امنیت

روس او چین په بغداد کې د امریکې په سفارت خانې باندې د ایران برید غندلو نه انکار کوي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

یو تصوير په ۲ جنوري ۲۰۲۰ کې په مرکزي ښار بغداد کې د متحده ایالاتو سفارت خانې ته د ننوتلو لاره ښيي، چې یوه ورځ مخکې د ایران په ملاتړ د عراقي ملیشو د غړو لخوا ويجاړ شوې وه. [احمد ال روبايي/ای اېف پي]

یو تصوير په ۲ جنوري ۲۰۲۰ کې په مرکزي ښار بغداد کې د متحده ایالاتو سفارت خانې ته د ننوتلو لاره ښيي، چې یوه ورځ مخکې د ایران په ملاتړ د عراقي ملیشو د غړو لخوا ويجاړ شوې وه. [احمد ال روبايي/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو (يو اين) غړو بيانونه خپاره کړل چې په تيره هفته کې د ایران پلوه مظاهره کونکو لخوا په بغداد کې د امریکې پر سفارت خانې باندې د برید غندنه وکړي، خو روس او چین غلي پاتې شول.

مظاهره کونکو، چې زياتره پکې د ایران په ملاتړ د عراقي ملیشو غړي ول، د دسمبر په ۳۱ مه په سفارت خانې برید وکړو او د جنورۍ په لومړۍ نیټه یې د منتشر کيدو لپاره د خپلو مشرانو غوښتنې ونه منلې او د هغې یوې برخې ته يې اور ولګولو.

د ملګرو ملتونو لپاره د متحده ایالاتو ماموریت د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۶ مه) وویل، د روس او چین خاموشي د امنیت شورا کمزوري کړې ده.

د متحده ايالاتو بيان وويل، "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د بنيادي بيانونو د خپاره کولو اجازه نه ورکول د سفارتي او قونسلګرۍ ځايونو خونديتوب ته زيان رسوي او یو ځل بیا د شورا اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي."

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو يو سرتيری د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۴ مه په عراق کې د بغداد سفارت خانې د تالار د ساتلو په دوران کې د یو امنیتي پوسټ د تقویه کولو لپاره د شګو کڅوړه وړي. [سینټکام]

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو يو سرتيری د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۴ مه په عراق کې د بغداد سفارت خانې د تالار د ساتلو په دوران کې د یو امنیتي پوسټ د تقویه کولو لپاره د شګو کڅوړه وړي. [سینټکام]

واشنګټن وویل، د ۱۹۶۱ ویانا کنوانسیون لپاره د ملاتړ غږ کول چې د سفارتي ماموریتونو ساتنه کوي "باید متنازعه نه شي يا حوصله توجيه نه کړي."

دې زیاته کړه، "لکه څنګه چې موږ څرګنده کړې، موږ به د متحده ایالاتو پر پرسونلو او تاسیساتو باندې بریدونه ونه زغمو او د خپلو ګټو، وګړو او متحدینو د ساتنې لپاره به پریکنده غبرګون وښيو."

د دسمبر په وروستیو کې د بغداد پر سفارت خانې باندې برید د ميجر جنرل قاسم سليماني، چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) د قدس ځواک کمانډر دی، لخوا تر سره شوی و.

د نويو راپورونو له مخې، سلیماني د اکتوبر په نیمایۍ کې د ایران په ملاتړ عراقي ملیشو ډلو له يو شمير مشرانو سره وکتل کله چې په عراق کې د ایران د مخ په زیاتیدونکي نفوذ پروړاندې پراخه احتجاجونو زور واخیستو او اسلامي جمهوریت يې له ستونزو سره مخ کړو.

سلیماني راغونډ شویو کمانډرانو ته وویل چې د ټیټ پوړو ملېشو نوې ملېشه جوړه کړي چې په عراق کې د متحده آيالاتو د ګټو پر وړاندې بريدونه وکړي.

په سفارت خانې باندې د برید په ځواب کې، د متحده ایالاتو یوې بې پیلوټه الوتکې د جنورۍ په ۳ مه سلیماني ووژلو.

ایراني جارحیت

د ناټو مشر ین سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ تهران ته وویل چې "د نور تاوتریخوالي او اشتباهاتو" څخه ډډه وکړي ځکه چې د سلیماني تر مرګ وروسته په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی.

سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې د ډرون برید د متحده ایالاتو پریکړه وه او زیاته یې کړه چې د ناټو نورو ۲۸ غړو په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ رامنځته کولو لپاره د ايراني فعالیتونو په اړه خپلې اوږدې اندیښنې څرګندې کړې دي.

دوه ځله پوښتنه وشوه چې ایا کوم غړي هیوادونو د متحده ایالاتو په بريد تنقيد وکړو، سټولټنبرګ د هغوی پر یووالي او د ایران د چلند په اړه د هغوی په اندیښنې ټینګار وکړ.

سټولټنبرګ وویل، "موږ په دې وروستیو کې د ایران له خوا جارحيت لیدلی دی، چې پکې [د سپتمبر په میاشت کې] د سعودي عرب د انرژۍ پر تاسیساتو باندې برید او [د جون په میاشت کې] د امریکې د بې پیلوټه الوتکې راغورځول شامل دي."

"زموږ په نننۍ ناسته کې، متحدینو د زغم او د کړکيچ کمولو غوښتنه وکړه. نوې شخړه به د هیچا په ګټه نه وي، نو ایران باید له نور تاوتریخوالي او پاروونكي عملونو څخه ډډه وکړي."

سټولټنبرګ وویل، ناټو په عراق کې د ۵۰۰ کسانو قوي ماموریت لري، چې سیمه ایز ځواکونه چمتو کوي چې د داعشي افراطیانو پر وړاندې مبارزه وکړي، خو د روزنې اصلي فعالیتونه تر هغه وخته پورې ځنډول شوي ترڅو چې امنیتي وضعیت نه وي ښه شوی.

د اروپایي کمیسیون مشرې اورسولا وان ډیر ليون د دوشنبې په ورځ وويل، "دا اوس مهمه ده چې ... سفارتي لارې استعمال کړو او دا په ډاګه کړو چې دا د ایران او په ځانګړي توګه د عراق په ګټه هم ده چې د جوش پر ځای له هوش څخه کار واخلي"

فرانس ایران ته : ځوابي اقدام ونه کړئ

د فرانس د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ له تهران څخه وغوښتل چې د سلیماني د وژلو له کبله ځوابي اقدام ونه کړي.

جان ایو لودریان بي ايم اېف تلویزیون ته وویل، "لازمي ده چې ایران انتقام یا غچ اخیستل رد کړي." هغه زیاته کړه چې "له نیکه مرغه، اوس هم د سفارتکارۍ لپاره موقعه شته. "

لودریان په سيمه کې د داعش په وړاندې مبارزه يو لومړيتوب وګڼلو او ويې وویل، د متحده ایالاتو پروړاندې هرډول بریدونه به د ايتلاف بريا ته زيان ورسوي کوم چې په عراق او سوریه کې د داعش په وړاندې مبارزه کوي.

هغه له تهران څخه هم وغوښتل چې د ايراني کړکیچ په اړه په دې هفته کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د بېړنۍ ناستې نه مخکې د نورو اقداماتو نه ډډه وکړي او د اټومي فعاليتونو د کمولو لپاره د ۲۰۱۵ معاهده ماته نه کړي.

د ایران رژیم د جنورۍ په ۵ مه وويل چې دا به خپلې اټومي ژمنې پریږدي او د "سینټرفیوجز د شمير حد" به مات کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500