اقتصاد

د ترهګرۍ لخوا د ځپل شوي خېبر پښتونخواه قبايلي ضلعې د اقتصادي بیارغونې هڅو تمرکز دی

د عديل سعيد لخوا

په شمالي وزیرستان ضلعه کې نوی جوړ شوې سوداګریز بازار د مارچ په مياشت کې ښودل شوی دی. پاکستاني چارواکي د خېبر پښتونخواه په نويو ضم شويو ضلعو کې د اقتصادي فعالیتونو په بيا بحالۍ باندې تمرکز کوي. [عدیل سعید]

په شمالي وزیرستان ضلعه کې نوی جوړ شوې سوداګریز بازار د مارچ په مياشت کې ښودل شوی دی. پاکستاني چارواکي د خېبر پښتونخواه په نويو ضم شويو ضلعو کې د اقتصادي فعالیتونو په بيا بحالۍ باندې تمرکز کوي. [عدیل سعید]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه اقتصاد بیا بحالول، چې زياتره برخه یې د ترهګرۍ او اورپکۍ له امله ویجاړه شوې ده، به د هغه شنونکو د غونډې تمرکز وي چې د اکتوبر په مياشت کې به غونډې کول پیل کړي.

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا فورم (اي سي ډي اېف)، چې د اګست په ۲۹مه پاکستاني چارواکو جوړ کړی وو، به د اقتصادي پراختیا او خصوصي سکټور سرمايه کارۍ لپاره د ۴۰ نه تر ۵۰ پورې کارپوهانو باندې مشتمل وي. دوی ته به په سیمه کې د سوداګرۍ او تجارت د بیا راژوندي کولو لپاره د پالیسو جوړولو دنده وسپارل شي، په داسې حال کې چې دا به د ځایی اوسیدونکو لپاره د عاید رامنځته کولو فرصتونه هم زيات کړي.

د پخوانۍ فاټا قبایلي ضلعې، چې په ۲۰۱۸ کال کې له خېبرپښتونخوا سره ضم شوي وې، د وسله والو لخوا د تباهۍ او د خپلو وګړو د هجرت له کبله د لوی اقتصادي زیان سره مخامخ شوي دي.

اوس چې عسکرو په سیمه کې امن بحال کړی دی او په عارضي توګه بې ځایه شوي خلک سیمې ته راستون شوي دي، دا فورم به د سیمې د اقتصاد د بیابحالۍ لپاره په لارو چارو تمرکز وکړي چې دوامداره سوله او ثبات يقيني کړي.

د خېبر پښتونخواه د وزیر اعلی ځانګړی معاون عبدل کریم خان د اګست په ۲۹مه په پیښور کې يوې غونډې ته خطاب کوي او د تجزيه کارانو د يو فورم پرانسته کوي چې د خېبر پښتونخواه د نویو ضم شويو قبایلي ضلعو د اقتصادي بيابحالۍ لپاره پالیسۍ جوړي کړي. [سمیډا]

د خېبر پښتونخواه د وزیر اعلی ځانګړی معاون عبدل کریم خان د اګست په ۲۹مه په پیښور کې يوې غونډې ته خطاب کوي او د تجزيه کارانو د يو فورم پرانسته کوي چې د خېبر پښتونخواه د نویو ضم شويو قبایلي ضلعو د اقتصادي بيابحالۍ لپاره پالیسۍ جوړي کړي. [سمیډا]

جاويد اقبال خټک، چې د سميډا (د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو د پراختيا اداره) جنرل منيجر دی، وويل، "د دې پروژې موخه دوامداره روزګار او د اوږدمهاله اقتصادي ودې لپاره د عاید فرصتونه چمتو کول دي، چې د خېبر پښتونخواه د نويو ضم شويو ضلعو په پايښت او د اقتصاد په بیا بحالۍ کې مرسته وکړي."

د خټک په وینا، دا پروژه د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا ادارې (يو ايس ايډ) لخوا د تمویل شوې د فاټا اقتصادي بیارغونې پروګرام برخه ده او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام او سيميډا لخوا به په ګډه پلې کړې شي.

شرکت لرونکي هڅول

د فورم د معارفي کيدو غونډه، چې د حکومت، د کوچني مالي ادارو او څيړنيزې ادارو استازي به پکې هم شامل وي، به د اکتوبر په میاشت کې ترسره شي او د جولای ۲۰۲۰ کال پورې به درې میاشتې وروسته غونډه وکړي. د دې غونډې مشري به د خېبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان کوي.

