جرم او انصاف

د قربانیانو خپلوانو د هغه داعش وسله والو لپاره د مرګ د سزا ستاينه وکړه کوم چې په سیند کې د چاودنې مسؤليت لري

د ضياء الرحمان لخوا

په پاکستان کې د داعش د خراسان څانګې د ترهګر دا تصوير د می په ۲۰ مه د ترهګريزې ډلې لخوا پوسټ شوی و. [فایل]

په پاکستان کې د داعش د خراسان څانګې د ترهګر دا تصوير د می په ۲۰ مه د ترهګريزې ډلې لخوا پوسټ شوی و. [فایل]

کراچۍ -- په سیند صوبه کې په ۲۰۱۷ کال کې په ځانمرګي بمي برید کې د قربانیانو خپلوانو د داعش د خراسان څانګې، چې د ISIS-K په نامه هم پيژندل کيږي، دوه وسله والو ته د مرګ د سزاګانو ورکولو ستاينه کړې ده، چې د دغه بريد پلان يې جوړ کړی و.

په دغه چاودنه کې په سهیون ښار کې صوفي زیارت په نښه کړی شوی و، چې له ۷۰ څخه زیات عبادت کوونکي په کې وژل شوي ول.

په کراچۍ کې يوې محکمې د دوشنبې په ورځ (د می په ۱۸مه) نادر علي جکرانی (عرف مرشد) او فرقان بنګولزۍ (عرف فاروق بنګولزۍ) د ځان وژونکي بریدګر برار بروهي سره د مرستې په تور تورن کړل.

محکمې دغه دواړه کسانو ته د ۷۰ مرګونو له کبله د مرګ سزا واوروله او هر يو يې ۱۴ مليونه روپۍ (۸۷،۰۰۰ امريکايي ډالره) جرمانه کړو.

د وسله والو ډلو په وړاندې د مزاحمت او د چاودنې له قربانیانو سره د یووالي ښودلو لپاره، د مدني ټولنې فعالان د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۱۷مه د چاودنې نه یوه ورځ وروسته په سيهون کې په لعل شهباز قلندر زیارت کې راټوليږي. [ضیاء الرحمان]

د وسله والو ډلو په وړاندې د مزاحمت او د چاودنې له قربانیانو سره د یووالي ښودلو لپاره، د مدني ټولنې فعالان د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۱۷مه د چاودنې نه یوه ورځ وروسته په سيهون کې په لعل شهباز قلندر زیارت کې راټوليږي. [ضیاء الرحمان]

په کراچۍ کې د مذهبي پارټۍ غړي په فبروري ۲۰۱۷ کال کې په دغه زیارت کې د بم چاودنې خلاف احتجاج کوي او وايي چې برید کونکي د پاکستان او اسلام دښمنان دي. [ضیاء الرحمان]

په کراچۍ کې د مذهبي پارټۍ غړي په فبروري ۲۰۱۷ کال کې په دغه زیارت کې د بم چاودنې خلاف احتجاج کوي او وايي چې برید کونکي د پاکستان او اسلام دښمنان دي. [ضیاء الرحمان]

د سیند پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې په نومبر ۲۰۱۷ کال کې جکراني او په فبروري ۲۰۱۹ کال کې فرقان ونیولو.

د چارواکو له مخې، دغه دواړه کسان په سند کې د داعش د خراسان څانګې برخه و. عبدالحفیظ پندراني د دغه ډلې مشري کوله، چې د شيعه ګانو د عبادت په ځايونو، د صوفيانو په روحاني مشرانو او سیاسي جلسو باندې په بريدونو کې ښکيل و او په سلګونو پاکستانیان یې وژلي او ژوبل کړي وو.

د سیند پولیسو په فبرورۍ ۲۰۱۹ کال کې په ډزو کې په سیند صوبه کې پندراني او د داعش د خراسان څانګې يو بل مشر مولوي عبدالله بروهي ووژلو.

محکمې د نورو شپږو مشکوکو کسانو د نیولو حکم صادر کړو، چې د زیارت په بمي برید کې د مرستې په تور تورن دي. دوی نيول شوي نه دي.

غیر انساني، وحشيانه عملونه

د هغه کسانو خپلوانو د محکمې د پریکړې هرکلی وکړو کوم چې د ځان وژونکي برید له امله وژل شوي او يا ژوبل شوي وو.

