جرم او انصاف

چارواکو د طالبانو يو لوړ پوړی پیسو مینځونکی ونیولو

د ضياء الرحمان لخوا

یو سړی د ۲۰۱۹ کال د می په ۱۶ مه په کراچۍ کې په خپل دوکان کې روپۍ شميري. [آصف حسن/ای اېف پي]

یو سړی د ۲۰۱۹ کال د می په ۱۶ مه په کراچۍ کې په خپل دوکان کې روپۍ شميري. [آصف حسن/ای اېف پي]

اسلام آباد -- پاکستاني چارواکو د جون په ۳ مه په اسلام آباد کې د اسعارو یو سوداګر ونيولو چې افغان طالبانو ته د مالي خدماتو د ورکولو په تور تورن دی. دا ګرفتاري د هغه هڅو د برخې په توګه وشوه چې د ترهګرۍ د تمویل او پیسو مینځلو مخه نيسي.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف آی ای) حاجي خیرالله بارکزۍ د ترهګرۍ د تمویل په تور وروسته له هغې ونيولو کله چې د اسلام آباد های کورټ (آی اېچ سي) د نيول کيدو نه مخکې د هغه د ضمانت درخواست رد کړو.

ډان ورځپاڼې د جون په ۴ مه راپور ورکړو چې خیرالله په ناقانونه توګه د هنډۍ یا حوالې کاروبار کولو او د پیسو مینځلو او بهر ته د مليونونو روپيو په سمګلنګ کې ښکيل و.

د ایف آی ای چارواکو وويل چې د خیر الله نیول به نه یوازې په پاکستان بلکې په ګاونډي افغانستان کې هم د ترهګرۍ تمویل او د پیسو مینځلو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د کراچۍ پولیس د جون په ۶ مه خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ پولیس د جون په ۶ مه خپلې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

د فدرالي تحقیقاتو ادارې حاجي خیرالله بارکزۍ، چې د جون په ۳ مه په اسلام آباد کې نیول شوی و، د لوړ پوړي ترهګر په توګه په ليسټ کې شامل کړو چې له افغان طالبانو او القاعدې سره تړاو لري. [ضیاء الرحمان]

د فدرالي تحقیقاتو ادارې حاجي خیرالله بارکزۍ، چې د جون په ۳ مه په اسلام آباد کې نیول شوی و، د لوړ پوړي ترهګر په توګه په ليسټ کې شامل کړو چې له افغان طالبانو او القاعدې سره تړاو لري. [ضیاء الرحمان]

په جون ۲۰۱۲ کال کې، د متحده ایالاتو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خیرالله او د هغه د اسعارو د تبادلې په سوداګرۍ باندې بندیزونه ولګول، د هغه شتمنۍ یي کنګل کړې او په هغه يې د سفر بندیز ولګوو.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په وینا، چې د تبادلې دوه دوکانونه او د خیرالله سوداګریز شریک حاجي عبدالستار بارکزۍ یې هم په ليسټ کې شامل کړل، "هغه په ليسټ کې ځکه شامل کړی شو چې هغه د طالبانو لپاره مالي، مادي، یا تخنیکي ملاتړ، یا مالي یا نور خدمتونه یا ملاتړ چمتو کړی و."

دغه وزارت وويل، دوی په ګډه د افغانستان، پاکستان او دوبۍ له لارې د حوالې او هنډۍ کار کولو او له طالبانو سره يې مالي مرسته کوله.

ایف آی ای خیرالله، چې د خیر الله بارکزۍ او حاجي خیر محمد نومونه هم لري، د لوړ پوړو ترهګرو په لسټ کې شامل کړی دی.

حاجي ګلاب، چې په کويټه کې يو افغان مشر دی او د افغان طالبانو له چارو سره بلد دی، وويل، د افغانستان د هلمند صوبې اصلي اوسیدونکی "خیرالله د طالبانو له مشرتابه سره نږدې اړیکې لرلې او د اسعارو د تبادلې قانوني کاروبار سره يې د پیسو مینځلو کاروبار کولو."

ګلاب وویل، کله چې حکومت په خیر الله او د هغه پر سوداګرۍ بندیز ولګوو، نو هغه پټ شو.

هغه زياته کړه، د هغه نيول کېدل په بهر کې د افغان طالبانو د مشرتابه ګڼ شمير غيرقانوني او پټ کاروبارونه په ډاګه کولی شي.

