تروريزم

ایران د القاعدې داسې غړو ته، چې تر تعقیب لاندې دي، له اوږدې مودې راهیسې پناه ورکړې ده

په قاهره کې د ولید ابوالخیر لیکنه

ایرانیان د ۱۳۹۶ د زمري په ۶ مه په تهران کې د تهران په لرغوني لوی بازار کې دننه روان دي. [عطا کناري/ای اېف پي]

ایرانیان د ۱۳۹۶ د زمري په ۶ مه په تهران کې د تهران په لرغوني لوی بازار کې دننه روان دي. [عطا کناري/ای اېف پي]

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ له القاعدې سره قوي اړیکې لري، او دا د القاعدې هغو غړو ته، چې له نړیوالو مقاماتو څخه تښتېدلي وو، د ایران له خوا له ځای ورکولو څخه ښه ثابتیږي.

د هغوی په ډله کې، سیف العادل او عادل رادي بن سقر الوهابي الحربي شامل دي چې په دې تورن دي چې د ۱۳۷۷ د زمري په ۱۶مه یې په کینیا او تانزانیا کې د متحده ایالاتو په سفارتونو باندې د غبرګو ځانمرګو بریدونو پلان جوړ کړی وو.‌

په مصر کې د اسلامي جهاد ډلې د یوه مؤسس غړي،‌ نبیل نعیم، په وینا چې افراطیت یې پرېښی دی، د القاعدې او ایران تر منځ ارتباط هغه وخت پیل شو چې اسامه بن لادن د یادې ډلې مشر وو.

هغه وویل، دغه ارتباط د بن لادن له مړینې څخه وروسته دوام وموند.

د ۱۳۹۶ د لړم په ۱۰ مه د سي آی ای له خوا له خپرې شوې یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یوعکس ښیي چې د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی، حمزه بن لادن (چپ)، په ایران کې خپل د واده پروګرام لمانځي. فکر کیږي چې د اسامه بن لادن زوی، حمزه، له اوږدې مودې راهیسې د ایران تر مصؤنیت لاندې ژوند کوي، او تر دې چې د القاعدې وژل شوي مشر د ایران لوی مشر آیت الله علي خامنه اي ته یو لیک هم لېږلی وو.‌

د ۱۳۹۶ د لړم په ۱۰ مه د سي آی ای له خوا له خپرې شوې یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یوعکس ښیي چې د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی، حمزه بن لادن (چپ)، په ایران کې خپل د واده پروګرام لمانځي. فکر کیږي چې د اسامه بن لادن زوی، حمزه، له اوږدې مودې راهیسې د ایران تر مصؤنیت لاندې ژوند کوي، او تر دې چې د القاعدې وژل شوي مشر د ایران لوی مشر آیت الله علي خامنه اي ته یو لیک هم لېږلی وو.‌

هغه وویل، «ځینې معلومات ښیي چې دغه ارتباط په ۱۹۹۲ کې پیل شو،» او یادونه کوي چې، «ایران د القاعدې د هغو عناصرو لپاره ابتدایي پناه ځای دی چې په نړیواله کچه او د ترهګرۍ په تورونو تر تعقیب لاندې دي.»

نعیم وویل، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د القدس ځواک قوماندان، جنرال قاسم سلیماني، «د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ او القاعدې تر منځ د ارتباط مهندس دی،»‌

هغه زیاته کړه، په ۱۳۸۷ کې له وژل کېدلو څخه مخکې، د حزب الله نظامي قوماندان عماد مغنیه هم «د القاعدې د عناصرو په روزنه، په ځانګړې توګه د غولوونکیو دامونو او بمي بریدونو د میتودونو په برخه، کې یو مهم رول ولوباوه،»

هغه وویل، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ او د ایران استخباراتو دواړو سره د القاعدې ارتباط قوي دی، او یاده یې کړه چې،«د ارتباط نښې هغه وخت روښانه شوې چې ایران د القاعدې د مشر اسامه بن لادن کورنۍ ته ځای ورکړ

نعیم یادونه وکړه، چې دواړه لوري له کلونو راهیسې فرقه یي ترینګلتیاوو ته پکی وهي، چې «د ایران اسلامي انقلابي ګارډ‌ په کې خپل ځان د شیعه ګانو د خوندي کوونکي او مدافع په توګه ښیي، او القاعده له عین تکتیک څخه د سني ټولنې لپاره کار اخلي.»

