زده کړه

د قبایلي ځوانانو پروژه د تعلیم له لارې د افراطیت سره د مبارزې لپاره مرستې ترلاسه کوي

د حنيف الله لخوا

زده کونکي د سپتمبر په ۲۱ مه د سولې د نړیوالې ورځ په موقعه د "سولې لپاره د اقلیم عمل" سیالۍ د برخې په توګه په نقاشیو کار کوي. دا په خېبر پبلک سکول او کالج باړه کې د خادم الخلق فاونډېشن لخوا تنظیم شوې وه. [حنیف الله]

زده کونکي د سپتمبر په ۲۱ مه د سولې د نړیوالې ورځ په موقعه د "سولې لپاره د اقلیم عمل" سیالۍ د برخې په توګه په نقاشیو کار کوي. دا په خېبر پبلک سکول او کالج باړه کې د خادم الخلق فاونډېشن لخوا تنظیم شوې وه. [حنیف الله]

خار، باجوړ ضلعه -- د خېبر پښتونخواه يوه ټولنیزه فلاحي ډله هڅه کوي چې قبایلي ځوانانو ته د بنياد پرستۍ او افراطیت د خطرو په اړه تعليم ورکړي چې د متحده ایالاتو لخوا تمویل شوي د سولې سازمان نه يې مرسته ترلاسه کړې ده.

يو ايس آی پي د اکتوبر په ۲۲ مه په یو بیان کې وويل، د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ (يو ايس آی پي)، چې موخه یې په نړۍ کې د سیمه ایزو همکارانو سره مرسته کول دي چې د تاوتریخوالي د شخړو مخه ونيسي، کمې يې کړي او حل يې کړي، خادم الخلق فاونډېشن (کی کی اېف) ته "د انتقادي فکر کولو له لارې سولې ته د وده ورکولو" پروژې لپاره مرستې چمتو کړې.

کی کی اېف د يو ايس آی پي په لومړي یوت اېنډ پیس بلډنګ ګرانټس کمپیټیټیشن په ګټونکې کې وه، چې دغه سیالي د جنرېشن چېنج فیلوز پروګرام د غړو ترمنځ ترسره شوې وه.

يو ايس آی پي په یو بیان کې وویل، د دې سیالۍ موخه په نتقيدي توګه د سولې راوستلو د نوښتونو شمیر او کچه لوړول دي چې ځوانان يې رهبري کوي او په ځوانانو تمرکز کوي.

یوه برخه اخیستونکي په خېبر قبایلي ضلعه کې په خېبر پبلک سکول او کالج باړه کې د سپتمبر په ۲۱ مه د سولې د نړیوالې ورځې په موقعه "د سولې لپاره د اقليم عمل" لپاره خپله نقاشي ښیي. [حنیف الله]

یوه برخه اخیستونکي په خېبر قبایلي ضلعه کې په خېبر پبلک سکول او کالج باړه کې د سپتمبر په ۲۱ مه د سولې د نړیوالې ورځې په موقعه "د سولې لپاره د اقليم عمل" لپاره خپله نقاشي ښیي. [حنیف الله]

برخه اخیستونکي په ۳۱ جولای ۲۰۱۶ کال کې د کی کی اېف لخوا په پېښور کې د "کثرتيت او ګډ ژوند " په کانفرنس کې برخه اخلي. [حنیف الله]

برخه اخیستونکي په ۳۱ جولای ۲۰۱۶ کال کې د کی کی اېف لخوا په پېښور کې د "کثرتيت او ګډ ژوند " په کانفرنس کې برخه اخلي. [حنیف الله]

کی کی اېف په خېبر ضلعه کې د ځوانو مدني مشرانو لخوا په ۲۰۱۲ کال کې په سیمه کې د افراطیت او طالبانو د راپورته کيدو خلاف جوړه شوې وه.

يو ايس آی پي وويل، "د سلګونو رضاکارانه غړو د انرژۍ له لارې، کی کی اېف د پاکستان د زده کړې په ملي نصاب کې د سولې تعلیم ضم کولو لپاره کار کوي."

دې زیاته کړه، "يو ايس آی پي ګرانټ يو پروګرام تمويلوي چې په خېبر ضلعه کې دغه ضم کيدل ترلاسه کړي. خېبر ضلعه د افغانستان د پولې په اوږدو کې یوه ستراتیژیکي سیمه ده چیرې چې افراطي سازمانونه ځوانان د غړو په توګه ګماري. دا نصاب به په ځوانانو کې د انتقادي فکر کولو مهارتونه لوړ کړي او پدې توګه به د تاوتریخوالي بیانونو اغیزمنتوب راکم کړي چې دا ډول ډلې يې د ګمارلو لپاره کاروي."

