امنیت

طالب مشران په هغه څيړنه باندې تنقيد کوي چې د دوی د عيش و عشرت پټ ژوند ته اشاره کوي

پاکستان فارورډ

طالب چارواکي د جولای په ۷ مه دوحه، قطر ته رارسیدلي چې د افغانانو ترمنځ په خبرو اترو کې برخه واخلي. پاکستاني چارواکي په پاکستان کې د هغه کاروبارونو او سرمايه کارۍ تحقيق کوي چې د طالبانو سره تعلق لري. [کریم جعفر/ای اېف پي]

طالب چارواکي د جولای په ۷ مه دوحه، قطر ته رارسیدلي چې د افغانانو ترمنځ په خبرو اترو کې برخه واخلي. پاکستاني چارواکي په پاکستان کې د هغه کاروبارونو او سرمايه کارۍ تحقيق کوي چې د طالبانو سره تعلق لري. [کریم جعفر/ای اېف پي]

کراچۍ -- د طالبانو مشران هڅه کوي چې په پاکستان کې د ګن شمير کاروبارونو او سرمايه کارۍ، چې شک کيږي چې د دغه ډلې د مشرانو سره تعلق لري، په اړه د پاکستان د فدرالي تحقيقاتو ادارې لخوا زيان رسونکي او روان تحقيقات رد کړي.

د لومړي معلوماتو راپور (ایف آی آر) له مخې چې د جولای په ۲۵ مه په اسلام اباد کې د ایف آی ای د تروریزم ضد څانګې لخوا وړاندې شوی و، په یو تحقیق کې داسې شواهد وموندل شول چې د طالبانو پخوانې مشر ملا اختر محمد منصور په کراچۍ کې د املاکو کاروبار لرلو.

منصور، چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د دې ډلې مشري په غاړه اخیستې وه، په می ۲۰۱۶ کال کې د ډرون په برید کې هغه مهال وژل شوی وو کله چېهغه د ایران نه پاکستان ته داخليدو..

د ایف آی ای د تحقیقاتو له مخې، منصور دوه جعلي پاکستاني شناختي کارډونه او د بينک اکاونټونه لرل او په کراچۍ کې یې ډیر ملکیتونه او ځمکي لرلې.

د طالبانو لوړ پوړي مشران د جولای په ۲۶ مه د قطر نه انډونيشيا ته سفر کوي او د دې نه خوند اخلي. [فایل]

د طالبانو لوړ پوړي مشران د جولای په ۲۶ مه د قطر نه انډونيشيا ته سفر کوي او د دې نه خوند اخلي. [فایل]

د ایف آی ای یو راپور ادعا کوي چې افغان طالبان په پاکستان کې کاروبارونه کوي.

د ایف آی ای یو راپور ادعا کوي چې افغان طالبان په پاکستان کې کاروبارونه کوي.

په دغه ایف آی آر کې، چې د ملګرو ملتونو هغه پریکړې ته يې اشاره وکړه چې د طالبانو او القاعدې په وړاندې بندیزونه لازم ګرځوي، ويل شوي ول، "د دې مطلب دا دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۱۲۶۷ پریکړه لیک کې د يو ترهګر په توګه د ګرځيدلو سربيره، هغه د املاکو په سوداګرۍ کې بوخت وو او وروسته دا وموندل شوه چې هغه د شپږو غیر منقولو املاکو مالک وو."

د راپور له مخې، د منصور په ملکیتونو کې په کراچۍ کې د ګلشن ميمار، ګلزارې هجري او شهيد ملت روډ په شتمنو سيمو کې يو کور، يو پلاټ او څلور فلیټونه شامل دي.

منصور همدارنګه د املاکو ادارې لاندې د بينک ګڼ شمير اکاونټونه لرل . تحقیق کونکو د بينک اکاونټونو او ادارې ترمنځ هیڅ ډول اړیکه ونه موندله.

دغه راپور زیاته کړه چې منصور خپل کاروبار د یو بل نوم لاندې لرلو او جعلي شناختي کارډ یې کارولو.

تیرې څیړنې له پاکستان سره د طالبانو سوداګریزې اړیکې په ګوته کړي دي.

