روغتیا

خاص قسم ويلچير د هغه پاکستانيانو سره مرسته کوي چې د ترهګرۍ د وجې معذوران شوي دي

اشفاق يوسفزۍ لخوا

تخنیکران د جنورۍ په ۱۰مه په پېښور کې خاص قسم ويلچيرونه جوړوي چې د تروریزم نه بچ پاتي شوي کسانو سره مرسته وکړي. [اشفاق يوسفزۍ لخوا]

تخنیکران د جنورۍ په ۱۰مه په پېښور کې خاص قسم ويلچيرونه جوړوي چې د تروریزم نه بچ پاتي شوي کسانو سره مرسته وکړي. [اشفاق يوسفزۍ لخوا]

پېښور - رحيم ګل، ۲۵ کلن، چې د باجوړ ايجنسۍ يو اوسيدونکی دی، دوه کاله وړاندې د وسله والو لخوا د کيښودل شوي ماين په چاودنه کې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې.

هغه په پېښور کې د معذورانو په مرکز کې پاکستان فارورډ ته وويل، "زه د یوې وړیا ويلچير انتظار کوم چې زما د سايز مطابق تيار کړی شوی دی." هغه دغه مرکز ته د يو ويلچير لپاره د خپل بدن ناپ ورکولو لپاره لاړو.

هغه وويل: "دا ويلچير چې زه يې اوس استعمالوم يو عام ويلچير دی." "اوس هغوی زموږ لپاره ډیر پرمختللي ويلچيرونه جوړوي."

خاص قسم ويلچيرونه

په پېښور کې د معذورانو مرکز د خاص قسم ويلچيرونو جوړول پیل کړي دي چې د معذورانو تګ راتګ لوړ کړي.

د معذورانو د مرکز چيف ايګزيکيټيو افسر سيد محمد الياس پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د دې ويلچيرونو جوړول شروع کړي دي چې د هغه خلکو سره مرسته وکړو کومو چې په اورپکۍ ځپلو سيمو کې خپلې پښې او لاسونه له لاسه ورکړي او هغوی خپلو کورونو ته محدود شوي دي."

هغه وويل، يو شمېر هغه خلک چې د رالويدو، ترافيکي پېښو او د ډزو زخمونو د وجې د معذورۍ سره مخامخ دي به هم د دې پروګرام نه ګټه پورته کړي.

هغه وويل، هغه کسان چې په دې مرکز کې یې د فالج علاج ترلاسه کړی دی، هغوی به ويلچيرونه ترلاسه کړي. لومړۍ ترجيح به هغه کسانو ته ورکولی شي کوم چې د تروریزم نه بچ پاتي شوي دي او هغه کسان چې د سپينل کارډ علاج ترلاسه کوي.

هغه وويل: "موږ په پاکستان کې په لومړي ځل دا ويلچيرونه جوړوو." نوموړي زياته کړه چې د دوی دا ويلچيرونه د هغه ويلچيرونه نه ډير پرمختللي دي کوم چې تر اوسه پورې پاکستانيان استعمالوي. په پاکستان کې د زيات شمير ويلچيرونو په پرتله، دا ويلچيرونه د يو تشخيص مطابق جوړ شوي دي."

هغه وويل: "اوس مهال، ماشومان او لوی کسان د يو سايز ويلچيرونه استعمالوي، چې هغوی ته ارام نه ورکوي." "د دې پروګرام له مخې، دوی به داسې ويلچيرونه تر لاسه کړي چې دوی به په کې په اسانۍ سره کيناستی شي او سفر کولی شي."

هغه وويل: "زموږ کارپوهانو په دې باندې ريسرچ کړی دی چې څنګه د معذورانو سره مرسته وکړي." "د معذورانو په وړيا تګ راتګ کې مرسته کول زمونږ اصلي مقصد دی."

د ويلچيرونو جوړول پراخه کول

دغه مرکز، چې په ۱۹۸۴ کال کې يې د ويلچيرونو جوړول پیل کړل، هر کال ۴۰۰ ويلچيرونه جوړوي. د دې د جوړېدو راهیسې، دې مرکز مريضانو ته ۸،۵۰۰ وړيا ويلچيرونه برابر کړي دي او نور په هغه خلکو باندې خرڅوي کوم چې د پيسو ورکولو توان لري.

الياس وويل، د سره صلیب نړیواله کمیټې (آی سي آر سي) د دې مرکز د تخنیکرانو سره مرسته کوي چې په ويلچيرونو جوړولو کې د هغوی مهارتونه لوړ کړي.

