امنیت

تهران د یورانیمو د غني کولو د پروسې د ودرولو لپاره د نړۍ غوښتنې له پامه وغورځولې

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ایران ولسمشر حسن روحاني چې افسران پرې ورټول دي د وري په ۲۹مه په تهران کې په یوه پوځي رسم ګذشت کې چې د ایران د اردو کلنۍ ورځ لمانځي برخه اخلي. د ایران رژیم په پام کې لري چې د یورانیمو د غني کولو له هغو سطحو څخه پښه واړوي چې د ۱۳۹۴کال په مذاکراتو کې پرې هوکړه شوې وه، او دا داسې وېرې رامنځته کوي چې دغه هېواد د یو اتوم جوړولو ته ور نژدې کېږي. [ای اېف پي]

د ایران ولسمشر حسن روحاني چې افسران پرې ورټول دي د وري په ۲۹مه په تهران کې په یوه پوځي رسم ګذشت کې چې د ایران د اردو کلنۍ ورځ لمانځي برخه اخلي. د ایران رژیم په پام کې لري چې د یورانیمو د غني کولو له هغو سطحو څخه پښه واړوي چې د ۱۳۹۴کال په مذاکراتو کې پرې هوکړه شوې وه، او دا داسې وېرې رامنځته کوي چې دغه هېواد د یو اتوم جوړولو ته ور نژدې کېږي. [ای اېف پي]

کال د اتومي تړون د سرغړونو په لړ کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د حکومتونو دا غوښتنې له پامه وغورځولې چې د یورانیمو له لا نورې بډاینې څخه لاس واخلي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۲مه/ د کابینې په یوه غونډه کې وویل، «مونږ به د غني کولو سطحه له ۳.۶۷٪ څخه هر څومره چې مونږ وغواړو، ضروري وي او مونږ ورته ضرورت ولرو، زیاته کړو.»

همدارنګه د ایران حکومت ګواښ وکړ چې که هغه عمده هېوادونه چې په تړون کې ښکېل ول د بندیزونو په اسانولو او په ځانګړې توګه هغوی ته د تېلو د خرڅانه د اجازې په ورکولو کې مرسته ونه کړي، دوی به لا نور مخکې لاړ شي او له لا نورو اتومي ژمنو څخه به پښه واړوي.

د مخالفت د غږ یووالی

روسیه، چین، فرانسه، جرمني، برتانیا او متحده ایالات څو له هغو هېوادونو څخه دي چې په ایران یې غږ وکړ چې له دغه کار څخه لاس واخلي.

له یوه ایراني مستند فلم څخه اخیستل شوی عکس د ایران د یورانیمو د غني کولو یو مرکز ښیي. [آرشیف]

له یوه ایراني مستند فلم څخه اخیستل شوی عکس د ایران د یورانیمو د غني کولو یو مرکز ښیي. [آرشیف]

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل، «مونږ په خپلو ایراني همکارانو باندې غږ کوو چې ارام واوسي، په هېڅ ډول له احساساتو څخه کار وانه خلي او د اتومي انرژۍ د نړۍ والې ادارې د خوندیتوب د تړون شرایط او د دې هوکړې نور پروتوکول مراعت کړي.»

لاوروف د آیرلنډ د بهرنیو چارو وزیر سایمون کوویني سره له خبرو کولو څخه وروسته وویل، «دا تړون د اتومي وسلو د نه پراختیا د رژیم د قوي کولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګېنګ شوانګ د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۱مه/ به یوه خبري غونډه کې وویل، «چین د ایران له خوا اخیستل شویو ګامونو باندې خفه دی.»

ګېنګ وویل، «مونږ په ټولو لوریو غږ کوو چې دې مسئلې ته له یوه اوږدمهالي او عمومي لید څخه وګوري، حوصله وکړي او جی سي پي او ای (هستوي تړون) ټولو ته پابند پاتې شي چې وضعه لا نوره ترینګلې نشي.»

د اروپایي‌ اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې فیدریکا موګیریني او د درې هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو (د فرانسې د جین یویس لي دریان، د جرمني د هیکو ماس او د برتانیا د جیریمي هنټ) له خوا لاسلیک شوې یوه ګډه اعلامیه کې راغلي، «مونږ په ایران باندې تاکید کوو چې دا ګام بېرته واخلي او د دداسې نورو ګامونو له اخیستلو څخه ځان وساتي چې هستوي تړون کمزوری کوي.»

په اعلامیه کې راغلي، «مونږ د ایران له خوا په دې پرېکړه چې د هستوي وسلو د نه خپراوي یو مهم سند تر پوښتنې لاندې راولي خفه یو.»

