کراچۍ -- د منع شويو وسله والو ډلو د تاوتریخوالي او ګواښونو په کلکه له مخالفت کولو سره، په زرګونو پاکستانۍ ښځو د مارچ په ۸ مه سړکونو ته راوتل چې د ښځو د حقونو لپاره خپل غږ پورته کړي.
ښځې د حقونو نه محرومه ساتل د هغه افراطي ډلو د اجنډې يوه لویه برخه وه چې له کلونو راهيسې یې په پاکستان کې ترهګري خپره کړې ده.
په زرګونو میرمنو او سړو په کراچۍ، سکھر، لاهور، اسلام آباد، ملتان او نورو ښارونو کې په عورت مارچ کې (د ښځو لاريون) برخه واخیسته چې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځي.
وفاقي او صوبايي حکومتونو په ټول هیواد کې د مارچ د ګډونوالو لپاره امنیت چمتو کړی و.
په کراچۍ کې، په سلګونو میرمنو د ښځو په مارچ کې برخه واخیسته، چې پلی کارډونه يې نيولې ول او د ښځو د حقونو، د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو او د تعلیم، روغتیا او روزګار لپاره د مساوي فرصتونو لپاره یې چيغې وهلې.
په کراچۍ کې د مارچ يوه تنظیمونکي قرت مرزا وویل، دا احتجاجونه په ټول هیواد کې د مختلفو برخو څخه د ښځو لخوا تنظيم شوي وو، چې په دوی کې د ښځو د حقونو فعالین، هيجړاګان او غیر جنسي اشخاص او مذهبي اقلیتي غړي شامل ول.
مرزا وویل، "موږ ټول د سړو تر کنټرول لاندې جوړښتونو، چې د ښځو د جنسي، اقتصادي او جوړښتي استحصال سبب ګرځي، او د وسله والو ډلو د ظلمونو پر وړاندې ودريږو."
د تاو تريخوالي مخالفت کول
ای اېف پي راپور ورکړو چې په اسلام آباد کې په مارچ کې، د احتجاج مخالفت کوونکي اسلام پالو د ښځو د حقونو مظاهره چيان په لکړو ووهل او په کانړو يې وويشتل، چې د پولیسو له مداخلت نه مخکې يې ځينې کسان ژوبل کړل او ګڼ شمیر کسان يې په پناه اخيستلو باندې مجبوره کړل.
د بخښنې نړیوال سازمان په سویلي آسیا کې له پاکستانیو چارواکو څخه وغوښتل چې د هغه کسانو احتساب وکړي کومو چې د ښځو د حقونو په مارچ کوونکو باندې برید وکړو.
د بخښنې نړیوال سازمان په یو ټویټ کې وویل، "په #عورت مارچ باندې ظالمانه برید، چې په سوله ایزو مارچ کوونکو باندې په کې کاڼړي هم وویشتل شول، هغه تاوتریخوالی په ګوته کوي چې ښځې یې پر ضد نن ورځ احتجاج کوي."
د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري په یو ټویټ کې وویل، "ځایي انتظاميه د هغو کسانو پرضد اقدامات کوي چې پر سوله ایزو احتجاج کوونکو یې له کانړو، لکړو او داسی نورو شيانو سره بريد وکړو او د قانون سرغړونه يې وکړه."
سږکال، دا مارچونه په لومړي ځل په سکھر او ملتان کې -- چې په شمالي سند او جنوبي پنجاب کې ښارونه دي -- ترسره شول. دغه سیمې نه یوازې د قومي نښتو او "د غيرت په نامه د وژلو" لپاره بدنامې دي بلکې د وسله والو ډلو د فعالیتونو مرکزونه هم دي.
په سکھر ښار کې، مذهبي پارټو ژمنه وکړه چې په زور د دې مارچ مخه ونيسي.
که څه هم، ښځو د مارچ په ۷ مه د شپې په ښار کې د شمعو بلولو انتظام وکړو، او په بله ورځ د سکهر او ګاونډیو ضلعو، په شمول د ګهوټکي، شکارپور، جیکب آباد، کشمور ګڼ شمیر ښځو په مارچ کې برخه واخیسته.
د مارچ يوې تنظيمونکي لايبه زینب وويل، په ملتان کې، د بې وزلو ټولنو نارینو او ښځو برخه واخیسته.
هغې وویل، "دا په ملتان کې د ښځو لومړی احتجاج دی چیرې چې ګڼ شمیر میرمنې راټولې شوې وې ... چې د لا ډیر دوستانه او زغمونکي پاکستان غوښتنه وکړي."
د ښځو په وړاندې د طالبانو ظلمونه
نړیوال اقتصادي فورم په خپل ۲۰۲۰ نړیوال جنډر ګېپ راپور کې پاکستان ته د نړۍ په کچه د دریم ناوړه هيواد په توګه درجه ورکړې ده. دغه فورم د اقتصادي فرصت، تعلیم، روغتیا او سیاسي پياوړتيا اندازه لګوي.
شنونکي وايي، که څه هم، په ټول هیواد کې د وسله والو شبکو ماتیدل د ښځو پیاوړتيا زياته کړې ده، چې په دې کې د عورت مارچ په څیر فعالیتونه شامل دي.
په دې وروستیو میاشتو کې، د ښځو په اړه د ښځو نوښتونه، د ویمن آن ويلز (واو) کمپاین او د لوبو پروګرامونه په هیواد کې پیل شوي، چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې په هیواد کې د امنیت د پام وړ پرمختګ په ګوته کوي.
