تروريزم

د سولې ډلې په شمالي سند کې خپلې هڅې ګړندۍ کوي، په داسې حال کې چې د اورپکۍ زور په کميدو دی

د ضياء الرحمان لخوا

د شمالي سند د مدني ټولنې فعالان، ټاکل شوي سیمه ییز چارواکي او د ټولنې مشران د مارچ په ۱۵مه په کراچۍ کې د سولې په یوې غونډه کې ګډون کوي. [ضیاء الرحمان]

د شمالي سند د مدني ټولنې فعالان، ټاکل شوي سیمه ییز چارواکي او د ټولنې مشران د مارچ په ۱۵مه په کراچۍ کې د سولې په یوې غونډه کې ګډون کوي. [ضیاء الرحمان]

شکارپور -- د داعش د خراسان څانګې په ګډون په شمالي سند صوبه کې د وسله والو ډلو کمزوري کيدل د مدني ټولنې فعالان هڅوي چې په سیمه کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

په سیمه کې د داعش د خراسان څانګې د تاوتریخوالي کمپاین وروسته له هغې خراب شو کله چې د هغې سیمه ییز مشران عبدالحفیظ پندراني او مولوي عبدالله بروهي په فبروري ۲۰۱۸ کال کې په بلوچستان صوبه کې د پولیسو سره په ډزو کې ووژل شول.

اوس، مدني ټولنې ډلې په شمالي سند کې ګڼ شمیر نوښتونه پيلوي چې موخه يې په سيمه کې سوله ساتل دي. په دې نوښتونو کې اوسیدونکي، په ځانګړي ډول ځوانان او ټاکل شوي استازي، برخه اخلي.

د دوامداره ټولنیز پرمختګ سازمان (اېس اېس ډي او)، چې د مدني ټولنې يوه ډله ده، په دې وروستیو کې په سيمه کې کار پيل کړو چې په شمالي سند کې د هغه قانون په اړه د ټاکل شويو سیمه ایزو حکومتي چارواکو، يونين کونسلونو د سيکريټريانو او ځایي همکارانو ظرفیت لوړ کړي کوم چې په شمالي سند کې د تاوتريخوالي او افراطيت پروړاندې د مبارزې سره تړاو لري.

په سند صوبه کې ټاکل شوي چارواکي د مارچ په ۲۵مه په کراچۍ کې په صوبه کې د تاوتريخوالي او افراطيت سره د مبارزې لپاره د ظرفیت لوړولو په ټرېننګ کې برخه اخله. [ضیاء الرحمان]

په سند صوبه کې ټاکل شوي چارواکي د مارچ په ۲۵مه په کراچۍ کې په صوبه کې د تاوتريخوالي او افراطيت سره د مبارزې لپاره د ظرفیت لوړولو په ټرېننګ کې برخه اخله. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ يو امنیتي پرسونل د جولای په ۴مه په يو چيک پوسټ کې ښودل شوی دی. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ يو امنیتي پرسونل د جولای په ۴مه په يو چيک پوسټ کې ښودل شوی دی. [ضیاء الرحمان]

د اېس اېس ډي او ايګزيکيټو ډايريکټر سید کوثر عباس وویل، "د تاوتریخوالي او افراطیت سره د مبارزې لپاره او په منع شويو وسله والو ډلو کې د ځوانانو د شامليدو د مخنيوي لپاره په هڅو کې ټاکل شوي استازي شاملول یوه ګټوره تګلاره ده، او زموږ سازمان په سویلي پنجاب کې د ورته پروژې بریا ليدلي ده."

هغه وويل، په سند کې د نوې پروژې لاندې، د سند اسمبلۍ غړي روزنه ترلاسه کوي چې د هغه قوانينو په اړه ځان پوهه کړي چې د افراطیت د مخنیوي سره تعلق لري. په دې قوانينو کې د سند د آواز سیسټم قانون، د سند د لنډمهاله اوسیدونکو اطلاعاتو قانون او د سند د ګواهانو د ساتنې قانون شامل دي.

