جرم او انصاف

اقليتونه او ښځې د پېښور د شخړو د حل په شورا کې استازيتوب ترلاسه کوي

د جاويد خان لخوا

د اکتوبر په میاشت کې په پیښور کې د ګلبرګ د شخړو د حل شورا له غړو سره د پیښور مرکزی ښار د پوليسو افسر محمد علی ګنډاپور (ښي اړخ ته) يو ګروپ تصوير. [د خیبرپښتونخوا پولیس]

د اکتوبر په میاشت کې په پیښور کې د ګلبرګ د شخړو د حل شورا له غړو سره د پیښور مرکزی ښار د پوليسو افسر محمد علی ګنډاپور (ښي اړخ ته) يو ګروپ تصوير. [د خیبرپښتونخوا پولیس]

پېښور -- د اقليتي ډلې غړي او ښځې د خېبر پښتونخواه د شخړو د حل شوراګانو (ډي آر سيز) سره يو ځای کيږي چې په ځایي ټولنو کې د مختلفو مسلو په حل کولو کې مرسته وکړي.

لومړی ډي آر سي په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې جوړه شوې وه، او اوس ورته شوراګانې د خېبر پښتونخواه په هره ضلعه کې شتون لري.

هر درې کسيزه ډي آر سي، چې د پخوانیو قاضیانو، وکیلانو، حکومتي افسرانو، پروفیسرانو، وکیلانو، وزیرانو او نورو څخه جوړه ده، مختلفې شخړې اوري او پریکړې صادروي.

د پېښور په ګلبرګ سيمه کې ډي آر سي د اکتوبر په لومړۍ هفته کې دوه نوي غړي شامل کړل، سمویل، چې عیسايي دی او يو نوم لري، او يوه ښځه صایمه عمبرین.

په دوو مختلفو عکسونو کې، د پېښور مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور (ښي لور ته) د اکتوبر په لومړۍ هفته کې په ګلبرګ کې د شخړې د حل شورا د نويو غړو سره خبرې اترې کوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

په دوو مختلفو عکسونو کې، د پېښور مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور (ښي لور ته) د اکتوبر په لومړۍ هفته کې په ګلبرګ کې د شخړې د حل شورا د نويو غړو سره خبرې اترې کوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

د پېښور مرکزي ښار د پولیسو افسر (سي سي پي اُو) محمد علي ګنډاپور د نومبر په ۵ مه وویل، "موږ په لومړي ځل یو عیسايي غړی شامل کړی چې د خپلو [عیسايانو] غړو او نورو مذهبونو تر مینځ مختلفې شخړې حل کړي."

هغه زیاته کړه، ډیرې ښځې په دې شوراګانو کې شامليږي چې د هغو ښځو لپاره یو پليټفارم چمتو کړي چې د کورنۍ یا د ټولنې د نورو غړو سره شخړې لري.

ګنډاپور وویل، "د اقليت د غړو د شاملولو موخه دا وه چې دوی ته د اقليتونو لپاره استازیتوب ورکړل شي څو د خپلې څه مسلې لپاره شورا ته ورشي."

هغه وویل، په پېښور کې د شخړو د حل پنځه شوراګانو په تیرو شپږو کلونو کې ۲۸۶۲ کېسونه حل کړي دي. هغه زیاته کړه چې "په ګلبهار کې د ډي آر سي لخوا زيات نه زيات ۱۸۹۲ کېسونه او د ګلبرګ ډي آر سي لخوا ۹۰۴ کېسونه حل شوې دي."

په ډي آر سي کې د اقليت د غړيو شاملول به د هغه مختلفو شخړو په حل کولو کې مرسته وکړي، چې د پېښور او خېبر پښتونخواه په نورو برخو کې د عیسایانو، سکهانو او هندوانو په زرګونو کورنۍ پکې ښکيل وي.

انصاف چمتو کول

سمویل وویل، "زه به د ډي آر سي د غړي په توګه خپله ټوله هڅه وکړم چې هغه ډيرې مسلې حل کړم چې د عیسايانو د ټولنې او همدارنګه د نورو مذهبونو غړي ورسره مخ دي."

د پېښور د سواتي سیمې یو عیسايي شهزاد مسیح وویل، "دا په پاکستان کې د عیسايانو د ټولنې او نورو اقليتونو لپاره يوه ښه نښه ده ځکه چې دوی به په اسانۍ سره خپلو [ډي آر سي] غړو ته د مسلو لپاره لاسرسی کولی شي."

هغه وویل، په تیرو وختونو کې د ځمکې او پیسو په سر شخړې راپورته شوې دي.

ندیم جوزف، چې یو ځایي عیسايي دی، د اګست په میاشت کې د سواتي په سیمه کې په شخړه کې ووژل شو. پولیسو د کېس په تړاو دوه شکمن کسان ونیول.

د پېښور د پولیسو ویاند الیاس خان وویل، "نه یوازې دواړه تورن کسان چې مسلمانان ول، ونیول شول، بلکې په هسپتال کې پولیسانو د ندیم د ژوند د ژغورلو په خاطر وینه هم ورکړه."

عذرا سهیل، چې د پېښور د ګلبهار څخه د کور میرمن ده، وويل، "په پېښور او نورو ضلعو کې د شخړې د حل شوراګانې ګڼ شمیر ښځې لري، چې ښځینه شکایت کونکو ته د انصاف په برابرولو کې يوه ستره دنده ترسره کوي."

هغې وويل، د هغې کورنۍ د ځمکې شخړه لرله چې ډي آر سي په يو څو هفتو کې حل کړه.

د پېښور د پوليسو سپرنټینډنټ عبدالسلام وويل، "د ډي آر سي غړی یوازې وروسته له هغې شامل کيږي کله چې چارواکي د سپيشل برانچ او نورو استخباراتي ادارو له لارې د هغه ریکارډ وګوري، څو ښه خلک د دې شوراګانو برخه جوړه شي.

هغه وویل، د شخړې د حل شوراګانې، چې په قبایلي ضلعو کې یې فعالیت پیل کړی، په زرګونو جګړې او نورې ستونزې حل کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500