تروريزم

د سيند اوسيدونکي په جومات کې د داعش د خراسان څانګې لخوا د چاودنې پنځمه کليزه لمانځي

د ضياء الرحمان لخوا

پوليس پرسونل د جنورۍ په ۲۶ مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. شنونکي او فعالین وايي، د تېرکال په فبرورۍ کې د پولیسو د ډزو په لړ کې په سیند کې د داعش د خراسان څانګې د دوو کمانډرانو وژلو په سیمه کې د ترهګرو فعالیتونه کمزوري کړي دي. [ضیاء الرحمان]

پوليس پرسونل د جنورۍ په ۲۶ مه په کراچۍ کې خپلې دندې ترسره کوي. شنونکي او فعالین وايي، د تېرکال په فبرورۍ کې د پولیسو د ډزو په لړ کې په سیند کې د داعش د خراسان څانګې د دوو کمانډرانو وژلو په سیمه کې د ترهګرو فعالیتونه کمزوري کړي دي. [ضیاء الرحمان]

شکارپور، سیند -- په شکارپور کې د شیعه ګانو په يو جومات کې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو یا ژوبل شویو کسانو خپلوان د جنورۍ په ۳۰ مه راټول شول چې د دغه غمجنې پيښې پنځمه کليزه ولمانځي.

له دوی سره په جومات کې د سیمې اوسیدونکي او د سولې فعالین یوځای شول، چیرې چې د داعش د خراسان څانګې لخوا په شوي برید کې ۶۱ کسان وژل شوي ول او له ۱۰۰ څخه ډیر ژوبل شوي ول.

چاودنه، چې د جمعې د مانځه پر مهال وشوه، اوس هم د شکارپور ډیر اوسیدونکي ځوروي.

علامه زاهد نقوي، چې په شکارپور ښار کې يو عالم دی او هغه ورځ يې د خپل ورور په ګډون درې نږدې خپلوان له لاسه ورکړي ول، وويل، دا ډول تاوتریخوالی د اسلام د اصولو سرغړونه کوي.

د کراچۍ د مدني ټولنې فعالان د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په مياشت کې په شکارپور ضلعه کې په يو جومات کې د ځان وژونکي برید خلاف احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ د مدني ټولنې فعالان د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په مياشت کې په شکارپور ضلعه کې په يو جومات کې د ځان وژونکي برید خلاف احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

نقوي وویل، "د داعش د خراسان څانګې عملونه، لکه په جوماتونو باندې برید کول او عبادت کونکي وژل، د اسلامي اصولو خلاف عمل دی او په پایله کې اسلام بدناموي."

هغه وویل، د داعش خراسان څانګې تل هڅه کړې چې د دغه صوبې مذهبي او فرقه یي اکثریت په نښه کړي.

هغه وویل، "خو دا په خپلو بدو اهدافو کې بریالي نه شوه ځکه چې اوسیدونکو، دیني عالمانو او مدني ټولنې په ګډه د ټولو ترهګریزو پیښو غندنه وکړه."

علي ظفر، هغه اوسیدونکی چې سخت ژوبل شوی و، وویل چې هغه هیڅکله د وحشت هغه انځورونه نه شي هيرولی چې په دغه ورځ یې ليدلي ول.

ظفر وویل، "زه د مرستې لپاره د مريدانو چيغې او د وژل شويو او ژوبل شويو کسانو په وینو کې لت پت جامې نه شم هيرولی."

د ظفر له مخې، د چاودنې څو ورځې وروسته د صوبې په کچه د مدني ټولنې فعالینو د سیمې مذهبي ځایونو او زیارتونو ته تګ د خلکو د پياوړتيا یوه بیلګه وه.

د داعش د خراسان څانګې کمزوري کيدل

د سیمې اوسیدونکي په دې خوشبین دي چې په سيمه کې سوله وروسته له هغې بيرته بحاليدل پيل شوي کله چې په ۲۰۱۵ کال کې د چاودنې پلان جوړونکي مولوي عبدالله بروهي او عبدالحفیظ پندراني په فبروري ۲۰۱۹ کال کې د پولیسو سره په ډزو کې ووژل شول.

