تروريزم

د ترهګرۍ څخه ژغورل شوي يو کس په قبایلي سیمو کې د معذورانو سره د مرستې لپاره هلې ځلې کوي

د محمد شکيل لخوا

یو ډاکټر د نومبر په مياشت کې په وانا کې په يو طبي کيمپ کې، چې د فاټا د معذورانو فلاحي تنظیم لخوا يې بندوبست شوی و، د يو مريض معاینه کوي. [اېف ډي ډبليو او]

یو ډاکټر د نومبر په مياشت کې په وانا کې په يو طبي کيمپ کې، چې د فاټا د معذورانو فلاحي تنظیم لخوا يې بندوبست شوی و، د يو مريض معاینه کوي. [اېف ډي ډبليو او]

پېښور -- عرفان الله، چې د خېبر پښتونخواه په کرم ضلعه کې يې په ۲۰۱۱ کال کې په یوې تروریستي چاودنه کې دواړه پښې له لاسه ورکړې وې، په هغه جسماني او نفسياتي درد پوهيږي چې د ترهګرۍ قربانیان ورسره هره ورځ مخ کیږي.

په ۲۰۱۵ کې، په هغه وخت کې دغه ۱۳ کلن کس ستونزو وهڅولو چې د فاټا د معذورانو فلاحي تنظيم (اېف ډي ډبليو او) جوړ کړي، کوم چې د تروریستي حملو لخوا معذوره شویو قبایلي اوسیدونکو ته فزیکي او اخلاقي مرستې وړاندې کوي.

په ۲۰۱۶ کال کې د دې له رسمي رجسټريشن وروسته، دې سازمان ګڼ شمیر پاکستانيانو ته مرستې چمتو کړې څو هڅه وکړي چې د ترهګرۍ قربانیانو سره مرسته وکړي چې په خپلې معذورۍ باندې قابو ومومي او عادي ژوند تير کړي.

د فاټا د معذورانو د فلاحي تنظيم چيرمين عرفان الله پخوانۍ فاټا ته په اشارې سره وويل، "موږ په ۲۰۱۵ کال کې د فاټا د معذورانو د فلاحي بیرغ لاندې وروسته له هغې کار پیل کړو کله چې مونږ د هغه کسانو خراب حالت او ستونزې وليدلې چې په فاټا کې د ترهګرۍ په پيښو کې ژوبل شوي ول."

ناروغان په تير نومبر کې په وانا کې په یو طبي کیمپ کې، چې د فاټا د معذورانو فلاحي تنظیم لخوا يې بندوبست شوی و، علاج ترلاسه کوي. [اېف ډي ډبليو او]

ناروغان په تير نومبر کې په وانا کې په یو طبي کیمپ کې، چې د فاټا د معذورانو فلاحي تنظیم لخوا يې بندوبست شوی و، علاج ترلاسه کوي. [اېف ډي ډبليو او]

عرفان الله چې اوس ۱۸ کاله عمر لري او په پېښور کې په اسلامیه کالج کې د طبي مطالعاتو په دوهم کال کې دی، وویل چې د دې تنظيم اصلي موخه دا ده چې په ډیر منظم او اغيزمنه توګه له قربانیانو سره مرسته وکړي.

هغه وویل، "زه د څلورم جماعت زده کوونکی وم کله چې يوې چاودنې زما دواړه پښې والوځولې." "له هغه وخت راهیسې، زه د یوې داسې ټولنې سره مبارزه چېرې چې معذورۍ اکثر خلک د ورځني ژوند او ارمانونو له تعقیب څخه بې برخې کوي."

هغه زیاته کړه، "هیڅ څوک زما په پرتله د يو انسان د احساس او داخلي هيجان په اړه ډير ښه نه شي پوهيدې، ځکه چې دغه پیښې زما د ژوند لاره بدله کړه او زه يې په دوامداره توګه له مايوسۍ سره مخ کړم."

هغه وویل، "زما مقاومت، د خپلو نورو قربانیانو سره د غم شریکولو لپاره زما ژمنې ... په دې مجبوره کړم چې په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ د قربانیانو د پرمختګ لپاره یو تنظيم پیل کړم."

