امنیت

پاکستان د ښه امنیت د وجې د سفر لپاره د يو ستر منزل په توګه ټاکل شوی

د عديل سعيد لخوا

د ایټالیا ښځینه سياحه د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په ۱۸ مه تاریخي پېښور ته د سفر په دوران کې روايتي ټوپۍ پسروي. د ښه امنیتي وضعیت د وجې پاکستان ته د سفر کوونکو سیلانیانو شمیر ډیر شوی. [د خېبر پښتونخواه د سیاحت اداره]

د ایټالیا ښځینه سياحه د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په ۱۸ مه تاریخي پېښور ته د سفر په دوران کې روايتي ټوپۍ پسروي. د ښه امنیتي وضعیت د وجې پاکستان ته د سفر کوونکو سیلانیانو شمیر ډیر شوی. [د خېبر پښتونخواه د سیاحت اداره]

پېښور -- پاکستان د ۲۰۲۰ کال لپاره د نړیوال سفر خپرونو لخوا د سيالانيانو لپاره د غوره ځای په توګه ټاکل شوی ځکه چې دا "غير معمولي منظرونه" لري -- دا ټول هر څه د هيواد د هغه کوششونو له کبله ممکن شول چېامنيت ښه کړي، د اورپکۍ مخه ونيسي او د ویزې شرایط نرم کړي.

فوربز، چې د متحده ایالاتو يوه سوداګریزه مجله ده، پاکستان د جنوري ۲۰۲۰ خپرونه کې په خپل "د ۲۰۲۰ لپاره ۱۰ غوره ناڅرګند سفرونه" لسټ کې شامل کړو. د "غير معروف لسټ" تر سرلیک لاندې برخه کې، خپرونې هغه ځايونه په ګوته کړل چې "مشهور نه دي او مسافرو ته په زياته زړه تنکي نړۍ کې د ورځې څخه د مناسب خلاصون زمینه برابروي."

دغه مجلې د وايلد فرنټيرز، چې په برطانيه کې ګرځندوی چلونکو دی او پاکستان ته د سفر کولو لپاره انتظامات کوي، په حواله یادونه کړې چې دغه هیواد د سيلانيانو لپاره په زړه راښکونکی ځای جوړ شوی دی.

د وايلډ فرنټیرز بنسټ ایښودونکي جوني بیلبي فوربز ته وویل، "پاکستان غالباََ د حتمي ماجراجویۍ منزل دی."

یوه بهرنۍ ښځینه سیاحه په تیر دسمبر کې د خېبر پښتونخواه چترال ضلعې ته د لیدو پرمهال د کلاش قبیلې ماشومانو ته یوه کیمره ښیي. [د خېبر پښتونخواه د سیاحت اداره]

یوه بهرنۍ ښځینه سیاحه په تیر دسمبر کې د خېبر پښتونخواه چترال ضلعې ته د لیدو پرمهال د کلاش قبیلې ماشومانو ته یوه کیمره ښیي. [د خېبر پښتونخواه د سیاحت اداره]

د سکي په سیالۍ کې برخه اخیستونکي د جنورۍ په ۲۰ مه د سوات په ضلعه کې د مالم جبې د ژمي د لوبو په جشن ۲۰۲۰ کې برخه اخلي. [د خېبر پښتونخواه د سیاحت اداره]

د سکي په سیالۍ کې برخه اخیستونکي د جنورۍ په ۲۰ مه د سوات په ضلعه کې د مالم جبې د ژمي د لوبو په جشن ۲۰۲۰ کې برخه اخلي. [د خېبر پښتونخواه د سیاحت اداره]

هغه وویل، "دا قديم اباسين تمدن وړاندې کوي چې ۴۰۰۰ کاله زوړ تمدن دی، او د لاهور په څیر په زړه پورې ښارونه لري، چې قلعه ګانې، جوماتونه او ځايونه په کې موجود دي. خو له ټولو څخه، دا په زړه پورې نظارې وړاندې کوي، په ځانګړي توګه په شمال کې چیرې چې د درېو لویو غرونو لړۍ له یو بل سره ملاويږي."

په ۲۰۲۰ کال کې د سياحت لپاره د ستر منزل په توګه د پاکستان بيرته راژوندې کيدل په لومړي ځل د کونډ ناسټ ټريولر (سي اين ټريولر)، چې د عيش و عشرت سفر مجله ده، لخوا په تير دسمبر کې ومنل شوه.

دغه مجلې د ۲۰۲۰ لپاره د غوره رخصتۍ ځایونو په لیست کې پاکستان ته په لومړي سر کې ځای ورکړو، چې د برازیل او آیرلینډ په څير هيوادونو نه مخکې دی.

'نوي دور ته ننوتل'

دغه مجلې په خپلې ویب پاڼې په خپور شوې راپور کې د پاکستان ستاينه وکړه او ويې ويل چې دا "د ښکلو منظرونو ځای دی چیرې چې لوړ غرونه د شنو ځایونو نه چار چاپيره ولاړ دي."

په مقاله کې راغلي، "د پاکستان د سياحت صنعت د تيرو دوو عشرو راهيسې د ترهګرۍ د کيسو او د طالبانو د واکمنۍ له امله ځپل شوی دی." "خو پخوانۍ درې، د ویزې نرم محدودیتونه" پدې معنی دي چې "د نوي لسیزې په پیل کې دا د پام وړ هیواد هم يو نوي دور ته داخلیږي."

