تروريزم

د طالبانو د مشر د وژنې هڅې د دوې په منځ کې جګړه او اختلاف په ګوته کوي

د سليمان لخوا

ملا منان نيازي په دې بې نيټه انځور کې د درې ځانمرګي بريد کوونکو د نيولو نه وروسته خپلو پیروانو ته خطاب کوي. د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخونزاده پلويانو دغه بريد کوونکي لیږلې ول. [د ملا منان نيازي نه په مننه]

ملا منان نيازي په دې بې نيټه انځور کې د درې ځانمرګي بريد کوونکو د نيولو نه وروسته خپلو پیروانو ته خطاب کوي. د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخونزاده پلويانو دغه بريد کوونکي لیږلې ول. [د ملا منان نيازي نه په مننه]

کابل -- په افغانستان کې د طالبانو ويش مخ په وړاندې روان دی، په داسې حال کې چې، د راپورونو له مخې، يوه ډله د بلې ډلې د مشر د وژنې هڅه کوي.

ملا منان نيازي، چې د ملا محمد رسول تر مشرۍ لاندې د طالبانو د يوې اورپکۍ ډلې دوهم مشر دی، ادعا کوي چې د ملا هيبت الله اخونزاده تر مشرۍ لاندې د طالبانو يو بل ګروپ د هغه د وژلو هڅه کوي.

نيازی، چې د طالبانو په حکومت ( ۱۹۹۶- ۲۰۰۱) کې د بلخ او هرات صوبو پخوانې ګورنر پاتې شوی دی، د سپتمبر په ۲۷ مه په يوې ځانګړې مرکه کې سلام ټایمز ته وویل، "په هلمند صوبه کې د طالبانو ګورنر، سراج او بشیر، او د طالبانو نور قوماندانانو چې د ملا هيبت الله وفاداران دي، د خپلو مشرانو -- يعنې پاکستان، ایران او روس -- په امرونو باندې د عمل کولو نه وروسته، زما د وژلو لپاره درې ځانمرګي برید کوونکي واستول."

هغه وويل: "که څه هم زموږ ځواکونو هغوی د بريد کولو نه مخکې ونيول."

درې نیول شوي ځانمرګي برید کوونکي د ملا منان نيازي مخې ته ناست دي، په داسې حال کې چې هغه په یو بې نيټې انځور کې خپلو پیروانو ته خطاب کوي. [د ملا منان نيازي نه په مننه]

درې نیول شوي ځانمرګي برید کوونکي د ملا منان نيازي مخې ته ناست دي، په داسې حال کې چې هغه په یو بې نيټې انځور کې خپلو پیروانو ته خطاب کوي. [د ملا منان نيازي نه په مننه]

هغه زياته کړه، "دې ځانمرګي برید کوونکو اعتراف وکړو چې دوی غولول شوي دي او دوی په خپلو کړنو افسوس کوي. له دې کبله موږ دوی پريښودل، ځکه چې دوی کورنۍ لري."

ويل کيږي چې رسول په کال ۲۰۱۳ کې د ملا عمر د مرګ نه مخکې چه طالبانو په کال ۲۰۱۵ کښې څرګند کړود طالبانو د بنسټ ايښودونکي ملا محمد عمر سره نږدې اړیکې لرلې، خو په دغه کال کې رسول د طالبانو د اصلي ډلې نه جدا شو او خپل غورځنګ يې جوړ کړو چې د "د افغانستان د اسلامي امارت عالي شورا" په نامه ياديږي.

د رسول پلويانو د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د مشر جوړيدلو او د ملا هيبت الله د مشرۍ خلاف په وړاندې آواز پورته کړو. ملا اختر محمد منصور په ۲۰۱۶ کال کې په پاکستان کې وژل شوی وو.

نياز وويل، "نه ملا اختر منصور او نه ملا هيبت الله د طالبانو د مشرۍ لپاره اړين واک او وړتيا لرله." نوموړي زياته کړه، دغه دواړه کسان د طالبانو د ډېرو غړو له ملاتړ پرته واک ته ورسېدل.

ډير زيات ویش

نيازي د رسول ډلې او د هيبت الله د مشرۍ لاندې د طالبانو ترمینځ د توپیرونو په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل: "په ۲۰۱۵ کال کې د هغوی نه له جدا کيدو څخه وروسته، موږ په هرات، هلمند، زابل، فراه، غور او بادغیس کې د منصور سره او بیا د هيبت الله سره جګړه کوو."

