دین

بودايي زيارت کوونکي د مخ پر وده کوونکي سياحت په ترڅ کې د خېبر پښتونخواه ليدنه کوي

د عديل سعيد لخوا

د جنوبي کوریه یو راهب د اګست په ۲۶مه په پیښور میوزیم کې د بودا ښودل شوي مجسمې ته ګوري. [عدیل سعید]

د جنوبي کوریه یو راهب د اګست په ۲۶مه په پیښور میوزیم کې د بودا ښودل شوي مجسمې ته ګوري. [عدیل سعید]

د جنوبي کوریه د سفري ډلې يو غړی چې د خېبر پښتونخواه څخه ليدنه کوي په پیښور میوزیم کې د بودایانو د آثارو انځورونه اخلي. [عدیل سعید]

د جنوبي کوریه د سفري ډلې يو غړی چې د خېبر پښتونخواه څخه ليدنه کوي په پیښور میوزیم کې د بودایانو د آثارو انځورونه اخلي. [عدیل سعید]

د جنوبي کوریه د سفري ډلې غړي، چې د بودایانو زیارت کونکي، څیړونکي او سفارتکاران لري، خېبر پښتونخواه ته د څلور ورځو سفر په جریان کې د پیښور میوزیم د مختلفو برخو څخه لیدنه کوي. [عدیل سعید]

د جنوبي کوریه د سفري ډلې غړي، چې د بودایانو زیارت کونکي، څیړونکي او سفارتکاران لري، خېبر پښتونخواه ته د څلور ورځو سفر په جریان کې د پیښور میوزیم د مختلفو برخو څخه لیدنه کوي. [عدیل سعید]

د جنوبي کوریه بودايي راهبان خېبر پښتونخواه ته د څلور ورځو تاريخي سفر په جریان کې د پیښور میوزیم د مختلفو برخو څخه لیدنه کوي. [عدیل سعید]

د جنوبي کوریه بودايي راهبان خېبر پښتونخواه ته د څلور ورځو تاريخي سفر په جریان کې د پیښور میوزیم د مختلفو برخو څخه لیدنه کوي. [عدیل سعید]

پیښور -- د خېبر پښتونخواه مذهبي آثار -- د ښه امنیت سره -- سیمې ته د ډیرو بهرني لیدونکو په راجلبولو کې مرسته کوي، چې په دوی کې د جنوبي کوریه بودایي زيارت کوونکي شامل دي.

د چارواکو په وینا، د بودایي زیارت کونکو، څیړونکو او سفارتکارانو په ګډون د جنوبي کوریه د یوې ډلې لخوا د څلورو ورځو سفرد سیمې د مذهبي سیاحت بډایه وړتیا روښانه کړه، چې نږدې ۶،۰۰۰ لرغوني ځایونه لري.

د خېبرپښتونخواه د سياحت وزیر عاطف خان وویل، د جنوبي کوریه لخوا د یکشنبې څخه تر چهارشنبې پورې (د اګست د ۲۵مې نيټې نه تر ۲۸مې نيټې پورې) سفر ښیي چې "پاکستان په نړۍ کې د سياحت لپاره غوره ځای دی." عاطف خان په پيښور ميوزيم کې د دې ډلې هرکلی د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۲۶ مه) وکړو.

هغه زياته کړه چې دا دې سیمې ته په سفر باندې د نړیوال سیلانیانو اعتماد په ګوته کوي ځکه چې امنیت ښه شوی دی.

بودايي راهبان په پيښور موزيم کې د اګست په ۲۵مه د بودا د مجسمې مخې ته عبادت کوي. [عديل سعيد]

بودايي راهبان په پيښور موزيم کې د اګست په ۲۵مه د بودا د مجسمې مخې ته عبادت کوي. [عديل سعيد]

په خېبرپښتونخواه کې دا ډول سیمې یو وخت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر تاثیر لاندې وې، چې سیلانیان يې د سفر کولو نه منع کړې ول او په لسګونو زره ځایي خلک يې په شړلو باندې مجبوره کړې وو.

پوځي عملیاتو او د حکومت لخوا یو شمیر ګامونو په صوبه کې د سولې په بیرته راستنیدو کې مرسته وکړه.

د دې سفر مشري په پاکستان کې د جنوبي کوریه سفیر کوواک سونګ کیو وکړه. په نورو غړو کې راهبان، څیړونکي او په سیول کې د ډونګک يونيورسټۍ پروفیسران شامل وو.