تر تعقیب لاندې ترهګرو ته ځای ورکول

د سعودي پخواني نظامي تورن جنرال منصور الشهري وویل، په متحده ایالاتو کې د ۱۳۸۰ د وږي د ۲۰ مې د بریدونو څېړنو «تایید کړه چې ایران هغو عناصرو ته، چې دغه بریدونه یې ترسره کړل، لوجیستیکي او مادي ملاتړ،‌ او د هغوی د نقل او حرکت لپاره اسانتیاوې برابرې کړې وې».

هغه زیاته کړه، «د هغو کسانو له جملې څخه، چې د ترهګریزو جرمونو د ترسره کولو له امله تر تعقیب لاندې ول، او د هغوی له منځه، عادل رادي [بن سقر الوهابي الحربي] او سیف العادل،‌ ته چې په کینیا او تانزانیا کې د متحده ایالاتو په سفارتونو په بمي بریدونو کې یې رول درلود، ډېرو ته ایران ځای ورکړی وو،»

هغه وویل، دا کار ایران دې ته جوړوي چې تر نړیوال جنایي تعقیب لاندې ونیول شي، ځکه چې هغه افراد «یو شمېر هېوادونو، او همدارنګه نړیوالو پولیسو ته مطلوب دي».‌

الشهري وویل، عادل رادي، چې په ایران کې اوسېږي، د سعودي عربستان د ۲۰۱۱ د ډېرو مطلوبو کسانو په لست کې ۱۸م ځای لري، ځکه چې «هغه افغانستان ته د دې لپاره تللی وو چې له القاعدې سره یوځای شي او په آنلاین بڼه یې د دغې ډلې ایډیالوژۍ ته په وده ورکولو کې یو غټ رول ولوباوه».‌

الشهري وویل، عادل رادي دا وخت په ځانګړې توګه، «په جنوبي اسیا او منځني ختیځ کې د ایران له لارې د عناصرو او پیسو د خوځښت د همغږي کولو» په برخه کې کار کوي.‌

هغه وویل،‌ د هغه کار د القاعدې د جیګپوړي چمتو کوونکي او مالي تمویلوونکي عزالدین عبدالعزیز خلیل، کار پورې چې تر ډېره د ابو یاسین السوري په نامه مشهور دی، تعلق لري.

الشهري وویل، د سیف العادل اصلي نوم محمد صلاح الدین زیدان دی، او یادونه یې وکړه چې تر هغه وخت پورې چې اصلي مکوي په ۱۳۹۱ کې د مصر د مقاماتو له خوا ونیول شو، داسې فکر کېده چې د هغه نوم محمد مکوي دی.

هغه وویل، وروسته بیا معلومه شوه چې العادل د مکوي نوم د دې لپاره کاراوه چې له تعقیبوونکیو مقاماتو څخه ځان ته د تېښتې لاره ومومي.‌

سیف العادل د مصر یو پوځي افسر وو چې وروسته یې پوځ پرېښود او له القاعدې سره یوځای شو. هغه د ګروپ د روزنیزو کمپونو مسؤل وو،‌ او د ۱۳۹۰ د غوایي په ۲۷ مه، د بن لادن له وژل کېدلو څخه وروسته، د لنډ وخت لپاره د مشر مرستیال وټاکل شو.

الشهري وویل، «په کینیا او تانزانیا کې د غبرګو بمونو په شمول، په هغو عملیاتو سربېره، چې د متحده ایالاتو ګټې یې په نښه کولې، هغه په ۱۳۸۲ کې په ایران کې له خپل پناه ځای څخه د سعودي عربستان په ریاض کې د حملې لپاره پلان جوړ کړ او د ترسره کولو حکم یې ورکړ،»‌

هغه زیاته کړه، «په هغه وخت کې، نوموړی د یادې ډلې نظامي مشر وو. په بمي برید کې د ۹ امریکایانو په شمول ۳۵ کسان ووژل شول، چې په نتیجه کې یې د هغه د نیونې په مقابل کې انعام له ۵ څخه ۱۰ میلیونو ډالرو ته زیات شو،»