په لرو پرتو سیمو کې پاملرنه

عرفان الله وویل، "د ترهګرۍ لخوا زياته متاثره شوي قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان ده، چیرې چې اوسیدونکي اوس هم د عادي ژوند ترلاسه کولو لپاره هلي ځلې او له ستونزو سره مبارزه کوي."

د عرفان الله له مخې، د هغه ډيرو ستونزو له امله چې د ترهګرۍ قربانیان ورسره مخ دي او په قبایلي سیمو کې ژوند کوي، د فاټا د معذورانو فلاحي تنظيم په دې وروستیو کې په وانا کې د مصنوعي غړو مرکز جوړ کړو.

"موږ کار کوو چې په ټولو قبایلي ضلعو کې د دې په څير ډیر مرکزونه جوړ کړو."

د فاټا د معذورانو د فلاحي تنظيم ویاند جمیل خان وویل، "دلته تقريباََ ۱۵،۰۰۰ قبایلي اوسیدونکي دي چې د پوليو په ګډون د مختلفو لاملونو له امله معذوران شوي دي.""په دغه کسانو کې، ۲،۰۰۰ کسان په ضم شويو [پخوانۍ فاټا] ضلعو کې د ترهګرۍ د مختلفو پیښو له امله معذوران شوي وو."

هغه زياته کړه، د معذورانو سره د مرستې سربېره، دا تنظيم د هغه قبايلي غړو لپاره د طبي کيمپونو بندوبست کوي چې په لرې پرتو سيمو کې ژوند کوي او روغتيايي پاملرنې ته لاسرسی نه لري.

خان وویل، "د دې طبي کیمپونو بندوبست کول زموږ د اجنډې یوه برخه ده، چې موخه یې د بې وزلو او محرومه خلکو ستونزې کمول دي."

هغه زیاته کړه چې د سماجي فلاحي چارواکو د غفلت له امله، خلک باید شعور ترلاسه کړي څو د هغه کسانو ناوړه وضعيت او ستونزې حل کړي چې د ترهګرۍ لخوا معذوره شوي دي.

خان وویل، "زموږ د ادارې هڅې د هغه کسانو د ستونزو په مقابله کې هيڅ نه دي کوم چې د ترهګرۍ لخوا ځپل شوي دي، خو موږ مطمئن یو چې موږ دوی ته اخلاقي او فزیکي ملاتړ چمتو کوو."

"د فاټا د معذورانو فلاحي تنظيم تر دې دمه د ترهګرۍ قربانیانو ته ۱۸۶ مصنوعي پښې چمتو کړي، په داسې حال کې چې ۳۶ نور ژوندي ژغورونکي د مصنوعي غړو لګولو لپاره" ټاکل شوي. سربیره پردې، دې تقريباََ ۲۰۰ ویلچیرونه ویشلي دي.

نصير افريدي، چې ۵۱ کاله عمر لري او د سپیر پارټس دوکان لري او د خېبرپښتونخواه په نويو ضم شویو قبایلي ضلعو کې د جمرود اوسیدونکی دی، وویل چې ټولنه د دې سازمان هڅو ته سخته اړتیا لري او ستاينه یې کوي.

هغه وویل، "دا به د بهرني وګړي لپاره ستونزمنه وي چې د قبايلي غړو ستونزې او مشکلات وپيژني چې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې له خوا ځپل شوې ول." "قبایلي غړي اوس هم هڅه کوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې اغیزې سره مبارزه وکړي، چې ملکي وګړي یې بې کوره او بې وزلې کړل، په داسې حال کې چې ځینې به د تل لپاره معذوران، شليان او ګوډيان پاتې شي."

هغه وویل، "د معذورانو سره مرسته او هغوی ته بشردوستانه مرستې چمتو کول چې عادي ژوند پيل کړي، د دې ادارې یوه لاسته راوړنه ده."

د فاټا د معذورانو فلاحي تنظيم او د دې کار "د حکومت او ټولنې دواړو ملاتړ او اعتراف ته اړتیا لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زموږ دا خبرونه واقعي خوښ دي.

ځواب