دې ټیم د عصري دور په خېبر پښتونخواه کې د ګندهارا مختلف تاریخي ځایونه، د بودایی تمدن (د ۱۵۰۰ نه تر ۵۳۵ قبل مسيح پورې) او په پنجاب صوبه کې د ټیکسلا تاريخي ځایونه ولیدل.

د ګندهاره اثار

د کوریه د سفر د ټيم غړو په پیښور میوزیم کې د بودا مجسمو څخه د لیدو وروسته لیوالتیا څرګنده کړه. په دوی کې ځینو روايتي عبادت وکړو.

د پیښور میوزیم په نړۍ کې د ګندهارا هنر ترټولو مهم او لویه مجموعه لري. په دې کې بودايي کانړي، مجسمې، تختۍ او همدارنګه معماري عناصر شامل دي.

لیم ان یانګ، چې په دې سفر کې په راهبانو کې يو راهب وو، وويل، "موږ ډېر خوشحاله يو چې مونږ په پېښور موزیم کې د بودا اثار وليدل، چې زموږ لپاره د درناوی يوه غوره سرچينه ده."

لیم زیاته کړه، "دا زما لپاره د یو ريښتيا خوب په څیر خبره ده چې د بودیزم په بې شمیره لرغوني ملکیتونو کې موجود يم."

د دې پلاوي يو بل غړي کیم چیونګ جن وویل، "موږ تمه نه لرله چې خېبرپختونخواه د بودایزم د اثارو په ساتنه کې دومره بډایه ده، کوم چې کولی شي چې دې سیمې ته د مذهبي پیروانو لوی شمیر راجلب کړي."

"سفیر کوواک وویل، پاکستان به د کوریه د بودایانو زیارتونو او سياحت لپاره د خوښې ځای او د راجلبولو اصلې سرچينه وي ځکه چې دا د نړۍ ځانګړی میراث، په ځانګړي توګه د ګندهارا تمدن، لري.

هغه وویل، د پاکستان او کوریه ترمنځ د فرهنګي اړیکو د ودې لپاره ګډې هڅې بریالي کیدې شي.

هغه د ميوزیم د لیدو په وخت خبریالانو ته وویل، "پاکستان او کوریه د بودایزم د ګډ میراث له لارې په تاریخ کې ژور ځای لري."

هغه زیاته کړه چې جوګيي آرډر، چې د جنوبي کوریه يوه لويه بودايي فرقه ده، به د نومبر په میاشت کې د خېبر پښتونخواه په ګډون د پاکستان د تاریخي ځایونو د لیدو لپاره یو پلاوی واستوي.

د سياحت وزیر خان وویل، "د خېبر پښتونخواه چارواکي غواړي چې مذهبي سياحت ته وده ورکړي ځکه چې دغه صوبه د آثارقديمه ۶،۰۰۰ ځايونه لري چې په دې کې خانقاهګاني، مقدس ځایونه او د بودا د مجسمو ټولګې شاملي دي."

هغه د جنوبي کوریه سره د خېبر پښتونخواه پخوانۍ اړیکه هم روښانه کړه او ويې ويل چې په صوابۍ کې د چوټا لاهور يو راهب ميرالنډه (ميرانا تها) په څلورمه پیړۍ کې د چین له لارې کوریه ته تللې وو او هلته یې بودیزم خپور کړی وو.

دغه وزير وويل، د کوریه يو راهب، هایچو، هم د پخوانۍ لارې ګندهارا ته سفر وکړو او هلته یې بودیزم زده کړو.

هغه وويل، خېبرپښتونخواه د بودایانو لپاره يو مقدس ځای دی او دوی هر وخت د ويرې پرته سفر او عبادت کولی شي.

ډاکټر عبدل صمد، چې د خېبر پښتونخواه د لرغونو آثارو او میوزیمونو ډايريکټر دی، د سیاحت د ودې او نړیوالې ټولنې ته د معلوماتو ورکولو لپاره اخيستل شوي تدابیر په ګوته کړل او ويې وویل،د خېبرپښتونخواه حکومت د پیښور میوزیم نه ۴۲ آثار جنوبي کوریه ته استولي دي.

هغه وويل، "خېبر پښتونخواه او جنوبي کوریه نږدې ۱،۶۰۰ کاله زړه مذهبي اړیکه لري چې باید بيرته جوړه کړی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500