ډیرې میرمنې ووټونه ورکوي او انتخاباتو ته ودريږي، چې دا هغه حقونه دي چې په تیرو وختونو کې طالبانو په زور ښځو ته نه وو ورکړي.
ثنا ګیل، چې يو عيسايڼه زده کونکي ده، وویل، د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د وسله والو ډلو له کمزوري کیدو وروسته، د ښځو په وړاندې په نويو چيلنجونو کېد "توهین رسالت" له کبله د سزا ورکولو په بهانه تاوتريخوالی، او همدارنګه د اقليتي جينکو په جبري توګه اسلام ته راړول شامل دي.
د ګیل تره په مارچ ۲۰۱۶ کال کې په لاهور کې په یو پارک کې په یو ځانمرګي بمي برید کې وژل شوی و، چيرې چې د ځایي عیسايانو ټولنې د ایسټر جشن کولو. په دغه پيښه کې د ۷۰ نه زيات کسان، د ښځو او ماشومانو په ګډون، ووژل شول.
ګيل وويل، "ښځې او ماشومان د طالبانو د تاوتريخوالي کليدي قربانيان وو." ګيل زياته کړه چې دغه بمي چاودنې د هر ډول ظلم او جبر په وړاندې هغې ته سياسي شعور ورکړو او هغه يې پياوړي کړه."
تحريک طالبان پاکستان په تیرو وختونو کې د تاوتريخوالي نه ډک کمپاين ترسره کړو چې جينکۍ سکولونو ته د تلو نه منع کړي او د هیواد په مختلفو برخو کې یې په لسګونو سکولونو بریدونه او چاودنې وکړلې.
د جينکو د تعلیم پر ضد دې کمپاین په ۲۰۱۲ کال کې هغه وخت نړیواله پاملرنه ترلاسه کړه کله چې د خېبر پښتونخواه په سوات دره کې وسله والو کسانو د تعلیم فعاله ملاله یوسفزۍ په ډزو وویشتله او ژوبل یې کړه.
د نړيوالې ترهګرۍ ډيټابېس، چې په ميريلینډ يونيورسټۍ کې د څیړونکو لخوا ساتل کيږي، له مخې، د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۵ کال پورې، په پاکستان کې په تعلیمي ادارو باندې ۸۶۷ بریدونه شوي ول، چې په پایله کې ۳۹۲ کسان وژل شوي ول او ۷۲۴ نور ژوبل شوي ول. وسله وال طالبانو په دغه جرمونو کې زياتره جرمونه کړي ول.
سيد لطيف، چې د کراچۍ په کټي پهاړي سیمه کې د سکول پرنسپل دی، وویل، تحریک طالبان پاکستان او په ټول هیواد کې نورو وسله والو ډلو د مختلفو وجوهاتو له امله په سکولونو، ښوونکو او زده کونکو بریدونه وکړل.
د تحريک طالبان پاکستان وسله والو په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کال کې د هغه په سکول درې ځله برید وکړو او یوازې په تير اکتوبر کې شپږ کاله وروسته بيرته پرانستل شو.
هغه وويل، "تحريک طالبان پاکستان سکولونو ته ګواښ وکړو او په نښه يې کړل ځکه چې دوی جينکو ته تعليم ورکولو." "اصلي هدف دا و چې په پاکستان کې د تعلیم د ښه کولو لپاره د هڅو مخه ونيسي، کوم چې په نړۍ کې ترټولو خرابه تعليمي کچه لري."
کالم لیکونکي هڅه کړې ده چې د دریو اړخونو (طالبانو، تعلیم او ترهګري) په یوځای کیدو سره د ښځو د حقونو د پايلو ارزونه وکړي. په دې کې نوره اضافه دا شوې چې عيسايڼې جينکۍ په زوره سره اسلام ته راړول شوي دي. دا ناکامه دروغ يوه هڅه ده چې د هر با احساسه کس د پوهیدو لپاره کافي ده. وجوهات يې دا دي: ۱- د نن ورځې د ښځو د حقونو فعالین ښځو ته داسې حقونه نه ورکوي او نه شي ورکولی چې اسلام دوی ته ورکړي دي. ۲- د تعلیم په اړه اسلامي تعلیمات د نارینو او ښځو لپاره یو شان دي. که د طالبانو مخالفت کول د اسلام پروړاندې يوه نښه وي، نو هرڅه چې موږ ګورو په حقیقت کې حقیقت نه دی. یا خو طالبان اسلام نه تعقیبوي یا طالبان نه دي، د دې دا مطلب دی چې دوی د طالبانو په شکل کې اسلام ته داخل شوي دي. په ورته ډول، دوی د ځینو غیر مسلمانو میرمنو مخې ته په راوستلو سره او د اسلام نوم په کارولو سره اسلام بدناموي. په نورو الفاظو کې، دوی د ښځو د حقونو په کارولو سره بهانه کوي او دا ډرامه د پلان شوي برید لخوا رنګینه شوې ده. دا یو ښکاره راز دی. ۳- میرمنې کوم حقونه غواړي؟ تفصيلات یې څه دي؟ دا په بشپړ ډول روښانه نه ده؟ ۴- میرمنې به بیا د هغو حقونو په وړاندې سړکونو ته راوځي چې د کومو لپاره دوی سړکونو ته راوتلې ول.
ځوابتبصرې 1