ټولنه

د معذورانو پراخه ټولنه معذورانو ته اميد او مرسته برابروي

د جاويد محمد لخوا

عایشه الرحمان (ګس اړخ ته)، چې د معذورانو د پراخه ټولنې (ډي آی ای) بنسټ ایښودونکي ده، په اسلام آباد کې د اپریل په ۲۳ مه د خپلي ادارې د نورو کسانو سره د ګروپ فوټو لپاره پوز جوړوي. [جاويد محمود]

عایشه الرحمان (ګس اړخ ته)، چې د معذورانو د پراخه ټولنې (ډي آی ای) بنسټ ایښودونکي ده، په اسلام آباد کې د اپریل په ۲۳ مه د خپلي ادارې د نورو کسانو سره د ګروپ فوټو لپاره پوز جوړوي. [جاويد محمود]

اسلام آباد -- د معذورانو پراخه ټولنه (ډي آی ای)، چې په اسلام آباد کې يو نوی جوړ شوی ګروپ دی او په راولپندۍ او نورو نږدې سیمو کې فعالیت کوي، پلان لري چې خپل کار پراخه کړي او د هغه معذورانو خلکو سره مرسته وکړي کوم چې ډيره زياته معذوري لري.

عايشه رحمان، ۲۵ کلنه، چې د غیر انتفاعي موسسې بنسټ ایښودونکي او مشره ده، پاکستان فارورډ ته وويل، موږ د ټولنې غړو ته ويلچيرونه،د خوارک توکې، کتابونه اور يونيفارم ورکوو چې موخه يې هغوی د ټولنې فعال او ګټور غړي جوړول دي."

هغې وويل، "موږ د ډي آی ای د هغه ځينې غړو سره مرسته کوو کوم چې پيشه ورانه ټريننګ [ترلاسه کوي] چې هغوی ته توان ورکړو چې خپله روزي په خپله وګټي او د خپلو کورنيو ګټور غړي جوړ شي."

عایشه رحمان، چې د عضلاتو په (ډسټروفي) بيمارۍ کې اخته ده، په ۲۰۰۷ کال کې د ۱۴ کالو په عمر کې ويل چير ته محتاجه شوه.

هغې وويل، "خو ما همت ونه بايلو."

عایشه رحمان په ۲۰۱۴ کال کې د بيچلر ډګري ترلاسه کړه او په اسلام آباد کې د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ نه په لايبريري ساينس کې د بيچلر ډګري ترلاسه کوي.

هغې وويل، "که تاسو غواړئ چې د انسانيت خدمت وکړئ، نو معذوري ستاسو د ښه مشن په لاره کې بهانه نه شي جوړيدې -- او ما دا ثابته کړې ده."

د معذوراونو سره مرسته کول

عایشه رحمان وويل، "څو میاشتې مخکې، موږ په رسمی ډول ډي آی ای د يو غیر انتفاعي، غیر دولتي سازمان په توګه جوړ کړو چې د ډیرو پاکستاني او نړیوالو موسسو نه د مرستې غوښتنه وکړو چې د يو شمير معذورانو -- چې زياتره ښځې او ماشومان دي -- سره مرسته وکړو."

هغې وويل، اوس مهال د دې ټولنې سره ۳۰۰ معذوران تعلق لري. که څه هم، ډیر پاکستاني معذوران د اورپکۍ لخوا په ځپل شوي خیبر پختونخواه کې ژوند کوي، چیرته چې ټولنه د فنډ د نشتوالي له کبله نه شي رسيدلې.

هغې وويل، "اوس مهال، موږ پوره سرچينې نه لرو چې د اسلام او راولپنډۍ نه بهر ضرورت مندو کسانو ته ورسيږو." هغې زياته کړه، زمونږ موخه دا ده چې د ۲۰۱۸ کال د پای پورې په نورو ښارونو کې اوسيدونکو ته لاس رسی ولرو.

هغې زياته کړه، په راتلونکي مياشت کې د روژې د پيل سره، دا ټولنه هڅه کوي چې چندې راټولې کړي او د ټولنې غړو ته خوراک برابر کړي.

د زیاتو بسپنو غوښتنه کول

ډاکټر مرتضی مغل، چې په اسلام آباد کې د نظريه پاکستان ټرسټ فورم مشر دی، وویل، "د ۲۵٪ نه زيات پاکستاني د بېوزلۍ د کرښې لاندې ژوند کوي." "دوی د حکومت او د ټولنې د ملاتړ لپاره مستحق دي چې خپل بنيادي ضروريات برابر کړي."

هغه په حکومت او په بشرپالانو غږ وکړو چې د معذورانو سره د مرستې لپاره د ډی آی ای سره ملاتړ وکړي. هغه دغه هڅه ترټولو زيات ښه کار ګڼي.

هغه وویل، په هیواد کې کاروبارونه باید د خپلې کلنۍ ګټې يوه ځانګړې برخه د سماجي بهبود لپاره ورکړي.

ټولې کمپنۍ، چې د پاکستان د سيکيوريټيز او ايکسچينج کميشن سره رجسټر شوي دي، باید د خپلې منافعې لږ تر لږه ۵٪ برخه د ټولنې یا د خپلو ملازمينو په بهبود باندې خرچ کړي.

مغل وويل، ځينې کمپنۍ د خپلو منافعې ۱۰٪ برخه په پاکستان کې تعليم، صحت او پاک چاپېريال ته په وده ورکولو باندې خرچ کوي. هغه زياته کړه، د سوداګرۍ مشران بايد په دې کار عمل وکړي او د ضرورت مند خلکو فلاح او بهبود ښه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اسلام عليکم مننه ډي آی ای، د معذورۍ لرونکو خلکو ټولنه شاباش

ځواب