د سند د آواز سیسټم قانون، چې په ۲۰۱۵ کال کې تصویب شوی و، د عبادت په ځایونو او عامو غونډو کې د لوډ سپیکرونو کارول منع کوي او هڅه کوي چې د نفرت د بیانونو اثر کم کړي.

د سند د لنډمهاله اوسيدونکو د معلوماتو قانون، چې په ۲۰۱۵ کال کې تصویب شوی و، پولیسو ته د کرايۍ په ودانو کې د کرایه دارانو او میلمنو په اړه د معلوماتو په چمتو کولو کې مرسته کوي چې د مشکوکو ترهګرو د معلومولو لپاره په مرکزي سیسټم کې يو ډیټابېس وساتل شي.

په سند کې د ګواهانو د ساتنې قانون، چې په ۲۰۱۳ کال کې تصویب شوی و، د ګواهانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته کوي او د هغوی حوصله افزايي کوي چې په مختلفو کېسونو کې مهم شواهد وړاندې کړي، په ځانګړي توګه هغه کسان چې وسله والې ډلې پکې ښکيل وي، په داسې حال کې چې دا قانون د دوی خونديتوب يقيني کوي.

عباس وویل، د دې پروګرام په راتلونکي مرحله کې، په ښاروالۍ کې د نيبرهوډ په کچه به استازي روزنه ترلاسه کړي چې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دا قوانين څنګه په مناسبه توګه پلي کړي.

عباس وویل، "د ټاکل شویو استازو ظرفیت لوړول به د نفرت د بیان مخه ونیسي او د ځایي ټولنو ترمنځ به بين المذاهب هم آهنګۍ ته وده ورکړي."

په شمالي سند کې عادي حالات بيرته بحال شوي دي

د سند شمالي سیمه، چې په شکارپور، جیکب آباد، کشمور او سکهر ضلعو باندې مشتمله ده، په سیمه کې د داعش د خراسان څانګې شبکې له دړې وړې کيدو نه مخکې د ترهګرۍ يو مهم مرکز و.

دغه ډله په جولای ۲۰۱۸ کال کې د بلوچستان په مستونګ ضلعه کې د بلوچستان عوامي پارټۍ په يوې سیاسي غونډه کې په ځانمرګي برید کې ښکیل وه، چې د اميدوار سراج رئیساني په ګډون ۱۴۹ کسان پکې وژل شوي ول.

په فبروري ۲۰۱۷ کال کې، دغه ډلې په سیهون کې د صوفي لال شهباز قلندر په زیارت کې يو ځانمرګی بريد ترسره کړو، چې ۸۵ کسان په کې وژل شوي ول او د ۳۰۰ نه زيات نور په کې ژوبل شوي ول.

په نورو بريدونو کې په اکتوبر ۲۰۱۶ کال کې په کویټه کې د پولیسو په روزنیز مرکز کې يو برید شامل و چې له ۶۰ څخه ډیر نوي سرتيري په کې وژل شوي وو، او همدارنګه په جنوري ۲۰۱۵ کال کې په شکارپور کې د شیعه ګانو په جومات کې يو ځانمرګی برید په دې بريدونو کې شامل دی چې ۶۱ کسان په کې وژل شوي ول.

ساجد امير سدوزۍ، چې هغه وخت د شکارپور د پوليسو مشر و کله چې پندراني او بروهي ووژل شول، وويل چې "دې ډلې د سند او بلوچستان په سرحدي سیمه کې د قانون او نظم وضعیت رامینځته کولو."

"د دوی د مشرانو تر وژلو وروسته، په سیمه کې په ترهګرۍ کې د پام وړ کمی راغلی دی."

حتی د دوی له مرګ وروسته، د ترهګريزو مشرانو شتون محسوس کیدی شي.

وروسته له هغې چې د سند پولیسو د مارچ په ۱۳مه شکارپور ضلعې ته څېرمه په یو کلي کې درنې وسلې ترلاسه کړې، د سیمې د پولیسو مشر عرفان بلوچ وویل چې پندراني دغه وسلې په سیمه کې د تروریستي عمل د ترسره کولو لپاره د پلانولو په توګه زیرمه کړي وې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500