'د عيش و عشرت پټ ژوند'

د ایف آی ای د راپور په اوریدو سره، طالبانو د غصې نه ډک غبرګون وښودلو، او په مختلفو ژبو کې یې په مختلفو ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر بیانونه خپاره کړل او دا تحقيقات يې رد کړل او ویې ویل چې منصور د دې ډول تجارتونو پيلولو لپاره "نه وخت لرلو او نه پیسې."

د کلونو راهیسې، طالب مشرانو ځانونه د خپلې موخې لپاره د عاجز بندیانو په توګه ښودلې دي، او له احتياط سره يې خپلې سوداګریزې معاملې پټې ساتلې دي.

که څه هم، د وخت په تیریدو سره د دوی د ډلې قوي مجرمانه شکل -- چې اوس مهال په افغانستان کې د مخدره توکو يوه ډله ده چې د سکیمونو او داسې نورو نه بهته اخلي -- د دې مشران خورا شتمن کړي دي، په داسې حال کې چې د تروریستي پیښو قربانیان او د دې ډلې عام غړي د بې وزلۍ په حالت کې دي.

صافي آغا، چې په کراچۍ کې د افغانانو د ټولنې مشر دی، وویل، طالبانو په پاکستان کې، په ځانګړي توګه په کراچۍ او متحده عرب اماراتو کې کاروبارونه جوړ کړي دي.

هغه وویل چې په دې ډول کاروبارونو کې ساختماني او ترانسپورتي شرکتونه شامل دي چې د پیسو په تطهير کې ښکيل دي.

آغا وويل، "دا کاروبارونه په ښکاره توګه په افغانستان کې د اورپکۍ سره د ملاتړ کولو لپاره کارول کیږي، خو د طالبانو زياتره مشران په پټه په شخصي ډول خپل کاروبارونه چلوي."

هغه زياته کړه، د طالبانو کمانډران زياتره د پاکستان د مخورو کسانو له لارې کاروبار کوي.

په کراچۍ کې د لوړ پوړو طالب مشرانو نیول هم دا وړانديز کوي چې طالبان د دې سیمې سره د سوداګرۍ اړیکي لري.

په دې مشرانو کې د طالبانو سیاسي مرستیال او د دغه ډلې د دوحې دفتر مشر، ملا عبدل غني برادر، او عامر معاویه، چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د القاعدې وسله والو لپاره د دې ډلې ارتباطي افسر دی، او نور کسان شامل دي.

اشرف زاده، يو کډوال چې د افغانستان د هلمند صوبې نه یې کراچې ته وروسته له هغې هجرت کړې وو کله چې طالبانو په ۱۹۹۰ کې دا سيمه په خپل کنټرول کې واخيستله، وويل، "دوی [طالبان] منافقین او دهوکه باز دي. دوی د بې ګناه خلکو د استحصال لپاره د دین او جهاد نوم کاروي خو په حقیقت کې د کراچۍ په بډایه سیمو کې د شخصي اقتصادي ګټې او حرص لپاره کاروبارونه لري."

اشرف زاده وویل، "موږ، چې د دوی له ظلمونو سره مخامخ شوي يو، مجبوره يو چې د ښار په ګنده سيمو کې ژوند وکړو." هغه وضاحت وکړو چې څنګه هغه د اتو کسانو خپله کورنۍ د هلمند نه کراچۍ ته راوستله چې د طالبانو د تاوتريخوالي نه خلاصی ترلاسه کړي.

"خو افغان طالبان د عيش ژوند کوي او په کاروبارونو کې په پراخه کچه پيسې خرچ کوي، چې د مختلفو غیرقانوني لارو، په ځانګړي توګه د زور زیاتي، له لارې يې راټولې کړې دي."

په پاکستان کې، افغان طالبان په منظم ډول د بهتې کمپاینونو له لارې له بډایه مهاجرینو نه ډيرې پیسې راټولوي، او که چیرې دوی پیسې نه ورکوي، نو په افغانستان کې د دوی کورنيو ته ګواښونه کوي.

هغه وويل، "حتی د هغې ځینې کوچني پلویان د ښار په هغه سيمو کې د بیوزلو مهاجرو نه پیسې راټولوي چې کم عايد لري."