د کلونو راهیسې، طالب مشرانو ځانونه د دې لاملونو لپاره د عاجز خدمتګار په توګه وړاندې کړي او په احتیاط سره يې د سوداګرۍ معاملې پټي ساتلي دي.

د ایف آی ای یوې پلټنې د دې کال په سر کې داسې شواهد وموندل چې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور په کراچۍ کې د املاکو کاروبار لري. منصور په ۲۰۱۶ کال کې وژل شوی و.

د اپرېل په ۱۱ مه، په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د دې کېس په اړه نور معلومات وغوښتل او له اېف آی ای څخه یې وغوښتل چې د ملکیتونو ترلاسه کولو پروسه بشپړه کړي. له هغې وروسته، دغه پروسه د قانوني سیستم له لارې په دوامدارته توګه روانه ده. په دې وروستیو کې، دا د کورونا ویروس د وبا له امله د ځنډ سره مخ شوې ده.

د ترهګرۍ تمویل پروړاندې هڅې

د خیرالله نیول د حکومت د دوامداره هڅو یوه برخه ده چې د مالي عمل کاري کاري ځواک (اېف ای ټي اېف)، چې په پاریس کې د پیسو مینځلو ضد يو سازمان دی، شرطونه پوره کړي.

اېف ای ټي اېف، چې پاکستان یې په جون ۲۰۱۸ کال کې په خپل خړ لیست کې شامل کړی و، د اپرېل په مياشت کې د دې غوښتنو پوره کولو لپاره د پاکستان لپاره وروستۍ نيټه د جون ۲۰۲۰ نه تر سپتمبر ۲۰۲۰ پورې وغځوله.

اېف ای ټي اېف په تیر اکتوبر کې د خپل ارزونې په راپور کې له پاکستان څخه وغوښتل چې "خپل ايم اېل/ټي اېف [د پیسو مینځل او د ترهګرۍ تمویل] خطرونه په مناسب ډول وپیژني، ارزونه يې وکړي او په ګوته يې کړي"، چې په دې کې نړیوال خطرونه او هغه خطرونه شامل دي چې په پاکستان کې د تروریستي ډلو، په ځانګړي توګه داعش او القاعده، سره تړاو لري.

دې وړاندیز وکړو چې "په دې کې د پاکستان د ترهګرۍ پروړاندې پراخه لید کې د ټي اېف [د ترهګرۍ تمویل] شاملول، د اېف آی ای او سي ټي ډيز [د ترهګرۍ ضد د مبارزې ادارې] ترمینځ عملیاتي همغږي او همکارۍ ته وده ورکول، او د تحقیق کونکو، څارنوالانو" او د ججانو ظرفیت لوړول او د هغوی د کړنو سره د مرستې لپاره کړنلارې پلي کول، په ځانګړي توګه د اېف آی ای، پکار دي."

پاکستاني چارواکو په دې وروستیو میاشتو کې هڅې پیل کړي چې هدف یې خلکو ته معلومات ورکول دي چې د پیسو مینځلو، د ترهګرۍ تمویل او نورو غير قانوني فعالیتونو مخه ونيسي.

د فبرورۍ په میاشت کې پاکستان سټېټ بينک د پوهاوي لوړولو لپاره په ټول هیواد کې په ای ټي اېمز باندې پیغامونه کارول پیل کړل.

دا پیغام کاروونکو ته خبرداری ورکوي چې د حوالې او هنډۍ له لارې د بهرنیو اسعارو پلور، پیرود او لیږد غیرقانوني دی.

په کراچۍ کې د بهرنیو اسعارو تبادله کونکي اجمل شیرازي وویل، اوس د ترهګرو لپاره ستونزمنه ده چې د پیسو لیږدولو لپاره غیرقانوني لارې استعمال کړي ځکه چې حکومت د مالي ملاتړ او د پیسو مینځلو د مخنیوي لپاره هڅې پيل کړي دي.

شیرازي وویل، "د مناسب سندونو، په ځانګړي ډول د کمپیوټرايزډ شناختي کارډونو، د کتلو او ريکارډ ساتلو نه بغير، موږ پیسې نه لیږدوو او نه د اسعارو تبادله کوو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې کې دلچسپي نه لرم

ځواب