دین

لکه څنګه چې سوله بیرته راځي، نو ښځې د جمعې مانځه لپاره د خېبرپښتونخواه سنهري جومات ته ځي

د سيد ناصر عباس لخوا

يوه ښځه، چې بورقه يې اغوستې ده، د مارچ په ۶ مه په پېښور کې د سنهري جومات په خوا تیریږي. [سید ناصر عباس]

يوه ښځه، چې بورقه يې اغوستې ده، د مارچ په ۶ مه په پېښور کې د سنهري جومات په خوا تیریږي. [سید ناصر عباس]

پېښور -- د دوه عشرو نه د زياتې مودې غیر حاضرۍ وروسته، په پېښور کې ښځې توان لري چې د ښه امنیت په جريان کې په سنهري جومات (زرین جومات) کې د جمعې مونځ وکړي.

دا جومات په ښار کې په هغه دوو جوماتونو کې و چیرې چې به ښځو په ۱۹۹۰ عشره کې د جمعې په مونځونو کې ګډون کولی شو. دا په ۱۹۹۶ کال کې د ښځو لپاره وروسته له هغې بند کړی شو کله چې جومات ته نږدې ډیر ترهګریز بریدونه ترسره شول.

بل جومات د يوې کوچنۍ برخې په توګه کار کوي او یو څو عبادت کونکي راجلبوي.

په دې تاریخي جومات باندې کار د پاکستان د جوړیدو نه یو کال مخکې په ۱۹۴۶ کال کې پیل شو. دا جومات، چې ۱۸،۰۰۰ مربع فوټه سيمه لري، په یو وخت کې د ۶،۰۰۰ نه زيات عبادت کونکي ځای کولی شي، چې په دې کې د ښځو لپاره يو هال شامل دی چې د ۲،۰۰۰ پورې کسان ځای کولی شي.

ښځې د مارچ په ۶ مه د پېښور په سنهري جومات کې د جمعې مونځ کوي. [سید ناصر عباس]

ښځې د مارچ په ۶ مه د پېښور په سنهري جومات کې د جمعې مونځ کوي. [سید ناصر عباس]

اوس په وروستيو کلونو کې په امنیتي وضعیت کې د پام وړ پرمختګ سره، د جومات چارواکو پریکړه وکړه چې د فبرورۍ په ۲۸ مه د جمعې په مانځه کې د ښځو ګډون بیا پیل کړي.

د جومات نه بهر په يو بېنر باندې ليکل شوي "ښځو ته اوس هرکلی وايو چې په سنهري جومات کې د جمعې مونځ وکړي."

حبيب الرحمان، چې ۹۴ کاله عمر لري او هغه وخت يې دې ډول وېرې ته اشاره وکړه چې په نويو راغلې کسانو کې افراطیان شامل ول، وويل، "تقريباََ ۲۵ کاله مخکې، کله چې افغان کډوال په ګڼ شمیر کې پېښور ته راغلل، موږ پریکړه وکړه چې ښځو ته د جمعې مانځه لپاره اجازه ورنه کړو او د ترهګرۍ د هر ډول احتمالي کړنو مخه ونیسو."

رحمان وویل، "ترهګریز فعالیتونو، چې زموږ د پریکړې وروسته ترسره شوې، د جمعې مانځه لپاره ښځو ته د اجازې نه ورکولو لپاره زمونږ پريکړه سمه ثابته کړه."

هغه وويل، "کله چې موږ پوهه شو چې د نظم او قانون وضعیت ډير ښه شوی دی، موږ ښځو ته اجازه ورکړه چې جومات ته راشي او د جمعې په مانځه کې برخه واخلي."

هغه زیاته کړه، "د ښځو شمیره به ورو ورو او په تدريجي ډول لوړه شي."

رحمان وویل، "زموږ اصلي هدف د جمعې په مانځه کې د ښځو برخه اخیستل یقیني کول دي چې دوی د اسلام ریښتینی تعلیم زده کړي او د اسلامي لارښوونو مطابق خپل ژوند تیر کړي."

د مولانا اسماعیل له مخې، چې د جومات معاون امام دی، خلکو دې پریکړې ته مثبت غبرګون ښودلی دی.

