په پاکستان کې سیاحت د ښه امنیت له کبله وده کوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې په پاکستان کې سياحت د تیرو څو کلونو راهیسې په چټکۍ سره وده کړې، په داسې حال کې چې په ټول هیواد کې امنیت ښه کيږي.

په پاکستان کې د سیاحت د پراختيا ادارې (پي ټي ډي سي) د چهارشنبې په ورځ (د اپریل په ۲۵ مه) وویل، یوازې په ۲۰۱۷ کال کې نږدې ۱.۷۵ میلیونه سیلانيان پاکستان ته راغلې ول.

په لندن کې د نړیوال سفر او سياحت کونسل (ډبليو ټي ټي سي) له مخې، د سیاحت عوایدو په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان په اقتصاد کې د ۱۹.۴ ملیارده ډالرو (۲.۲ ټریلیونه پاکستانۍ روپو) مرسته وکړه، چې دا د پاکستان د جي ډي پي ۶.۹٪ برخه ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500