ټولنه

په پېښور کې د ۲۱ کلونو کم عمره لوبې د سولې بيرته راستنيدل په ګوته کوي

د جاويد خان لخوا

د مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور او نور لوړ پوړي چارواکي د مارچ په ۹ مه د قیوم سټیډیم څخه لیدنه کوي چې د ۲۱ کلونو کم عمره لوبو لپاره د امنیت معاینه وکړي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

د مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور او نور لوړ پوړي چارواکي د مارچ په ۹ مه د قیوم سټیډیم څخه لیدنه کوي چې د ۲۱ کلونو کم عمره لوبو لپاره د امنیت معاینه وکړي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

پېښور -- په خېبر پښتونخواه کې د ۷،۰۰۰ نه زيات لوبغاړي د ۲۱ کلونو کم عمره لوبو کې برخه اخلي چې د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۹ مه) په پېښور کې پیل شوې.

د کلونو تاوتریخوالي او ترهګرۍ وروسته، په هیواد کې د سولې بیرته راستنیدو سره په خېبرپښتونخواه کې د لوبو ډیر فعالیتونه ترسره کيږي.

د لوبو نړیوال فيډريشنونو وروسته له هغې دا هيواد په تورليسټ کې شامل کړو کله چې په ۲۰۰۹ کال کې په لاهور کې د سریلانکا د کریکټ په ټیم باندې يو وژونکی تروريستي برید وشو. هيڅ بهرني کرکټ ټیم په پاکستان کې تر هغه پورې بیا لوبه ونه کړه کله چې د کينيا ټيم په ۲۰۱۴ کال کې دوره وکړه.

وزیر اعظم عمران خان د دوشنبې په ورځ په پېښور کې په قیوم سپورټس کمپلیکس کې د مراسمو په ترڅ کې د دغه لوبو پرانیسته وکړه. د خېبر پښتونخواه ګورنر شاه فرمان، وزیراعلی محمود خان او ګڼ شمیر معززین هم په دغه موقعه موجود ول.

آتش بازي په پیښور کې د مارچ په ۹ مه د ۲۱ کلونو کم عمره لوبو افتتاح کوي. [جاوید خان]

آتش بازي په پیښور کې د مارچ په ۹ مه د ۲۱ کلونو کم عمره لوبو افتتاح کوي. [جاوید خان]

دغه لوبې د آتش بازۍ او د اړوندو لوبغاړو لخوا د مارچ په ترڅ کې پیل شوې.

د پېښور څخه د لوبو خبریال رفعت الله وویل، "د ۲۱ کلونو کم عمره لوبې په دریو پرله پسې مرحلو کې د تحصیل، ضلعې او ډویژن په کچه ترسره کیږي."

هغه وويل، اوس مهال، دويم پړاو (د ضلعې مقابلې) روان دی، چې ۷،۰۰۰ لوبغاړي په کې په ۱۳ لوبو کې ګډون کوي.

رفعت الله وويل، "په مجموعي توګه، ۲۶،۰۰۰ لوبغاړي د نارينو لپاره په ۳۲ لوبو کې او د ښځو لپاره په ۲۷ لوبو کې د ۲۱ کلونو کم عمره لوبو په دريو پړاونو کې ګډون کوي."

ډیرې لوبې په قیوم سپورټس کمپلیکس کې ترسره کیږي، په داسې حال کې چې ځینې نارینه او ښځینه لوبې په حیات آباد سپورټس کمپلیکس کې ترسره کيږي.

د پیښې ساتنه

د امنیت د يقيني کولو لپاره پولیس د تاسیساتو په شاوخوا کې ځای په ځای شوي دي.

د پېښور مرکزي ښار د پولیسو افسر (سي سي پي او) محمد علي ګنډاپور وویل، "د لوبو د امنیت لپاره تر ۲،۰۰۰ نه زيات پولیس ګمارل شوي دي چې د دې پيښې امنیت خوندي کړي."

ګنداپور او نورو چارواکو د دوشنبې په ورځ د قیوم او نږدې سیمو څخه لیدنه وکړه چې د پیښې لپاره د امنیتي انتظاماتو معاينه وکړي.

د خېبرپښتونخواه د حکومت ویاند اجمل وزیر په سټيډيم کې وویل، "اوس صوبه له ترهګرۍ څخه د سياحت او لوبو په لور روانه ده."

هغه وویل چې په دغه صوبه کې د سپورټ فعالیتونو کوربه توب یوه نښه ده چې په صوبه کې سوله بيا بحال شوې ده. هغه زیاته کړه چې خېبرپښتونخواه په راتلونکي پيښه کې د پاکستان سوپر لیګ ميچونو کوربه توب کولی شي.

په تېر نومبر کې، پېښور د پاکستان ۳۳ م ملي لوبو کوربه توب وکړو، چې دا لومړی ځل و چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې دغه لوبې هلته کې ترسره شوې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

صاحبه مهرباني وکړئ د کی پي کی پولیس سم کړئ.

ځواب