دا اعتراف په وروستیو کلونو کې د سياحت د ودې لپاره د پاکستان د هڅو پايله ده، چې دا يوه داسې دنده وه چې د ترهګرۍ او اورپکۍ سره د هیواد د جګړې له امله ستونزمن شوې وه.

د ترهګرو لخوا په عامه ځایونو بریدونه -- لکه څګنه چې په ۲۰۱۴ کال کې د پېښور په آرمي پبلک سکول کې د ۱۵۰ څخه د زیاتو ماشومانو او ښوونکو ډله ییز وژل -- د دغه هیواد انځور ته زيان ورسوو او پرمختللي هیوادونه یې دې ته اړ کړل چې د هغه اوسیدونکو لپاره د سفر اخطارونه خپاره کړي کوم چې پاکستان ته سفر کوي.

د خېبرپښتونخواه د سياحت وزیر عاطف خان وویل، "د عشرو راهيسې د ترهګرۍ او اورپکۍ د څپې له کبله د هیواد په هکله د منفي خيالاتو په رڼا کې، د پاکستان د سیاحت د ودې امکان یو سخت کار و."

عاطف وویل چې د پاکستان په اړه نظر او د نظم او قانون خراب وضعیت په تیرو وختونو کې د سياحت مخه نیولې وه.

هغه زياته کړه، که څه هم، د امنیتي ځواکونو لخوا په هیواد کې د سولې د راوستو لپاره اقدامات او د سيلانيانو د اسانتیا لپاره د حکومت هڅو د سياحت د ځای په توګه د پاکستان په انځور په ښه کولو کې مرسته کړې ده.

بدل شوی ادراک

عاطف وویل، د نړیوالو بلاګرانو او ويډيو بلاګرانو لخوا سفرونو د خلکو د سوچ په بدلون کې مرسته کړې او د سيلانيانو د زیاتوالي لامل شوي دي.

سربیره پردې، د سياحت پولیسو جوړلو او د ویزې مقرراتو نرمولو نړیوال سیلانیان راجلب کړي چې د هیواد نظارې او د خلکو میلمستيا او کلتور وګوري.

د پېښور ظهور دراني، چې د سفر تنظيمونکی او د خېبر سټیم سفاري اورګاډي بنسټ ایښودونکی دی، چې د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ ترمنځ يې نړيوال سيلانيان راجلب کړي ول، وویل، "دا خورا هڅونکي خبره ده چې په هغه يو هيواد کې د سياحت بيا بحالي وينو چېرته چې نړيوال سفر خپلې ټيټې کچې ته راغلی و."

د ریل ګاډي خدمت د ۲۰۰۰ کال په لومړيو کې هغه وخت پای ته ورسیدو کله چې د قانون او نظم وضعيت په پاکستان او په ځانګړي توګه په خېبر پښتونخواه کې خراب شو، چې په ګاونډي افغانستان کې د وضعیت له کبله متاثره شوی و.

دراني وویل تیر ۱۵ کاله د ګرځندوی چلونکو لپاره خورا ګران وو ځکه چې په سوداګرۍ کې خورا کمی راغلی و او سیلانیانو د سفر کولو څخه ډډه کوله.

دراني وویل، "وضعیت بدليږي ځکه چې اوس خلک پاکستان ته د سفر پرمهال د خوندیتوب احساس کوي، او دا نه یوازې د ملت لپاره بلکې د هغو کسانو لپاره هم ښه ده چې د سوداګرۍ او سياحت صنعت سره تړاو لري."

په هیواد کې ښه امنیت د نړیوالو ټولنیزو رسنیو نفوذ کونکي پام ځانته راړولي.

مارک وینز، چې د بنکاک يو سياح او د خواړو بلاګر دی، چې په تیر اپریل کې یې د پاکستان څخه لیدنه کړې وه، په یوټیوب باندې په يوې خپره شوې ویډیو کې وویل چې په هیواد کې د هغه مثبتې تجربې د نوي امنیت حقیقت په ګوته کوي.

هغه وويل، "په پاکستان کې زما د ۱۶ ورځو په پراخه کچه سفر کې -- په یوه موقع هم نه، حتی په لویو ښارونو کې، په هيڅ يو ځای کې -- ما د ګواښ یا خطر احساس نه دی کړی." هغه زیاته کړه چې هغه په هیواد کې څه وليدل"، هغه د هر هغه څه خلاف وو چې هغه د خپل سفر نه مخکې د پاکستان په اړه اوریدلي وو.

وینز زیاته کړه، پاکستان له ډیرو مبارزو او نښتو سره مخ شوی دی، خو په تیرو څو کلونو کې یې د امنیت او خونديتوب په برخه کې لوی پرمختګونه کړي دي.

هغه وویل، "دا یو امتیاز و، او په حقیقت کې، دا په هغه یادګار سفرونو کې يو سفر و چې ما په خپل ژوند کې ترسره کړي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

شاباش پاکستان

ځواب

هو ډیر ښه غوره کار، پاکستان او پېښور د ګلونو ښار دی. د سيلانيانو او سياحت لپاره سوله ايز ځای دی. ډیر سیلانیان پېښور او پاکستان ته راځي. دوی د دغه هیواد سره مینه لري او خلک یې دوستانه دي او په پاکستان کې ډیر تاریخي ځایونه شتون لري په ځانګړي توګه پېښور د میلمستيا ځای دی، که چيرې تاسو پېښور ته لاړ شئ نو ډیر خلک به تاسو ته هر وخت په وړيا توګه د چای څکلو لپاره بلنه درکړي. درناوی: پرنس مهیر الله د سیاح لارښود

ځواب