برسیره پردې، دا مرکز د ويلچيرونو د ماهرينو د نړیوالې ټولنې سره همکاري کوي چې هر يو ضرورت مند کس ته يو وړيا ويلچير برابر کړي. د آی سي آر سي دغه اداره د دغه یو کلن پروګرام له پاره مالي مرسته ورکوي په داسې حال کې چې چارواکي فيصله کوي چې آیا دا پروګرام جاري وساتي.

هغه وويل: "موږ په ورکشاپ کې نوي سامان نصب کړي دي." "سږ کال به موږ ۱،۰۰۰ ويلچيرونه جوړوو، چې دا به په دوهم او دریم کال کې ۲،۰۰۰ او ۳،۰۰۰ پورې په ترتيب سره زيات شي."

هغه وويل، د فاټا، ملاکنډ ډويژن او د افغانستان خلک د معذورانو مرکز ته د علاج او ويلچيرونو لپاره راځي.

هغه وويل، د ويلچيرونو جوړولو زياتولو سره، مرکز په پام کې لري چې ويلچيرونه تجارتي مارکيټ ته ورکړي.

منصور ګولړه، چې په دې مرکز کې يو پراجيکت افسر دی، وويل، د دې مرکز د جوړولو موډل په هېواد کې په هر ځای کې شروع کيدلی شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د دې نوي طريقه کار مقصد دا دی چې په مستقبل کې د حکومت او پرايويټ ادارو لپاره ويلچيرونه جوړ کړي." هغه زياته کړه، چې دغه مرکز به په بل پړاو کې د لکړو جوړول شروع کړي چې د معذورانو سره په ګرځيدو کې مرسته وکړي."

ګولړه وويل چې د خيبر پښتونخوا (کی پي) په ۳۰۰،۰۰۰ معذورانو د جملې څخه په ۱۰ کې ۱ عام ويلچير استعمالوي. زياتره داسې ويلچيرونه درامد شوي دي.

هغه وويل: دغه مرکز د مظفر آباد او افغانستان نه ماهرين راغوښتي دي چې د تخنیکرانو مهارتونو ته وده ورکړي او هغوی ته د لږ لګښت او ايډ جسټبل ويلچيرونو جوړولو کې د ځايي موادو او تکنالوژۍ استعمالولو په اړه تربيت ورکړي.

د معذورانو لپاره يو نوی ژوند

ګولړه وويل چې مرکز د ويلچيرونو استعمالونکو په ضرورتونو باندې ريسرچ کړی دی. په دې ريسرچ کې د معذورانو عمر، سايز او زخم خيال وساتلی شو.

هغه وويل: "د دغه پروګرام موخه دا ده چې خلکو ته د هغوی د معذورې مطابق مختلف ويلچيرونه برابر کړي او هغوی د دې قابل کړي چې هغوی خپل روټين کار وکړي."

هغه وويل، دغه خاص قسم ويلچيرونه چې پرمختللي ډیزاینونه لري "معذورانو ته نوی ژوند ورکوي."

هغه وويل، هر هغه کس چې د معذورانو مرکز نه يو وړيا ويلچير ترلاسه کوي هغه به د مرمت خدمت هم د دې مرکز په ورکشاپ کې ترلاسه کړي. په دغه ورکشاپ کې به هر قسم پرزې موجودې وي.

په باجوړ ايجنسۍ کې دوه کاله مخکې په يوه چاودنه کې زخمي شوی، جبين خان په دې مرکز کې علاج تر لاسه کړو او هغه یو نوی ويلچير تر لاسه کړی دی.

خان وويل، هغه د نوي ويلچير ترلاسه کولو باندې ډير خوشحاله دی. هغه زياته کړه چې دې د هغه ژوند ته ډير ارام ورکړی دی، او اوس هغه توان لري چې نږدې جومات او مارکیټونو ته لاړ شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، چې دغه نوی ويلچير "په آزاده توګه تګ راتګ اسان کړی دی." "د اعلی تکنالوژۍ استعمالولو سره، دا داسې جوړ شوی دی چې د دې استعمالونکو ته ارام ورکوي."

د اورپکۍ لپاره يو ګوزار

په پېښور کې د امنیتي چارو کارپوه او لیکوال، خادم حسین وايي، دا پروګرام د اورپکۍ ځپلې سيمو د اوسيدونکو او په ځانګړې توګه د معذورانو باور لوړوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "ويلچيرونه معذوران د دې جوګه کوي چې د مختلف ځايونو ليدنه وکړي او خپل ټولنيز فعاليتونو ته دوام ورکړي."

هغه وويل، د دردناک زخمونو نه بچ پاتي شوي کسانو ته د زيات عادي ژوند چانس ورکولو د وسله والو تباه کن پلانونو ته يو ګوزار ورکړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500