امنیت

ایران اټومي ژمنې پريږدي، په داسې حال کې چې اروپایي قوتونه د متحده ایالاتو ملاتړ کوي

سلام ټايمز او ای اېف پي

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک يو سرتيری د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۴ مه د بغداد سفارت خانې د انګړ د ساتنې په دوران کې په يو پوسټ کې ولاړ دی. [سینټکام]

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک يو سرتيری د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۴ مه د بغداد سفارت خانې د انګړ د ساتنې په دوران کې په يو پوسټ کې ولاړ دی. [سینټکام]

د ایران رژیم د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۵ مه) وویل چې دا به خپل اټومي ژمنې پریږدي او د "سینټرفیوجز د شمير حد" به مات کړي، په داسې حال کې چې یو شمیر اروپایي قوتونو د تهران د یو لوړ پوړي جنرل د وژلو نه وروسته د تهران سره په شخړه کې د متحده ایالاتو لپاره د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د ایران حکومت د یکشنبې په شپه په یو بیان کې وویل، "د ایران اټومي پروګرام به نور په عملیاتي ډګر کې له هيڅ محدودیت سره مخ نه شي."

دغه راپور وايي، دا د یورانیمو غني کولو لپاره د تهران له ظرفیت، د غني کولو کچې، مقدار بډایه کولو، او نورو څیړنو او پراختیا سره تعلق لري.

تر دې دمه، تهران ویلي دي چې دا په اټومي بټیو کې د بجلۍ د تولید لپاره تر ۵٪ پورې د یورانیمو بډایه کولو ته اړتیا لري.

د جنورۍ په ۳ مه د ایران عسکري مشران په ایران کې پوځي تاسیساتو ته د لیدنې پرمهال د موجوده وضعیت په اړه غور کوي. [د ایران د دفاع وزارت]

د جنورۍ په ۳ مه د ایران عسکري مشران په ایران کې پوځي تاسیساتو ته د لیدنې پرمهال د موجوده وضعیت په اړه غور کوي. [د ایران د دفاع وزارت]

د فرانس صدر ایمانویل میکرون په پاریس کې د ایلیزي محل نه قوم ته په تلویزیون خطاب کوي. هغه، په انګلستان او جرمني کې د مشرانو سره، له ایران سره په شخړه کې د متحده ایالاتو لپاره د خلکو د ملاتړ غوښتنه کوي. [فرانس ۲/ ای اېف پي]

د فرانس صدر ایمانویل میکرون په پاریس کې د ایلیزي محل نه قوم ته په تلویزیون خطاب کوي. هغه، په انګلستان او جرمني کې د مشرانو سره، له ایران سره په شخړه کې د متحده ایالاتو لپاره د خلکو د ملاتړ غوښتنه کوي. [فرانس ۲/ ای اېف پي]

د جولای په میاشت کې، د ایران رژیم اعتراف وکړو چې دې د یورانیمو بډایه کولو حد مات کړی دی کوم چې د ۲۰۱۵ کال د نړیوال اټومي تړون له مخې ټاکل شوی و.

اروپايي قوتونه د متحده ایالاتو ترشا ولاړ دي

د جرمني حکومت يو وياند وويل، د جرمني، فرانس او انګلستان مشرانو د یکشنبې په ورځ موافقه وکړه چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره به کار وکړي.

د جنورۍ په ۳ مه د امریکې د یوې بې پیلوټه الوتکې له خوا د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ د قدس ځواک کمانډر قاسیم سلیماني ووژل شو، چې دې د تهران د لسیزو اوږد مهاله کمپاین یوه مهمه شیبه په ګوته کړه چې په منځني ختيځ او نورو هيوادونو کې اورپکۍ او شخړې رامنځته کوي.

تهران د انتقام اخیستو ژمنه کړې.

د جرمني چانسلرې انګیلا میرکل د فرانس صدر ایمانویل ميکرون او د بریتانیا وزيراعظم بورس جانسن سره د تلیفون له لارې د خبرو وروسته، دغه وياند وویل چې مشرانو "په دې موافقه وکړه چې د تاوتريخوالي کمی لازمي دی."

هغه زیاته کړه، "په ځانګړي توګه له ایران څخه وغوښتل شول چې په اوسني وضعیت کې له صبر څخه کار واخلي."

ميکرون د یکشنبې په ورځ متحده ایالاتو ته "د خپل بشپړ یووالي" ډاډ ورکړو او له تهران څخه یې وغوښتل چې "له پوځي شخړې څخه ډډه وکړي، کوم چې په سیمه کې بې ثباتي پراخه کولی شي."

د ایلیزي صدارتي دفتر لخوا په یوې خپره شوې اعلامیه کې، ميکرون په عراق او سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو یادونه وکړه او اندیښنه یې څرګنده کړه چې ایراني ځواکونه چې سلیماني یې مشري کړې وه، داسې اقدامات کولی شي چې په سیمه کې به بې ثباتي رامنځته کړي.

ميکرون په دې "اړتیا ټينګار وکړو چې ایران دې دا ډول فعالیتونه پای ته ورسوي."

ميکرون د داعش لپاره د عربي نوم په کارولو سره وويل، "لومړیتوب دې باید دا وي چې د عراق د حاکمیت لپاره په پوره درناوي سره د امنیت او سیمه ییز ثبات لپاره د داعش پروړاندې د نړیوال ایتلافي عمل تعقیب شي."

جانسن په یو بیان کې وویل، "جنرل قاسم سلیماني زموږ د ټولو ګټو لپاره یو ګواښ و او په سیمه کې د مختلوونکی او بې ثباته کولو چلند لپاره مسؤل و."