هغه وویل، "زما میرمن او ښینې د دې پريکړې ستاينه وکړه چې د جومات دروازې يې د ښځو لپاره بیا پرانستې دي."

اسماعیل وویل، "د جمعې په مانځه کې د ښځو ګډون په نورو اسلامي هیوادونو او حتی په لویدیز هيوادونو کې عام دی." "اوس مهال په دې جديد دور کې، په جوماتونو کې د مانځه لپاره د ښځو ګډون ډیر اړین دی چې دوی له اسلامي لارښوونو څخه ځان باخبر وساتي."

قاري محمد سعيد، چې د جومات د تدريسي عملې مسؤل دی، وویل چې هغه او د هغه د کورنۍ غړي د پرېکړې په اړه ډېر خوشحاله دي.

هغه په جومات کې د ۳۰ کالو د خپل تدریس یادونه وکړه او کله چې د هغه مور او میرمن د ۱۹۹۰ عشرې په په لومړیو کې په لومړي ځل په جومات کې د جمعې په مونځ کې ګډون وکړو.

هغه وويل، "دوی ډیر خوشحاله ول، او ما دوی هیڅکله په خپل ژوند کې دومره مطمئن او خوشحاله نه و ليدلي."

سعید وویل، "دا لومړی ځل و چې زما مور او میرمنې د راډیو اوریدلو یا تلویزیون کتلو په ځای د جومات د خطیب [مبلغ] خطبه پخپله واوريدله." "دوی مایوسه شول کله چې ښځې جومات ته د تلو نه منع کړې شوې، خو اوس دوی ډیر خوشحاله دي."

د سولې په جريان کې یو ګام

جومات ته د ښځو بيرته راتلل د ډیرو خلکو ستاینه ترلاسه کوي.

د خېبرپښتونخواه د پارلمان غړي او د عوامي نشنل پارټۍ غړي شګفته ملک وویل، "موږ په جومات کې د جمعې مانځه لپاره د ښځو د اجازې او د پریکړې ملاتړ، حوصله افزايي او هرکلی کوو."

هغې وویل، "د جمعې په مانځه کې [د ښځو] ګډون به دوی ته وړتیا ورکړي چې د خپلو ماشومانو رهنمايي په ښه طريقې سره وکړي."

ملک وویل، "دا يو نوی دور دی. نن ورځ ښځې په هر ډګر کې له نارینو سره په مساوي ډول کار کوي." "نو د جمعې په مانځه کې د ښځو ګډون د ستاینې وړ عمل دی."

نګهت اورکزۍ، چې د خېبرپښتونخواه اسمبلۍ غړي ده او د پاکستان پیپلز پارټۍ غړي ده، هم په سنهري جومات کې د جمعې مانځه لپاره د ښځو بیرته راتلو هرکلی وکړو.

اورکزۍ وویل، "دا یوه ښه پریکړه ده، چې دا ښیي چې د قانون او نظم وضعیت اوس د تیرو کلونو په پرتله ښه دی."

هغې زیاته کړه، "ښځې به د جمعې په مانځه کې اسلامي لارښوونې په مستقیمه توګه ترلاسه کړي، چې دا به دوی ته ګټه ورسوي او دوی به وکولی شي چې خپلو ماشومانو ته په اسانۍ سره درس ورکړي."

په پېښور کې میشت خبریال اېم ریاض وویل، د جمعې په مانځه کې د ښځو د ګډون لپاره اجازه ورکول د قانون او نظم په وضعیت کې ښه والی په ګوته کوي.

هغه وويل، "په عین حال کې، د جمعې مانځه لپاره ښځو ته اجازه ورکول دا هم په ګوته کوي چې په مسلمانو میرمنو باندې هيڅ قدغن نشته چې د مانځه، تعلیم او نورو اړینو چارو لپاره له خپلو کورونو څخه راوځي."

ریاض وویل، "نه یوازې زما د کورنۍ غړو د دې پریکړې ستاینه وکړه، بلکې ډیری نورې کورنۍ هم د دې نوي پرمختګ ستاینه کوي او لیواله دي چې خپلې ښځینه غړي د جمعې مانځه لپاره وليږي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500