نيازي وويل: "په دې وروستيو کې، زمونږ او د هيبت الله تر مشرۍ لاندې د طالبانو ځواکونو تر منځ سخته جګړه وشوه چې په پايله کې موږ د هيبت الله ۱۶ غړي ووژل." "مونږ چې کومې وسلې د هغوی نه ترلاسه کړې، هغه ډيرې پرمختللي وې او سکوپونه يې لرل. دا وسلې په روس کې جوړې شوي وې او دوی ته د ایران له لارې قاچاق شوي وې."

که څه هم هغه د طالبانو د نورو ډلو سره جګړه کوي او د افغانستان د سولې په پروسه کې د برخې اخيستو نه انکار کوي، نیازی دا څرګندونه وکړه چې دوی د روانې جګړو له امله ستړي شوي دي.

هغه وويل: "۴۰ کلنې جګړې افغانستان او افغانان ستړي کړي دي." موږ غواړو چې ټول افغانان یو ځای شي او چې د خبرو اترو له لارې خپلې داخلي ستونزې حل کړي. موږ د افغانستان د ټولو قومونو تر منځ ملي یووالی، سوله او ثبات غواړو."

هغه وويل، جګړه نوره د حل لاره نه ده."

سره له دې، نيازي وويل چې د هغه ګوند په پوځي توګه ځواکمن او چمتو دی او "تر هغه وخته پورې به د هيبت الله ډلې سره جګړې ته دوام ورکړي تر څو چې يې دا نه وي ختم کړي."

اختلافونه د تاوتریخوالي او جګړی سبب ګرځي

د ملي امنیت رياست پخواني ډايريکټر رحمت الله نبیل په یو ايميل کې د سپتمبر په ۳۰ مه سلام ټايمز ته وويل، "په ۲۰۱۵ کال کې د ملا اختر منصور نه د جدا کيدو نه وروسته، د دواړو ډلو غړو په يو شمير موقعو په یو بل بریدونه کړي دي."

هغه وويل، "دا لومړۍ هڅه نه ده." هغه په نومبر ۲۰۱۵ کال کې په خاکي افغان ډسټرکټ کې د منصور دادالله، چې د رسول ډپټي وو، وژلو او په مارچ ۲۰۱۶ کال کې د هرات صوبې په زرکوه دره کې په ملا راز محمد ننګيالي باندې برید ته اشاره وکړه.

نبیل وویل چې طالبان زياتره د داخلي ويش او اختلافاتو نه ډاریږي.

هغه وويل: "د دې يو لامل، چې ولې ملا هيبت الله د اختر منصور د وژلو نه وروسته د طالبانو لوړپوړی مشر وټاکل شو، دا هم کيدی شې چې د [رسول] طالبانو اورپکۍ ډله وهڅوي چې بيا له دوی سره يوځای شي." "تر يوې اندازې پورې، دا پلان بريالی شو."

هغه وويل: "د ملا منصور په پلويانو کې يو کس چې لا تر اوسه پورې فعال دی او په ډاګه خبرې کوي هغه ملا منان نيازي دى، چې [راتلونکى] هدف جوړيدې شي."

نبیل وویل، "د دوی ترمنځ جدي اختلافات او بې باوري شتون لري." هغه زیاته کړه، افغان حکومت باید د طالبانو د کمزورۍ او د دوی سره د افغانانو د کم ملاتړ نه ګټه واخلي.

داود کلکاني، چې په پارلمان کې د کابل استازيتوب کوي، وویل: "د کویټې شورا، د ملا هیبت الله او د حقاني شبکې تر مشرۍ لاندې، د نورو هیوادونو د ځانګړو ګټو لپاره کار کوي." هغوی اراده نه لري چې د افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي."

هغه سلام ټایمز ته وویل: "دوی پلانونه جوړ کړي دي چې د طالبانو غړي لکه ملا رسول، منان نیازي او ښایي د طالبانو هغه نور مشران ووژني کوم چې د سولې په لور روان دي."

هغه وويل: "په دې وروستيو کې د طالبانو لوړپوړي غړو پاکستان پريښودو. دوی جګړه پريښوده او د خپلو کورنيو سره کندهار ته راغلل." هغه زياته کړه، "دا د طالبانو په لیکو کې نور ویش او ویجاړتیا په ګوته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

امیرالمومینین ملا ھیبت اللہ اخونزادہ یقیناً چې د طالبانو لوړ پوړی قوماندان دی او د ملا محمد عمر حقیقي جانشین دی.

ځواب