د القاعدې لپاره یو پناه ځای

د ستراتيژۍ تحلیلګر او د ترهګرې ډلې کارپوه تورن جنرال یحی محمد علي، چې د مصر له پوځ څخه تقاعد شوی دی، وویل، «د ایران اسلامي انقلاب ګارډ یوه پراخه سیمه د دې لپاره برابره کړه چې د القاعدې د امیرانو او عناصرو لپاره، چې په ایران کې پناه ورکړل شوې وه،‌ یو خوندي ځای وګرځي،»

هغه المشارق ته وویل، «دغه سیمه غرنۍ ده او د ایران - عراق د جګړې په ترڅ کې د عراقي عسکرو لپاره د توقیف د یوه کمپ په توګه کارول کېده. هغه د روح الله خمیني له زیارت څخه ۱۵ کیلو متره شمال ته له بهشت زهرا هدیرې سره نژدې د هغې لویې لارې په اوږدو کې پرته ده چې تهران له قم سره نښلوي.»

هغه وویل، دا په هغه کمپ، چې په کرمانشاه ولایت کې په تنګ کنشت ښار کې واقع دی، او د کسپین سمندرګي په غاړو کې له انزلي بندر سره نژدې په ساحل الروح کې د القاعدې لپاره د یوه ځانګړي ځای په توګه برابر شوی دی، اضافه دی.

علي وویل، رسنیز او استخباراتي راپورونه «په عراق کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا، په ځانګړې توګه په کربلا ولایت کې په عین التمر ولسوالۍ کې د القاعدې لپاره د کمپونو موجودیت» تاییدوي.

هغه وویل، د القاعدې په مهمو غړو کې، چې په ایران کې یې پناه اخیستې ده، محسن اید فضیل الفضلي شامل دی، «چې یو له ډېرو خطرناکو کوېټیانو او په ایران کې د القاعدې له وتلیو مشرانو څخه دی،»

الفضلي په ۱۳۹۴ کې په سوریه کې په یوه هوایي برید کې ووژل شو.‌

په نورو ډېرو وتليو نومونو کې د اسامه بن لادن زوم سلیمان بو غیث، چې د دغه ګروپ ویاند وو، او اردنی تبعه ابومصعب الزرقاوي، په عراق کې د القاعدې لومړی امیر، چې په ۱۳۸۵ کې ووژل شو، شامل دي.

په هغوی کې «عملیاتي پلان جوړوونکی» عبدالله احمد عبدالله، چې د ابو محمد المصري په نامه هم یادېږي، او په ۱۳۷۷ کې په تانزانیا او کینیا کې د بمي بریدونو په ارتباط مطلوب دی؛ او عبدالعزیز المصري، چې په افغانستان کې د القاعدې په کمپونو کې استاد وو او د ۱۳۷۹ د لیندۍ په میاشت کې یې د یوې پاکستانۍ مسافر وړونکې الوتکې د تښتولو په ناکامه هڅه کې برخه لرله، شامل دي.‌

په هغوی کې همدارنګه په افغانستان کې د القاعدې جیګپوړی مشر او د ګروپ ویاند ابو اللیث اللیبي؛ او ابودجانه البشا، چې د ابو دجانه المصري په نامه هم یادېږي او اوس مړ شوی دی، چې د تش په نامه «پټ قوماندان» په نامه هم یادېده او د القاعدې د جنوبي اسیا د څانګې په تاسیس کې یې یو مهم رول لوبولی وو، شامل دي.

د هغوی په ډله کې لیبیايي تبعه ابو انس اللیبي، چې اوس مړ شوی دی، او د القاعدې د کمپیوټري چارو متخصص وو، او په ۱۹۹۸ کې په سفارتونو باندې بمي برید کې د رول لرلو تور پرې لګېدلی وو؛‌ او د «وحشت مدیریت» مؤلف محمد خلیل الحکیمه، چې ویل کیږي چې په ایران کې د القاعدې د رسنیو او پروپاګند چلوونکی دی‌، شامل وو.‌

احمد حسن ابو الخیر المصري، چې ویل کیږي د ګروپ د قوماندان مرستیال دی، په ۱۳۹۶ کې د سوریې په ادلیب ولایت کې ووژل شو او د القاعدې د هغو مشرانو په دقیق لست کې یو بل نوم دی چې له ایران سره اړیکې لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500