امنیت

د پېښور پوليس د بکتر بند ګاډو سره امنيت لوړوي

د جاويد خان لخوا

پرسونل وړونکې ګاډي او د ګشت بلټ پروف ګاډي د می په ۲۴مه د ملک سعد شهيد پولیس لین نه د پېښور نورو برخو ته روان دي. کارکوونکو په دې وروستيو کې ۶ ای پي سيز مرمت کړل، چې د دې شميره يې د ۱۴ پورې زياته کړه او په دې کې يې د ګشت ۶۱ بکتر بند ګاډي شامل کړل. [جاويد خان]

پرسونل وړونکې ګاډي او د ګشت بلټ پروف ګاډي د می په ۲۴مه د ملک سعد شهيد پولیس لین نه د پېښور نورو برخو ته روان دي. کارکوونکو په دې وروستيو کې ۶ ای پي سيز مرمت کړل، چې د دې شميره يې د ۱۴ پورې زياته کړه او په دې کې يې د ګشت ۶۱ بکتر بند ګاډي شامل کړل. [جاويد خان]

پېښور -- د پېښور پوليسو په خپل ګاډو کې د ګشت ۶۱ بکتر بند ګاډو شاملولو او د شپږ پرسونل وړونکي ګاډو مرمت کولو سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه تېزه کړې ده.

د مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد طاهر پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ د نړيوال معيارونو شپږ ای پي سيز مرمت کړي دي کوم چې په کلونو مخکې د خرابيدو نه وروسته په ګودامونو کې پراته وو."

د پېښور پوليس اوس ۱۴ ای پي سيز لري کوم چې د ناوړه حالاتو لپاره چمتو دي. په دغه ګاډو کې هر يو ګاډې د ۱۰ پورې کسان وړلی شي.

طاهر وويل: "موږ له مخکې نه شپږ ای پي سيز لرل. مونږ شپږ ګاډي مرمت کړل او دوه مو د خیبر پښتونخوا د پولیسو دفتر نه ترلاسه کړل." هغه زياته کړه، چې ښار ته د ډير خوندي ګاډو ضرورت دی ځکه چې وسله والو په دې وروستیو کلونو کې پوليس په نښه کړي دي.

هغه وويل: "په دې ای پي سيز کې غټ مشين ګنونه موجود دي چې په سمه توګه اوږد هدف په نښه کولی شي."

هغه زياته کړه: "په دغو ګاډو کې يو څو ګاډي فعاله اير کنډيشننګ سيسټم لري او که چيرې يو انجن فيل شي، نو دا يو اضافي انجن هم لري."

هغه وويل، دا ای پي سيز به د پېښور په مختلفو حساسو ښارونو کې واستول شي او په اسانۍ سره او د ضروت په وخت کې به نورو سيمو ته تلې شي.

بکتر بند ګاډي او جام کونکي آلات ژوندونه بچ کوي

د شپږو ای پي سيز د مرمت کولو نه علاوه، پوليسو د ګشت په ۶۱ ګاډو کې د آرمر پليټنګ کار مکمل کړو.

طاهر وويل، چې دغه بکتر بند ګاډي پوليس د وړو مشين ګنونو، ټوپکو او تومانچو د ګولو نه بچ کولی شي. هغه زياته کړه چې د سټيلو څادرونه د چاودیدونکو توکو زيان هم کموي.

هغه وويل: "د می په ۸ مه خټکو پل ته نږدې په چاودنه کې، دوه پوليس لږ غوندې ژوبل شول ځکه چې دغه څادرونو د بم د ټوټو زيان کم کړو."

د پيښور د پولیسو سپرنټنډنټ وسیم خليل وويل، چې دروازې او د ګشت د ۶۱ ګاډو د شا برخه بلټ پروف ده.

هغه وويل، چې يوې مظاهرې ثابته کړه چې دغه څادرونه د کلاشینکوفونو، تومانچو او حتی د سب مشين ګنونو د ګولو خلاف مزاحمت کولی شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "کار روان دی چې د پوليسو هر يو مرکز ته به زيات امنيتي ګاډي برابر کړو."

د آرمر پليټنک نه علاوه، پوليسو په ځينو ګاډو کې جيمنګ آلات هم نصب کړل، په ځانګړې توګه په هغه ګاډو کې کوم چې په حساسو سیمو کې فعالیت کوي او بمي چاودنو ته غبرګون ښیي.

جيمنګ آلات د ترهګرو مخه نيسي او ترهګر نه شي کولی چې د سړک په اوږدو کې نصب شوي چاودیدونکي توکو ته د ريموټ کنټرول له لارې چاودنه ورکړي او پولیس په نښه کړي.

اضافي امنيتي تدابير له مخکې نه ژوندونه بچ کوي.

د مۍ په ۸ مه، پوليسو په شمشتو کې د کډوالو په يو کيمپ کې په يو سکول کې د سهر نه مخکې د چاودنې ځای ته لاړل. دغه ځای د پېښور په جنوب کې په ۲۵ کلوميټره فاصله باندې پروت دی.

دوهم آی اي ډي نصب کړل شوی وو چې د پولیسو موټر په نښه کړي، خو د پوليسو ډپټي سپرنټنډنټ په موټر کې موجود جيمرو د چاودنې مخه ونيوله. د خیبر پښتونخوا د پولیسو د بمونو د شنډولو څانګې دغه بم شنډ کړو.

د پوليسو زیان کمول

د پېښور پوليسو دغه ګاډي وروسته له هغې ورکړل شول کله چې د پولیسو انسپکټر جنرل ناصر خان دراني د جنورۍ په مياشت کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو ايليټ ځواک ته ۱۲ نوي ای پي سيز ورکړل.

ايليټ ځواک په غير معمولي حالاتو کې لکه په تروریستي بریدونه کې د ريګولر پوليسو سره مرسته کوي.

په پېښور کې يو ژورناليسټ او د پيښور د جرمونو او د ترهګرۍ د خبريالانو فورم صدر، طارق وحيد، وويل: "دا ۶۱ بلټ پروف ګاډي به د ګشت کونکو پوليسو زیان کم کړي په ځانګړې توګه په هغه کلیوالو سیمو کې چې قبايلي سيمو ته نږدې دي."

هغه وويل، دا ای پي سيز او بکتر بند ګاډي به د پوليسو د ځواک په زيان کمولو کې مرسته وکړي.

وحيد پاکستان فارورډ ته وويل، "دا ځواک په سوله راوستلو کې ستره دنده ترسره کوي، خو دا به نور هم ښه کار وکړي که چيرې دا زيات خوندي وي."

د پيښور پولیسو يو کانسټبل، واجد خان، وويل: "د پېښور پوليسو ته د حرکت کولو لپاره په ځانګړې توګه په ځينو ناکراره ښارونو کې د بکتر بند ګاډو او ای پي سيز ډير زيات ضرورت دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ په سلګونو کې د خپلو همکارانو قربانۍ ورکړي دي، په داسې حال کې چې بې شمیره افسران د پوليسو په موټرو باندې په بريدونو کې ژوبل شوي دي." "اوس به هغوی ډېر خوندي وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500