي.

لا تراوسه دغه بولۍ نه ده تر سره شوې.

منصور، چې د ۲۰۱۵ کال په جولای کې د افغان طالبانو مشر شو، د ۲۰۱۶ کال په مۍ کې په دالبندین ضلعه، بلوچستانکې هغه وخت په یو هوایي برید کې ووژل شوچې له اېران څخه یې سفر کولو.

د اېف آیي ای یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، پاکستاني چارواکو وروسته له هغې پلټنه پیل کړه کله چې د دغه هوایي برید په ځای کې د محمد ولي په نامه پاکستانی شناختي کارډ او پاسپورټ وموندل شول.

د ۲۰۱۶ کال په اګست کې،اېف آیي ای د بلوچستان په چمن سیمه کې یو قبایلي مشر ونیولوچې په هغه دا تورونه و چې د منصور پاکستاني جعلي اسناد یې تصدیق کړي و.

د دې مسلې د حساسیت له کبله، چارواکو هیڅکله هم دا خبره په ډاګه نه کړه چې آیا دغه کس بیا محکوم کړل شو او کنه.

د پراپرټۍ کاروبار

اېف آیي ای په کراچۍ کې د منصور د ترهګرۍ د تمویل او مني لانډرنګ د فعالیتونو پلټنه وکړه، چې په دغه فعالیتونو کې د پراپرټۍ کاروبار په ګن شمیر فرضي نومونو ترسره کیدو.

په تیر شوي اګست کې، اېف آیي ای د منصور د مرګ نه وروسته د هغه خلاف د ترهګرۍ د تمویل او مني لانډرنګ، جعل کارۍ، د جایداد په سپارنه کې د دهوکې او بې ایمانۍ د تورونو په تړاو کېس پیل کړو.

د اېف آیي ای د ترهګرۍ ضد څانګې په تیر ۲۵ جولای په اسلام آباد کې اېف آیي آر (FIR) وسپارلوچې د هغې له مخې په دغه پلټنه کې دا ثبوت ترلاسه کړل شو چې منصور په کراچۍ کې د پراپرټۍ کاروبار کولو.

د اېف آیي ای د پلټنې له مخې، منصور د پاکستان دوه جعلي شناختي کارډونه او د بېنک اکاونټونه لرل او په کراچۍ کې یې ګڼ شمیر پراپرټۍ لرلې.

په دغه اېف آیي آر کې د ملګرو ملتونو د طالبانو او القاعده خلاف د پابندیو قرارداد ته په اشارې وایي، "دې په ډاګه کړه چې سره له دې چې د ملګرو ملتونو (UN) د سکیورټي کونسل په 1267 قرارداد کې ورکړل شوي، هغه د پراپرټۍ کاروبار کولو او د شپږ نه انتقالیدونکي ملکیتونومالک و".

د دغه راپور له مخې، د منصور په پراپرټۍ کې یو کور، یو پلاټ او څلور فلیټونه د ګلشن معمار، ګلزارې هجري او شهید ملت روډ کراچې په مالداره سیمو کې شامل ول.

هغه د ژوند د بیمې پالیسي هم اخیستلي وه او په هغې کې یې د مخکې نه ۳۳۳،۰۰۰ روپۍ (۲۱۶۰ ډالره) ادا کړي ول.

د دې ټولې سرمایې قیمت اوس ۱۰۰ ملیونه روپۍ (۶۴۹،۰۰۰ ډالره) دی.

د عیش و عشرت ژوند تیرول

له کلونو راهیسې طالب مشران ځانونه د عاجز خدمتګارانو په توګه څرګندوي او په دې خبره کې به یې احتیاط کولو چې خپل کاروباري معاملات پټ وساتي.

البته، د وخت سره د دغه ګروپ زیاتیدونکي جنایي فطرت --- د افغانستان د نشه یي توکو په کاروبار کې مهم رول، بهته خورۍ، وغیره -- د دې مشران ډیر مالداره کړل، په داسې حال کې چې د ترهګرۍ د بریدونو قربانیان او د دغه ګروپ کم رتبه غړي د زیاتې بې وزلۍ او غریبۍ سره مخ دي.

د طالبانو هغه ستر مشران چې په کراچۍ کې کاروبارونه لري، په هغې کې ملا عبدالغني برادر، د طالبانو سیاسي مرستیال او د دغه ګروپ د دوحه د دفتر مدیر، او عامر معاویه، د پاکستان په قبایلي سیمو کې میشت د القاعدې د وسله والو سره د اړیکو مسول او داسې نور شامل دي.

په کراچۍ کې د افغان ټولنې مشرانو او په کابل کې میشت شنونکو دا خبره تصدیق کړه چې افغان طالب مشرانو په ګڼ شمیر کاروبارونو کې ډیرې پیسې بندې کړې دي، چې په دې کې د پراپرټۍ، معمارۍ، مایننګ او ټرانسپورټ کاروبارونه شامل دي او دوی په پاکستان، په ځانګړي توګه کراچۍ کې مالي نېټ ورک چلوي.

په کراچۍ کې د افغان ټولنې یو مشر سمیع الله خان وایي چې طالبان په پاکستان او متحده عرب اماراتو کې کاروبارونه کوي.

په دې کې د معمارۍ او ټرانسپورټ هغه کاروبارونه شامل دي چې مني لانډرنګ کوي.

خان وویل، "دا کاروبارونه د افراطیت لپاره ... په افغانستان کې کارول کیږي، خو زیاتره طالب مشران په شخصي توګه خپل پټ کاروبارونه چلوي".

هغه زیاته کړه، طالب قوماندانان زیاتره د پاکستاني کسانو په ذریعه خپل کاروبارونه چلوي.

اشرف زاده، چې د هلمند ولایت، افغانستان څخه یې وروسته له هغې کراچۍ ته هجرت وکړ، کله چې د ۱۹۹۰ په لسیزه کې طالبانو د دغه سیمې واک واخیستلو، وایي، "هغوی [طالبان] دروغجن او منافق دي. هغوی د مذهب او جهاد نوم استعمالوي او د معصوم خلکو څخه استفاده کوي خو په حقیقت کې دوی د کراچۍ په مالداره سیمو کې د خپل شخصي مال او لالچ لپاره خپل کاروبارونه چلوي".

زاده وویل چې څنګه هغه د خپلو اتوو کسانو کورنۍ د طالبانو د تشدد له کبله د هلمند ولایت څخه راوستله، او زیاته یې کړه "موږ چې د دوی د ظلمونو له کبله ځپل کیږو، دې ته مجبور کړی شوي یو چې د ښار په ګڼ نفوسه او وروسته پاتې سیمو کې په مشکلاتو کې ژوند تیر کړو".

هغه وویل، "خو افغان طالبان د عیش و عشرت ژوند تیروي او خپل هغه زیاته سرمایه مصرفوي چې په کاروبارونو کې یې د غیر قانوني لارو چارو، په ځانګړي توګه په زور د پیسې اخیستنې په ذریعه ترلاسه کړي ده".

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500