امنیت

پاکستان د روژې لپاره امنیتي تدابیر لوړوي

د جاويد خان لخوا

د پاکستان مسلمانان د می په ۱۸ مه د روژې په لومړۍ جمعه مونځ ادا کوي، په داسې حال کې چې يو پولیس د کراچۍ په یوه کوڅه کې چمتو ولاړ دی. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

د پاکستان مسلمانان د می په ۱۸ مه د روژې په لومړۍ جمعه مونځ ادا کوي، په داسې حال کې چې يو پولیس د کراچۍ په یوه کوڅه کې چمتو ولاړ دی. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

پیښور -- پاکستان په ټول هیواد کې امنیتي تدابير لوړ کړې دي چې په روژه کې سوله يقيني کړي.

په خیبر پښتونخواه کې، پولیس د روژه ماتې او د مانځه په وختونو کې په سوداګریزو مرکزونو او د ګڼې ګوڼې په نورو ډیرو ځایونو تمرکز کوي.

د خيبر پښتونخواه د پوليسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود د می په ۱۷ مه په يوې اعلاميه کې ټولو سیمه ایزو پولیسو افسرانو او ډسټرکټ افسرانو ته لارښوونه کړې چې قانون او نظم وساتي او د هر ډول ترهګریز ګواښ مخه ونيسي.

پولیسو امر ترلاسه کړو چې ځانګړي ګامونه پورته کړي او مهم ملي تاسیسات، د عبادت ځایونه، بازارونه، بينکونه، روغتونونه، پټرول سټېشنونه، د اورګاډي سټيشنونه، هوایی ډګرونه او نور احتمالي اهداف خوندي وساتي.

يو پوليس د می په ۱۶ مه د روژې د پيل نه يوه ورځ مخکې پېښور ته د ننوتونکو موټرسايکلونو تلاشي اخلي. [د پیښور پولیس]

يو پوليس د می په ۱۶ مه د روژې د پيل نه يوه ورځ مخکې پېښور ته د ننوتونکو موټرسايکلونو تلاشي اخلي. [د پیښور پولیس]

د خیبر پښتونخواه د پولیسو ویاند، وقار احمد، پاکستان فارورډ ته وویل، چارواکي په دې مقدسه میاشت کې د هر ډول ټوپکونو او نورو وسلو په پورته کولو او ښولو باندې بشپړ بندیز لګوي.

احمد وويل، د منظم پوليسو پرته، د چټک غبرګون ځواک او د ښار د ګزمې ځواک به په ټول پيښور او نورو ډسټرکټونو کې په مهمو وختونو کې ځاى پر ځاى شي.

قاضي جميل الرحمان، د مرکزي ښار د پوليسو افسر، پاکستان فارورډ ته وويل، "په پېښور کې، څلور بکتر بند ګاډي، د ۳۰ [اسکواډ موټرو] او ۳۰ [بايسکلونو] سره، ځای پر ځای شوې دي چې ۲۴ ګهنټې ګشت کوي او د قانون او نظم ساتنه کوي او په هر شکمن فعاليت باندې نظر ساتي."

هغه وويل، تقريباََ ۱،۵۶۶ پوليس افسران ځای پر ځای شوې دي چې په پېښور کې په حساسو سیمو کې د ۷۸۳ جوماتونو امنیت وساتي. هغه زیاته کړه، په مجموعي توګه ۳،۳۷۲ پولیس پرسونل به د روژې په میاشت کې په ډيوټۍ باندې وي.

هغه وويل، "د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې پوليس، چې په [عامو جامو] کې وي، ځای پرځای شوي، په داسې حال کې چې ښځینه پوليس په سوداګریزو مرکزونو کې ځای پر ځای شوي، چیرته چې ډیری ښځې د سودا لپاره راځي."

په پنجاب، سیند او بلوچستان کې امنیت

په پنجاب او سیند صوبو کې هم پولیسو د روژې په میاشت کې امنیتي تدابیر زيات کړي دي.

د سیند د پولیسو انسپکټر جنرل ای.ډي خواجه وویل، ۵۵،۷۰۰ پولیس افسران به ځای پرځای شي.

هغه د می په ۱۴ مه د پوليسو په يوې غونډه کې وويل، "له دغو څخه، ۲۶،۷۸۰ پولیس پرسونل به د کراچۍ په ټول ښار کې تقريباََ په ۴،۲۱۵ جوماتونو کې، د تراويح او د محفل شبينه په ځايونو کې امنیتي دندې ترسره کړي."

په کویټه او د بلوچستان په نورو برخو کې امنيت زيات کړی شوی، په داسې حال کې چې چمتو ځواکونو له مخکې نه کاميابۍ ترلاسه کوي.

د روژې په لومړۍ ورځ، د پاکستان امنیتي ځواکونو د کویټې په ښار کې لږ تر لږه درې ترهګر په يوه سخته نښته کې ووژل، چې په دوی کې په بلوچستان کې د لشکر جهنګوي مشر سلمان بدیني شامل و.

په ورته ورځ، امنیتي ځواکونو په کویټه کې په نيم پوځي ځواک فرنټیر کور باندې يو تروریستي برید ناکامه کړو او لږ تر لږه پنځه احتمالي ځان وژونکي بمباران یې ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500