فردوس کھوکهر، چې په سیند صوبه کې د شهداد کوټ ضلعې اوسیدونکې ده، د دغه چاودنې پرمهال له خپلو دریو ماشومانو سره په زیارت کې وه.

د هغې دوه زامن -- کاشف او زاهد -- ووژل شول، په داسې حال کې چې هغه او د هغې لور آسیا ژوبل شوه.

کهوکهر وویل، "زه ډیره خوشحاله شوم چې دا مې واوريدل چې محکمې هغه مجرمینو ته سزا ورکړې ده چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لسګونه بې ګناه پيروکار وژلي دي."

هغه د خپلو ماشومانو په ګډون د وژل شويو او ژوبل شويو کسانو په وینو کې لت پت جامې نه شي هيرولی."

هغې وویل، "هیڅ يو مذهب د دې ډول غیر انساني او وحشي کارونو اجازه نه ورکوي."

په پاکستان کې صوفي زیارتونه اکثر د هغه وسله والو هدف پاتې شوي چې د مختلفو منع شويو ډلو سره تړاو لري، چې په دې کې د داعش خراسان څانګه او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) شامل دي.

که څه هم داعش په ټول هیواد کې د وسله والو ډلو پروړاندې د امنیتي عملیاتو له امله کمزوری شوی دی، خو بيا هم د قانون پلي کونکو ادارو د ترهګرو ډلو د پاکستاني څانګې پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د می په ۱۶مه، د پنجاب پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) په بهاولپور ضلعه کې په ډزو کې د داعش د خراسان څانګې څلور وسله وال ووژل.

د پنجاب سي ټي ډي ویاند وویل، "دوی [د داعش د خراسان څانګې وسله وال] په بهاولپور کې په یو څو حساسو ځایونو د برید پلان لرلو." هغه زیاته کړه چې افسرانو د هغه درېو مشکوکو ملګرو د نیولو لپاره عملیات ترسره کول چې تښتیدلي ول.

د دسمبر په پیل کې، د پنجاب سي ټي ډي د استخباراتي عملیاتو پر مهال په مظفرګهړ ضلعه کې د داعش د خراسان څانګې دوه مشکوک وسله وال ونیول.

د وسله والو پر وړاندې ودریدل

دا وروستۍ د مرګ سزاګانې هغه وروستۍ سزاګانې دي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمو لخوا ورکړل شوي دي. چارواکو دغه محکمې جوړې کړې چې زياتره ناوړه کېسونه په چټکې سره حل کړي.

په زیارت کې د چاودنې په وروستي کېس کې، درې شاهدانو چې ټول ملکي وګړي دي په محکمه کې ګواهي ورکړه.

په کراچۍ کې یو سينير وکیل شبیر احمد، چې د ترهګرۍ د کېسونو سره تړاو لري، وویل چې "د ترهګرۍ ضد محکمو کې د [غیر دولتي] عیني شاهدانو حاضريدل د حوصله افزايۍ خبره ده او دا ښیي چې خلک اوس پر محکمو باور لري او له وسله والو نه يريږي."

شپږ ويشت نورو شاهدانو، چې ټول حکومتي چارواکي وو، په محکمه کې ګواهي ورکړه ځکه چې مقرراتو ورته اړتیا لرله چې دوی ګواهي ورکړي.

احمد وویل، په تیرو وختونو کې، د ملکي محکمو قاضیانو د ترهګرو ډلو نه په ښکاره توګه ګواښونه ترلاسه کړل او ګڼ شمیر وکیلان او عیني شاهدان د وسله والو په وړاندې د مقدمې چلولو او د ګواهۍ په خاطر ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اوس د الله په برکت ترهګري په پاکستان کې ختم شوې، دویمه خبره دا ده، کله چې په جنوري ۲۰۲۰ کې کورونا ویروس خپور شو، نو تر دې دمه د ترهګرۍ هیڅ يوه پیښه نه ده راپور شوې او تاسو پوهیږئ چې ولې داسې وشول؟ دا ځکه چې د دې ټول هر څه پلان کونکي متحده ایالات، هند او اسرایل وو. متحده ایالات د فبرورۍ څخه تر نن نیټې پورې د کورونا له زياتو کېسونو سره مخ وو او د مسلمانانو د وژلو پر ځای د خپلو خلکو ژوند په خوندي کولو کې بوخت دی.

ځواب