جرم او انصاف

د شخړو د حل شوراګانې په قبایلي ضلعو کې د ثالثۍ نظام شروع کوي

د جاويد خان لخوا

په پېښور کې د شخړو د حل شورا د جنورۍ په ۷ مه د ډلو دلیلونه اوري. ډي آر سيز اوس مهال په پخوانۍ فاټا کې ښکاره کيږي. [جاوید خان]

په پېښور کې د شخړو د حل شورا د جنورۍ په ۷ مه د ډلو دلیلونه اوري. ډي آر سيز اوس مهال په پخوانۍ فاټا کې ښکاره کيږي. [جاوید خان]

پېښور -- خېبر پښتونخواه (کی پي) پلان لري چېپه نويو ضم شويو قبایلي ضلعو کې د شخړو د حل شوراګاني (ډي آر سيز) جوړې کړي.

د پېښور مرکزي ښار د پولیسو افسر (سي سي پي او) محمد علي ګنډاپور د جنورۍ په ۵ مه وویل، "په قبایلي خېبر ضلعه کې د ډي آر سي د جوړولو سربیره، موږ په پېښور کې دوه نورې ډی آر سيز هم جوړوو."

ډي آر سيز، چې په ټوله خېبر پښتونخواه کې د دښمنۍ او شخړو ختمولو لپاره جوړې شوې وې، په ۲۰۱۹ کال کې ټولټال ۷،۰۸۹ کيسونه ترلاسه کړل. دغه شوراګانو د ۵،۲۷۳ کيسونه حل کړل او ۱،۲۶۶ يې نورو اړوندو فورمونو ته ولیږل، چې پاتې نور اوس هم تر کار لاندې دي.

ګنډاپور وویل، ډي آر سيز به د دښمنیو په ختمولو او په کلیوالو سیمو کې د وژنو په ودرولو کې ګټور وي. هغه زیاته کړه چې "[ډي آر سيز] د خېبر پښتونخواه په ټولو ضلعو کې د دوی د جوړیدو راهیسې ډير ښه کار کوي."

د خېبرپښتونخواه د پولیسو ريټايرډ کيدونکي انسپکټر جنرل (آی جي پي) محمد نعيم خان وويل، "د ډي آر سيز د برياليتوب وروسته، موږ دا پخوانۍ فاټا ته غځوو."

هغه وویل چې په ټولو نویو ضم شويو ضلعو کې د ډي آر سيز جوړولو پروسه به په ګړندۍ توګه بشپړه شي. په پیل کې، د خېبرپښتونخواه حکومت به په هره قبایلي ضلعه کې یوه ډي آر سي جوړه کړي چې د شخړې بدیل حل (ای ډي آر) لپاره فورم چمتو کړي، يعنې، د محکمې له خونې بهر د شخړې هوارولو لپاره یوه وسیله.

هغه وویل چې ډیرې پارټۍ ډي آر سيز ته د خپلو شخړو د هوارولو لپاره راځي، چې دا د خلکو باور څرګندوي.

لومړۍ ډي آر سي په جنوري ۲۰۱۴ کال کې د پېښور په ګلبهار پولیس سټیشن کې جوړه شوې وه مخکې لدې چې نورې ډی آر سيز په نورو ضعلو کې فعالیت پیل کړي.

د پېښور ښار یو اوسېدونکي بهادر خان وویل، "زه د پېښور په ګلبهار کې ډي آر سي ته ورغلم کله چې ځينې ځایي جنایتکارانو غوښتل چې زموږ ځمکه قبضه کړي."

ډي آر سي د اوو میاشتو لپاره دغه کيس په دوامداره توګه واوریدلو، ياد ځای ته یې ټیمونه ولیږل او ریکارډونه یې وکتل.

خان وویل، "د اوریدو او د ټولو ریکارډونو له کتلو وروسته، دې زموږ په حق کې پریکړه وکړه ... او اړوندو پولیسو ته یې لارښوونه وکړه چې که مخالفین څه جرمي عمل ترسره کول غواړي نو اقدام دې وکړي."

د جرګې پر بنسټ نظام

د خېبرپښتونخواه د پولیسو ویاند کوکب فاروق وویل، "په صوابۍ، مردان، نوښار او سوات کې څلور ډي آر سيز شتون لري، په داسې حال کې چې په پېښور، چارسده او چترال کې درې شتون لري." هغه زياته کړه چې پاتې ضلعې يوه ډي آر سي لري.

"ډي آر سيز د جرګې نظام یو نقل دی، چې له مخکې نه په قبایلي ضلعو او د خېبر پښتونخواه په نورو برخو کې ریښې لري."

هغه وويل، داسې وخت و، چې حتی منع شوي ډلې لکه لشکر اسلام، چې منګل باغ يې مشري کوله، د کسانو یا ډلو تر منځ شخړې حل کولې ځکه چې په قبایلي سیمو کې د محکمې نظام موجود نه و.

اوس به ډي آر سيز د ځایي خلکو لپاره یوه بدیله لاره چمتو کړي چې خپلې شخړې په هغه فورم کې حل کړي چې قانوني ملاتړ لري.

اسلام آفريدي، چې د خېبر ضلعې نه د يونيورسټۍ فارغ التحصيل دی، وویل، "ځینې خلک د ای ډي آر لپاره ممنوعه ډلو ته لاړل، چې سمه نه وه."

"اوس به دوی د ای ډي آر یا رسمي جرګې له لارې د شخړو حل کولو لپاره قانوني پوښښ لرونکي ادارې ولري."

هغه زیاته کړه چې ډي آر سيز به په پخوانۍ فاټا کې ډیر بریالي وي ځکه چې دوی د جرګې په پیژندل شوي نظام کې ریښې لري. "یوازینی شی چې باید ترسره کولو ته یې اړتیا ولري هغه دا دی چې په ډي آر سيز کې پاک او وړ خلک شامل کړي چې د خپلې دندې سره انصاف وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه

ځواب

په نوښار کې د روغې جوړې کمیټي چیرې ده او کړنلاره یې څه ده؟

ځواب