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون په خپله اعلامیه کې ویلي چې هغه د نړۍ ځواکونو سره د ۱۳۹۴ په تړون کې له ټاکلي حد څخه د تهران د تېرېدو «یادښت په اندېښنې سره» اخیستی دی او په ایران یې غږ وکړ چې «په سملاسي توګه له دغه بې هدفه کار څخه را شاته شي او له بل هر داسې ګام اخیستنې څخه ځان وژغوري چې د هغه هستوي وجایب تر پښو لاندې کوي.»

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د ایران رژیم «له اور سره لوبې کوي».

دا خبرونه د داسې سختو ترینګلتیاوو په ترڅ کې مخې ته راځي چې ایراني ځواکونو د بین المللي اوبو په سر د متحده ایالاتو یوه بې پیلوټه الوتکه وویشتله او له هورموز تنګي سره نژدې یې د تېلو په څو ټانکرونو باندې بریدونه وکړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلامونه، زه ملا بخش بلوچ یم، زه غواړم چې دا تبصره وکړم چې ایران ته باید د ځان د دفاع بشپړ حق ورکړل شي. تر څو چې د هرمز تنګي خبره ده، دا د ایران ملکیت دی. عرب، په ځانګړي توګه سعودي عرب او امارات اوس د ايجنټانو په توګه کار کوي. عربيان او په ځانګړي ډول د آسیا ټول هیوادونه باید په دې وخت کې د ایران تر څنګ ودریږي ځکه چې د هرچا غوره ګټه له ایران سره په اتحاد کې ده. د یوې کورنۍ خلک باید د لانجې په صورت کې د متقابل تفاهم سره د حل لاره په ګوته کړي پر ځای د دې چې امريکا راوغواړي ځکه چې کوېت دا د یو بل سره د جګړې لپاره راغوښتې وه. د آسیا نقشه به بل شان وه که چيرې دوی مسلې په دوه اړخيزه توګه حل کړي وای. حتی اوس د سعودي عرب شاه سلمان د اسرایل پرځای له پاکستان سره اړیکه ونيوله، او که هغه پاکستان پیاوړی کړی وای، نو هیچا به د برید یا مداخلې جرات نه وې کړای. اسلام، پاکستان او مسلمه نړۍ زنده باد.

ځواب

دا اقدامات دې د ورته جذبې سره واخيستل شي، تر ټولو غوره کار ترسره کړه، مونږ دلته ستا لپاره يو، يا خامنئ!

ځواب

په ايران باندې د تور لګولو نه مخکې، ولې څوک اسرایل، هندوستان او پنځو زبرځواکونو ته نه ګوري. که چيرې ایران یا بل مسلمان هیواد وي، دوی ټول باید د اټومي بم څخه قوي بمونه وغورځوي چې برید کونکي ته سبق وښودل شي. د سعودي غلامان باید د اسلامي نړۍ باچايان وې، خو دوی د کاسینو او کلبونو په زياتولو سره د لویدیز په څیر ژوند غواړي. الله د سعودي خلکو ته داسې جذبه ورکړې ده چې کافي ده چې سلمان خوب ته نه پريږدي. هر هیواد د خپلواکۍ حق لري، که څه هم د پاکستان سیاستدانان هیواد ته د زیان رسولو لپاره ژمن دي. دا ټول د انتخاب له لارې راځي، هیواد لوټوي او بيا ترې ځي. ښاغلی شوکت عزیز، ښاغلی مشرف، زرداري، نواز حتی عمران هم د دې هیواد وفادار نه دي. دوی د خلکو ژوند په بدبختۍ بدل کړی. دوی هېواد قرضدارې کړی. دوی د عامو خلکو نه سوالګري جوړ کړل. دوی د عامو خلکو په نوم فنډونه ترلاسه کوي خو دا مرستې د وزیرانو او مشاورینو کورونو ته رسي. یوازې مسیح کولی شي دا هیواد وژغوري. الله دې د دې ګران هېواد ساتنه وکړي ځکه چې د عمران، نواز یا زرداري يو وزیر یا سلاکار د دې قوم ملګری نه دی.

ځواب

زه د خوراک د ادارې څخه غوښتنه کوم چې ګراني ډيره زياته شوي ده او مزدوران خواخوږي نه لري، د اوړو ملونه لږ تر لږه مزدوري ورکوي، نو زه غواړم چې ستاسو په واسطه دا خبره وزير اعلی ته ورسوم.

ځواب