روغتیا

ترهګرۍ ځپلې پاکستانیان د معذورانو نړیواله ورځ لمانځي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

يوه معذوره جينۍ د دسمبر په ۴ مه په پېښور کې په حبیب فزیوترافي کمپلیکس کې وړیا مرستندويه وسیله ترلاسه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

يوه معذوره جينۍ د دسمبر په ۴ مه په پېښور کې په حبیب فزیوترافي کمپلیکس کې وړیا مرستندويه وسیله ترلاسه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

پېښور -- په پاکستان کې معذوره کسان غوښتنه کوي چې اورپکۍ ته دې د پای ټکی کيښودل شي په داسې حال کې چې دغه هیواد د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۳ مه) د معذورانو نړیواله ورځ ولمانځله.

۲۳ کلن شفیق احمد په ۲۰۱۳ کال کې په شمالي وزيرستان کې په خپل کور کې په راکټ وویشتل شو.

هغه وویل، "زه د دې پیښې نه لس ورځې وروسته د پېښور هسپتال ته منتقل کړی شوم، چیرې چې ډاکټرانو زما پښه غوڅه کړه، او زه د مرستندویه وسیلو په کارولو سره لوی شوی وم او ګرځم."

احمد په وسله والو طالبانو د خپلې معذورۍ له کبله لعنت وایي.

معذوره کسان د دسبمر په ۳ مه په ويل چير منډه کې برخه اخلي، کوم چې د پاکستان د سرې میاشتې ټولنې لخوا د باجوړ په خار کې د معذورانو د نړیوالې ورځ په موقعه منعقد شوی وه. [حنیف الله]

معذوره کسان د دسبمر په ۳ مه په ويل چير منډه کې برخه اخلي، کوم چې د پاکستان د سرې میاشتې ټولنې لخوا د باجوړ په خار کې د معذورانو د نړیوالې ورځ په موقعه منعقد شوی وه. [حنیف الله]

البته، سوله يو کليدي رول لري چې د تاوتریخوالي مخه ونيسي او د پاکستانیانو لپاره خوندي راتلونکی یقیني کړي.

هغه وویل، "د تاوتریخوالي نه بغير پرمختګ ممکن دی." "اوس خلک د پرمختګ لپاره مساوي فرصتونه لري."

په حيات آباد ميډيکل کمپلکس کې د فزيوتراپۍ څانګې مشر ډاکټر محبوب رحمان وويل، هغه کسان چې معذوران دي د تاوتريخوالي په غندلو کې په حقه دي چې دوی يې معذوران کړل.

هغه وويل، "د روغتیا نړیوال سازمان [ډبلیو ایچ او] وايي چې معذوران د نړۍ ترټولو زيات محرومه شويو ډلو څخه دي. معذوره خلک ښه روغتیايي پایلې نه لري، کم تعلیمي لاسته راوړنې، لږ اقتصادي ګډون او د بې معذوره خلکو په پرتله د بې وزلۍ لوړه کچه لري."

رحمان د ډبليو ايچ او په حواله وویل، "معذوري اوس د بشري حقونو مسله ده."

هغه وویل، په قبایلي ضلعو کې بمي او ځانمرګي بریدونو قربانيان د ډیرو روغتیایي ستونزو سره مخ کړي، په ځانګړي توګه معذوران، او د کورنیو او ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

د خېبر پښتونخواه (کی پي) د ټولنيزې سوکالۍ رياست چارواکي ایاز خان له مخې، د یتیمانو شمیر په قبایلي سیمو او ملاکنډ ډویژن کې د تاوتریخوالي له امله لوړ شو.

هغه وويل، د ۶،۰۰ نه زيات اوسېدونکي د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کال تر منځ د اورپکۍ په ترڅ کې په ملاکنډ کې معذور شول.

هغه وویل، "وسله وال د ترهګرۍ د خپرولو لپاره د تروریستي عملونو له لارې د ملکي وګړو د وژلو او ژوبل کولو له امله بدنام دي."

هغه وویل چې وضعیت وروسته له هغې زيات ښه شوی کله چې پوځ ترهګر ووژل یا يې له سیمې څخه وشړل.

د خېبر پښتونخواه د روغتیا وزیر هشام انعام الله خان وویل، حکومت په هرې ضلعې کې د فزیوتراپي مرکزونه جوړ کړي چې د معذوره کسانو سره مرسته وکړي او هغوی ته توان ورکړي چې وګرځي او له نورو مسلو نه ځانونه خوندي وساتي.

هغه وویل، د ټولنې او فزیوتراپي ملاتړ ضروري دی چې د معذوره کسانو سره مرسته وکړي چې په ټولنه کې ګټور وګړي جوړ شي.

'هيڅ رحم نه لري'

ډاکټر جواد علي، چې په خېبر ټيچنګ هسپتال پېښور کې د هډوکو جراح دی، له مخې، د وسله والو لخوا ډیرې معذورۍ جدي دي او قربانیان د کار کولو نه منع کوي.

هغه وویل، نارینه، ښځې او ماشومان د کور نه بهر او په کور کې دننه دواړه ځایه ټپي شوي دي.

ظفيرالله، ۳۴ کلن، په خپلې مستري خانه کې کار کولو کله چې په ۲۰۰۸ کال کې په سوات ضلعه کې د هغه ښۍ پښه په ګولۍ ولګېده. هغه اوس د ټاپوړو په واسطه ګرځي.

هغه وویل، "زما د پښې ډیر ځله اپريشن وشو خو په پای کې د شدید زخم له کبله غوڅه کړی شوه. له هغه وخت راهیسې، زه بې روزګاره یم او د نورو د مرستې په تمه يم."

د هغه یوازینۍ غوښتنه د پوځ څخه دا ده چې په هرځای کې د وسله والو پروړاندې بشپړ عملیات ترسره کړي چې په هیواد کې سوله راولي.

هغه وویل، "طالبان د هیڅ ډول رحم مستحق نه دي."

د سپوږمۍ ګل، ۴۰ کلنې، ګسه پښه په ۲۰۰۹ کال کې هغه وخت زخمي شوه کله چې په مهمند ضلعه کې د هغې په کور یو راکټ راولویدو.

له هغه وخت راهیسې، هغه ویل چیر کاروي.

هغې وویل چې مسؤلیت د وسله والو په غاړه دی. هغې زیاته کړه چې د هغې څلور ماشومان د هغې د معذورۍ له کبله ځپل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500