دې دوو کسانو په سیند او بلوچستان صوبو کې ګڼ شمیر نور بریدونه ترسره کړي ول. دوی زياتره د شیعه ګانو د عبادت ځایونه او صوفي روحاني مشران او همدارنګه سیاسي لاریونونه په نښه کړل، چې په سلګونو پاکستانیان په کې ووژل او ژوبل شول.

د دوی مرګ نه یوازې په سیمه کې دا یاغي ډله کمزورې کړه، بلکې د سیند صوبې د کلیوالو اوسیدونکو ویره په کمولو کې یې هم مرسته وکړه.

ساجد عامر سدوزۍ، چې په هغه وخت کې د شکارپور د پولیسو مشر و کله چې دغه دوه ترهګر ووژل شول، وويل، بروهي او پندراني په ترتیب سره په سیند کې د داعش ډلې کمانډر او نايب کمانډر و، او له ۲۰۱۰ راهیسې په سیند او بلوچستان کې په یو لړ ترهګریزو بریدونو کې مطلوب ول.

د داعش د خراسان څانګې ترټولو ویجاړونکی تروریستي عمل په جولای ۲۰۱۸ کې د بلوچستان په مستونګ ضلعه کې د بلوچستان عوامي پارټۍ کاندید سراج رئیساني په انتخابي جلسه کې ځانمرګی برید و. په دغه برید کې د رئیساني په ګډون ۱۴۹ کسان وژل شوي ول.

په فبروري ۲۰۱۷ کال کې په سیهون کې د صوفي پير لال شهباز قلندر زیارت کې په يو ځانمرګي برید کې هم ۸۵ کسان وژل شوي ول او د ۳۰۰ نه زيات ژوبل شوي ول، په داسې حال کې چې په اکتوبر ۲۰۱۶ کال کې د کويټې د پولیسو په روزنېز مرکز باندې په برید کې ۶۱ سرتيري وژل شوي ول.

بروهي او پندراني د داعش د خراسان څانګې د عروج نه مخکې هم ترهګر ول. چارواکو دوی په ۲۰۱۳ کال کې په دریو مرګوني بریدونو تورن کړي دي.

د سدوزۍ له مخې، دوی د شکارپور په ځانمرګي برید کې لاس لرلو، چې سیاستدان ډاکټرعارف جتویي یې په نښه کړو، خو ژوندی پاتې شو. عارف جتویي د نېشنل پیپلز پارټۍ مشر و.

سربیره پردې، روحاني مشر پیر حسین شاه په جیکب آباد کې د یاغیانو لخوا په نښه شوی و. سدوزۍ یادونه وکړه چې په شکارپور کې په یو بل برید کې روحاني مشر پیر سید حاجن شاه او د هغه درې نور مریدان ووژل شول.

هغه وویل، "دې ډلې د سیند او بلوچستان په سرحدي سیمه کې په قانون او نظم کې ګډووډي رامنځته کولو." "د دوی د مشرانو د وژلو وروسته، په سیمه کې په ترهګرۍ کې د پام وړ کمی راغلی دی."

کمزوری کشش

د سولې مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټوټ په وروستي کلني راپور کې مشاهده وکړه چې په سیند کې د داعش ډلې د مشرانو وژلو په ۲۰۱۹ کال کې د ترهګرو ډلو "عملیاتي صلاحیتونه ډير متاثره" کړل.

په راپور کې ویل شوي چې په پاکستان کې په وسله والو کړیو کې د داعش د خراسان څانګې د کشش د کمیدو ترشا بل لوی عامل په تیر اکتوبر کې په سوریه کې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي وژل او په سوریه کې د دې ډلې ځمکني زیانونه دي.

نقوي، چې د کورنۍ غړي یې په ۲۰۱۵ کال کې په جومات کې په بمي چاودنه کې مړه شوي ول، وویل چې هغه د سیند په کلیوالو سیمو کې د قانون پلي کونکو ادارو لخوا د وسله والو په وړاندې د مبارزې د هڅو نه مطمئن دی.

نقوي وویل، "په ۲۰۱۷ کال کې د سيهون له ځانمرګي برید وروسته، د سیند په کلیوالو سیمو کې هیڅ يو ترهګریز برید نه دی رامنځته شوی." "دا ښيي چې د داعش د خراسان څانګې سره وابسته ډله د بروهي او پندراني تر وژلو وروسته کمزورې شوې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500