د کراچۍ د لاريو صنعت، چې زياتره په کې پښتانه سوداګر دي، نږدې ټول سامان افغانستان ته وړي.

اسد الله شينواري، چې په کراچۍ کې یوه لارۍ لري، وویل، "زموږ په لاریو باندې د افغان طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره، موږ دوی ته په منظم ډول د خونديتوب پیسې ورکوو."

هغه وویل چې طالب وسله وال د هغه ټرکونو نه ډيرې پيسې اخلي کوم چې د افغانستان، په ځانګړې توګه د ننګرهار صوبې، نه د مرمرو او ټالک کاڼي راوړي.

شینواري وویل، "افغان طالب وسله وال د بهتې له لارې پیسې راټولوي، مالداريږي او خپلې سوداګرۍ پیلوي، خو له بده مرغه، د غیر قانوني کړنو لپاره د اسلام نوم کاروي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 17

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډيره ښه خبره ده چې د ورته څيز په اړه مې معلومات وليدل

ځواب

زه متاثره شوم خو دا په زړه پوری نه و، یوازې ترتيب بدل کړئ. مننه.

ځواب

هو زه موافقه کوم،

ځواب

دا مقاله يو جاهل کس ليکلي ده.

ځواب

په دې ډول مقالو یوازې لعنت ويل کيدی شي ... دا ډول خلک د ژورنالیزم په څیر مسلک بدناموي.

ځواب

ستاسو د رازق په میلیونونو ډالړ جایداد ترکی دوبی کی دی هغه د چا حقونه دی دغنی او نورو حکوت چاروکو نیمه اروپا اخستې ده په میلینوو میلینو ډالر لرې هغه دچا دی ???

ځواب

ځینې خرڅ شوي لیکوالان د هند، اسراییل او امریکې په ملاتړ جعلي کیسې لیکي. دا ټوله مقاله ٪۱۰۰ په دروغو ولاړه ده. ۔۔۔ دا لیبرل ژورنالیستان دي چې ټول د پاکستان، اسلام او طالبانو په وړاندې زهر خپروي ...

ځواب

دا زموږ کمزوري ده چې په افغانستان کې د بې شمیره بې ګناه خلکو د وینو تويولو سره، بیا هم طالبان مقدسه غوا ګنل کیږي.

ځواب

دا د اسلام ضد عناصرو اجنډا پلي کولو هڅه ده. اوس هغه څوک چې غواړي چې د طالبانو او امریکې ترمنځ خبرو اترو ته زيان ورسوي د حالاتو په خرابولو کې بوخت دي.

ځواب

په دې کتنه کې د حسد نه علاوه هيڅ نشته.

ځواب

دالکنی والا شیعیہ دی زہ کہ یی کونہ سوزی دوھم تہ کہ شراب کباب زنا ھو سہ کوی پرواہ نہ لری کہ د طالبانو مشرانو یا کشرانو عیش اور استراحت کی ژوند تیروی بیا ستا پر کونہ اور بل دی اللہ دی ذلیلہ اور رسوا کہ

ځواب

فرضي بیانونه - دا بيانونه په سپوږمۍ باندې د توکولو برابر دي.

ځواب

غلط

ځواب

لازمہ خبرہ دہ چی پہ قطر کی سوک اوسیژی نو دافغانستان تر ژوند خو بہ ئی ژوند برابر وی. او کاروبار بہ خود کوی چی دا تنظیم سہ رقم چلوی

ځواب

بالکل دروغه مقاله

ځواب

د پاکستان د ټولو ستونزو یوازینی حل دا دی چې ټول نمک حرامه افغان ترهګر او هر يو افغان د پاکستان نه خپل دوزخ "افغانستان" او يا د دوی د هندواتا د مشرانو هيواد "راپيستان" ته وليږل شي. پکار ده چې يو افغانی سپی هم پاتې نه شي چې په پاکستان کې ژوند وکړي. ها ها ها

ځواب

موږ څه کولی شو، هغوی بيا هم مسلمانان دي دوی عالمانو ته اړتیا لري ...

ځواب