خټک زیاته کړه، "د دې فورم عمومي موخه دا ده چې د مختلفو ادارو ترمنځ شراکت اسان کړو او په داسې لارو چارو باندې غور وکړو چې د خېبر پښتونخواه په قبایلي ضلعو کې د خصوصي سکټور شرکتونو سرمايه کاري زياته کړي."

د دې پروژې لاندې، تخنیکي مرسته به په دريو ضلعو کې، د خېبر، جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان په ګډون، ۴،۳۵۰ شرکت لرونکو ته چمتو کړی شي چې له هغوی سره د سوداګرۍ پرمختیایي پلانونو په ارزولو کې مرسته وکړي. هغه زیاته کړه چې دا شرکت لرونکي به غير مالي مرستې ترلاسه کړي.

خټک وویل چې دغه مرستې به د بیرته راستنیدونکو سره مرسته وکړي چې خپلې سوداګرۍ بيا بحال کړي، موجوده سوداګرۍ پراخه کړي یا نوي کاروبارونه پيل کړي. هغه زیاته کړه چې چارواکو له مخکې نه د ۷۰۰ شرکت لرونکو لپاره د مرستې په درخواستونو باندې کار کړی دی او د اجرا لپاره یې لیږلې دي. په نورو باندې کار روان دی.

د جنوبي وزیرستان ضلعې نه د خېبرپښتونخواه اسمبلۍ غړي نصیر وزیر وویل، "په قبایلي سیمو کې ترټولو لویه ستونزه د بیکارۍ ستونزه ده، او د سولې د ټینګښت لپاره، د دندې رامنځته کولو لپاره د اقتصاد بیا بحالي یو اړین کار دی."

وزیر په یوې مرکه کې وویل، قبایلي سیمې زيات فرصتونه لري چې اقتصادي فعالیت رامنځته کړي او دندې چمتو کړي.

وزير وویل، په جنوبي وزیرستان کې د انګور اډې سرحدي پوسټ د پاکستان او افغانستان ټرانزیټ سوداګرۍ لپاره ډېره مناسب دی ځکه چې دا کابل او د منځنۍ اسیا هیوادونو ته نږدې دی. له همدې کبله، ټرانزیټ سوداګري د دې پوسټ نه پيل کيدې شي چې په سيمه کې سوداګرۍ او تجارت ته وده ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د بریالي پوځي عملیاتو نه وروسته، په سیمه کې امن راستون شوی او د اقتصاد د بیا بحالۍ هڅې به پایلې ولري.

'په سم لور یو ګام'

شاکرين شاکر، چې د قبايلي سيمو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې صدر دی، د دې فورم د جوړیدو لپاره د پریکړې ستاینه وکړه.

په شمالي وزیرستان ضلعه کې، چې پخوا د ترهګرو مرکز وو، د سیمې اقتصاد د دوکانونو او سوداګریزو مرکزونو له ويجاړيدو وروسته تباه شوی وو.

شاکر وویل، د ترهګرۍ لخوا په ځپل شويو قبایلي ضلعو کې د اقتصادي فعالیت بيابحالي رسمي ملاتړ ته سخته اړتیا لري لکه د نويو کاروبارونو د پیلولو لپاره مالي مرستې.

هغه وويل، که څه هم سوله بیرته بحال شوې او سرتیرو ترهګر شړلي دي، خو سیمه ایز اقتصاد کمزوری شوی دی او دولتي او خصوصي سکتورونه باید د دې په بيرته بحالولو کې لوی رول ولوبوي.

شاکر زیاته کړه چې د فورم جوړول په سم لوري یو ګام دی.

زاهد الله شينواري، چې د سوداګری او صنایعو د خونې پخوانی صدر دی او د قبایلي سیمې یو سوداګر دی، وویل، "اقتصادي بيابحالي به په خپله د ضم شویو سیمو ٪۹۰ ستونزې حل کړي."

هغه وویل چې له اقتصادي بيابحالۍ پرته، په قبایلي سیمو کې سوله او پرمختګ نه شي راتلې.

هغه د غونډې د جوړیدو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د دې ادارې لخوا وړاندیز شوې پالیسۍ به د سیمې په بيا بحالۍ او بیا رغونه کې ګټورې ثابت شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500