"هغه مخکښ رول ته په پام سره چې هغه په اقداماتو کې لوبولی دی او د زرګونو بې ګناه ملکي وګړو او غربي پرسونلو د مرګ لامل ګرځیدلی، موږ به د هغه په مرګ باندې ماتم ونه کړو.

"که څه هم، دا روښانه ده چې د انتقام اخیستلو یا غچ اخیستلو ټولې غوښتنې به په ښکاره توګه په سیمه کې د زيات تاوتریخوالي لامل وګرځي او دا د هیچا په ګټه نه دي."

جانسن وویل چې د وزیرانو غونډو او د نورو نړیوالو غوښتنو وروسته، د پارلمان غړو ته به د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۷ مه) د وضعیت په اړه تازه معلومات ورکړل شي.

د جنورۍ په ۳ مه، د جرمني حکومت ویاندی وویل چې د متحده ایالاتو هغه برید چې سلیماني او د عراقي ځواکونو یو لوړپوړی کمانډر پکې ووژل شو د تهران د "اشتعالونو" په رد عمل کې و.

وياندې الريک ديمار وويل، "د امریکې اقدام د یو لړ پوځي اشتعالونو رد عمل دی چې ایران یې مسؤلیت په غاړه لري."

د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې هفته کې د اروپايي اتحادیې (اي يو) د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ته په برسلز کې د خبرو اترو لپاره بلنه ورکړه.

ظریف بلنې ته ځواب ور نه کړو، چې دا په دې معنی وه چې "په دې مسلو کې خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکړي."

'لویه خطا'

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د یکشنبې په ورځ وویل چې تهران به شاید د سلیماني تر مرګ وروسته په امریکايي سرتیرو د برید هڅه وکړي.

هغه فاکس نیوز ته د یکشنبې په ورځ په يو بيان کې وویل، "موږ فکر کوو چې ریښتیني احتمال شتون لري چې ایران به یوه غلطي وکړي او په عراق کې به زمونږ ځواکونو، پوځي ځواکونو او یا په شمال ختیځ سوریه کې د عسکرو د نښه کولو پریکړه وکړي."

د هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته شوې چې د ایران د ستر مشر پوځي سلاکار وویل چې د امریکې لخوا د سلیماني د وژلو وروسته تهران به د "پوځي ځايونو پروړاندې" "پوځي" غبرګون وښيي.

پومپیو وویل، "دا به د ایران لپاره يوه لویه خطا وي چې هغوی به يې تعقیب وکړي."

متحده ایالات په عراق کې د خواوشا ۵۲۰۰ عسکرو په شمول په سیمه کې نژدې ۶۰ زره عسکر لري. واشنګټن د سلیماني د وژلو نه وروسته د جنورۍ په ۳ مه منځني ختیځ ته د زرګونو نورو سرتيرو د استولو امر وکړو.

عیني شاهدانو ای اېف پي ته وویل، د یکشنبې په ورځ په بغداد کې د متحده ایالاتو سفارت خانې ته څېرمه دوه راکټونه يو څو ګهنټې وروسته له هغې وویشتل شول کله چې د متحده ایالاتو د برید، چې د عراق او ایران لوړ پوړي کمانډران پکې وژل شوي ول، له کبله سفير راوغوښتل شو.

د یکشنبې بريد پرله پسې دويمه شپه وه چې شنه سيمه -- چې په بغداد کې ترټولو خوندي سیمه ده -- تر بريد لاندې راغله او په تیرو دوو میاشتو کې ۱۴م ځل و چې د متحده ایالاتو تاسیسات په نښه شوي دي.

طبي سرچینو ای اېف پي ته وویل، دریم راکټ د شنې سيمې نه بهر يو کور په نښه کړو او څلور کسان يې پکې ژوبل کړل.

د سلیمانې د توطیې تفصيلات راپورته کيږي

د یو شمیر هغه توطیو په اړه نوي تفصیلات راپورته شوي چې سلیماني د متحده ایالاتو ځواکونو پروړاندې د ترسره کولو پلان لرلو.

د رویټرز د راپور له مخې، سلیماني د اکتوبر په نیمایۍ کې د ایران په ملاتړ د عراقي ملیشو ډلو له مشرانو سره وکتل کله چې په عراق کې د ایران د مخ په زیاتیدونکي نفوذ پروړاندې پراخه احتجاجونه زور واخیستو او اسلامي جمهوریت يې له ستونزو سره مخ کړو.

د ملیشې دوو کمانډرانو او دوو امنیتي سرچینو، چې په دغه غونډه کې يې معلومات ورکړې ول، رویټرز ته وویل، د اکتوبر د غونډې دوه هفتې وړاندې، سلیماني آی آر جي سي ته امر وکړ چې ډیر پرمختللې وسلې --- لکه د کاتیوشا راکټونه او اوږه ویشتونکي توغندي چې چورلکې راغورځوي -- عراق ته د دوو سرحدي لارو له لارې واستوي.

د بغداد په وېله کې، سلیماني راغونډ شویو کمانډرانو ته وویل چې د ټیټ پوړو ملېشو نوې ملېشه جوړه کړي چې په هغه امريکايانو باندې راکټي بريدونه وکړي کوم چې د عراق په پوځي اډو کې ځای پر ځای شوي دي.

د ملېشې يوې سرچینې رویټرز ته وویل، سلیماني هغوی ته وویل چې "دا به ګرانه وي چې امریکایان داسې يوه ډله په ګوته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500