دین

د تایلينډ يو بودایی راهب په پېښور کې د سولې جرس ووهلو

د جاويد خان لخوا

د تایلینډ د سانګا سترې شورا لوی بودایي راهب، ډیر محترم او دروند اریاوانګسو، د اکتوبر په ۳۰ مه په پېښور میوزیم کې نصب شوي د سولې جرس وهي. [شهباز بټ]

د تایلینډ د سانګا سترې شورا لوی بودایي راهب، ډیر محترم او دروند اریاوانګسو، د اکتوبر په ۳۰ مه په پېښور میوزیم کې نصب شوي د سولې جرس وهي. [شهباز بټ]

پېښور -- د تایلینډ یو لوړ پوړی مذهبی راهب په دې وروستیو کې په پېښور میوزیم کې د سولې جرس وهلو لپاره پاکستان ته سفر وکړو، چې نړۍ ته يې د سولې پیغام ورکړو.

د تایلینډ د سانګا سترې شورا لوی بودایي راهب، ډير محترم او دروند ارياوانګسو، د اکتوبر په ۳۰ مه جرس ووهلو.

دغه لوړ راهب د تایلینډ د يو وفد سره په پاکستان کې د بودایانو د ځایونو لیدلو لپاره سفر وکړو، چې زياتره په کې په خېبر پښتونخواه (کی پي) کې موقعيت لري او اټکل کیږي چې دا ۱،۶۰۰ کاله زاړه دي. دغه ټول د ګندهارا تمدن برخه وه.

په مردان کې د عبد الولي خان يونيورسټۍ د آثارقديمه ښوونکي سیده مهر تابان وویل، "د سولې زنګ د سولې او خيرښيګڼې نښه ده."

ډیرمحترم او دروند ارياوانګسو د اکتوبر په ۳۰ مه په پېښور میوزیم کې نصب شوي د سولې جرس ته ګوري. [شهباز بټ]

ډیرمحترم او دروند ارياوانګسو د اکتوبر په ۳۰ مه په پېښور میوزیم کې نصب شوي د سولې جرس ته ګوري. [شهباز بټ]

د سکول یو زده کونکی د اکتوبر په ۳۰ مه په پېښور میوزیم کې د سولې جرس ته ګوري. [جاوید خان]

د سکول یو زده کونکی د اکتوبر په ۳۰ مه په پېښور میوزیم کې د سولې جرس ته ګوري. [جاوید خان]

هغې د یونیسکو ځای ته په اشارې وویل، په مردان کې تخت بهايي د جنوبي آسیا د ډيرو زياتو پخوانو بودایي يونيورسټو آثار لري، چې د دریمې پیړۍ سره تعلق لري.

تابان وویل، "دا سیمه حتی سلګونه کاله مخکې د تعلیم له لارې د سولې خپرولو سرچینه پاتې شوې ده."

هغې پاکستان ته د بودایانو راهبانو د سفر هرکلی وکړو او ویې ویل چې دا به هیواد ته، د مذهبي سیاحت په ګډون، ډیر سياحت راولي.

هغې وویل، "دا به نړۍ ته دا پیغام هم ورسوي چې پاکستان د ټولې نړۍ د سیلانیانو لپاره خوندي هیواد دی."

په تیرو کلونو کې، خېبرپښتونخواه د پراخې ترهګرۍ سره مخ وو چې لیدونکي یې له راتلو څخه منع کړي ول،خو په ۲۰۱۴ کال کې د پوځ يو لړ بریدونو دا د سيلانيانو لپاره بيرته خوندي کړی دی.

امنیت بهرني زيارت کوونکې راجلبوي

ارياوانګسو نړۍ ته وویل، پاکستان د امن هیواد دی.

هغه په پېښور او ټیکسلا کې غونډو ته وویل، "زه ډاډه يم چې د ټولې نړۍ نه به بودایان پاکستان ته سفر وکړي ځکه چې دا د بهرني سیلانیانو لپاره خوندي دی." دغه وفد پېښور میوزیم ته سفر وکړو او هلته کې يې عبادتونه ترسره کړل او همدارنګه يې د تخت بھايي، هري پور او ټیکسلا مذهبي ځایونو څخه لیدنه وکړه."

هغه وویل، "د ټولې نړۍ سوله غوښتونکي خلک باید زياته هڅې وکړي چې سولې او زغم ته وده ورکړي او نړۍ د ژوند کولو لپاره يو غوره ځای جوړ کړي."

د خېبر پښتونخواه د آثار قديمه او میوزیم ډايريکټر ډاکټر عبدالصمد لیدونکو ته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، په هري پور کې د بهاماله سټوپا په ګندهارا تمدن کې د پام وړ اهميت لري.

صمد وویل، "حکومت يوه جامع پاليسي جوړه کړې ده چېد بودا او نورو تمدنونو د آثار قديمه ځايونه خوندي وساتي او همدارنګه د کهدايۍ له لارې زیاتې خزانې ومومي."

محمد حنيف، چې د يو پرايويټ سکول طالب علم دی او په پېښور میوزیم کې يې د سولې جرس څخه ليدنه وکړه، وويل، "د خېبر پښتونخواه او پاکستان مختلفو سیمو ته د بهرنيانو -- که دوی مذهبي مشران وي یا سیلانیان -- سفر د حوصله افزايۍ خبره ده."

هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې سوله په لویه کچه بيا بحال شوې ده او دا به د ټولې نړۍ نه په هیواد کې سياحت ته زياته وده ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500