د کی کی اېف چيرمين محمد فاروق افریدي وویل، کی کی اېف د کمزوري ځوانانو لپاره تعلیمي خلا ډکوي.

هغه د نومبر په ۱۹ مه وویل، "د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ په وړاندې د یوې عشرې اوږدې جګړې ثابته کړې چې زموږ تعلیمي ادارې محدود تعلیم چمتو کوي، په معاصر تعلیم باندې خورا لږ یا هیڅ ټینګار نه کوي، او د انتقادي فکر کولو مهارتونه جوړول نه لري."

د دې نه علاوه، تعلیم "د شخړې هوارولو او اعتماد جوړولو په اړه بحثونه نه لري، د بیان لږه ازادي لري او د کثرتيت او ګډ ژوند په اړه هیڅ تعلیمات نه لري." "دا زده کونکي د افراطي او بنياد پرستۍ افکارونو د خطر سره مخامخ کوي."

افریدي وویل، "د سولې د ترلاسه کولو لپاره، زموږ ځوانان د انتقادي فکر کولو د تیارولو، خپل اعتماد پیاوړي کولو او ځوانانو ته د سولې په اړه د پوهې او شعور ورکولو لپاره، موږ له پکار ده چې پراخه او جامع روزنیز پروګرام معرفي کړو چې دا خلا ډکه کړي."

هغه وويل، دا نوښت موخه لري چې د هایي سکول زده کونکو سره مرسته وکړي چې توان ترلاسه کړي چې د انتقادي فکر کولو مهارتونو له لارې د افراطي افکارونو سره مبارزه وکړي. کی کی اېف به د دې پروژې لاندې د اتم، نهم او لسم ټولګیو لپاره د یوې هفتې کورس ښيي.

دغه نوښت د باجوړ ضلعې د تعليم د دفتر ملاتړ لري. افریدي وویل چې کی کی اېف به د پروژې په پلي کولو کې د تعليم له دفتر سره نږدې کار وکړي، او زیاته یې کړه چې دا به د ۱۰ مختلفو سکولونو ۳۰ ځوان زده کونکي وروزي.

هغه وویل، ښځینه زده کونکي به په خېبر ضلعه کې د ټول هدفي ګروپ ۳۰٪ برخه وي.

د سولې د ودې پیښې

کی کی اېف په منظم ډول پروګرامونه کوي چې د سولې په اړتيا باندې ټینګار وکړي.

د سپتمبر په مياشت کې، دې په خېبر قبایلي ضلعه کې په خېبر پبلک سکول او کالج باړه کې د ۲۰۱۹ د سولې نړیوالې ورځې په موقعه "د سولې لپاره د اقليم عمل" په نامه د نقاشۍ د سيالۍ انتظام وکړو.

نږدې ۲۰ د سکول زده کونکو د نقاشۍ په سیالۍ کې برخه واخیسته، چې دوی پکې د سولې او د اقلیم د عمل په اړه انځورونه جوړ کړل.

د کی کی اېف جنرل سيکريټري احمد شاه وویل، "د دې پروګرام مقصد دا وو چې د سولې اهمیت روښانه کړي او په سیمه کې د شخړو/ تاوتریخوالي مخه ونيسي. دلته زموږ په سیمه کې، اوسیدونکي د تاوتریخوالي او افراطیت له کبله ځپل شوي ول، او موږ غواړو چې د افراطي افکارو مخه ونیسو او خپل ځوانان د سولې په نوښتونو کې ښکیل کړو."

اصغر خان، چې د خېبر پبلک سکول او کالج باړه پرنسپل دی، وويل، "که چیرې دوی ته مناسب پلیټفارم ورکړل شي، نو زموږ ځوانان د دې توان لري چې د سولې او پرمختګ په پروسه کې برخه واخلي."

کی کی اېف په جولای ۲۰۱۶ کال کې د پخوانۍ فاټا د ځوانانو او مشرانو لپاره د "کثرتيت او ګډ ژوند" په اړه د يو کانفرنس انعقاد وکړو. د عیسایانو، مسلمانانو، هندوانو او سکانو ټولنو غړو په پیښور کې په دغه غونډه کې ګډون وکړو.

د کی کی اېف چيرمين افریدي وویل، نړۍ یو نړیوال کلی دی چیرې چې هر کس پر بل کس تکيه لري او چیرې چې د مذهبي ډلې لپاره دا ناممکنه ده چې جلا ژوند وکړي.

هغه زیاته کړه، "موږ هڅه کوو چې د جګړو په ځپلو شويو سیمو کې غوره ټولنه جوړه کړو." "موږ اتحاد او داسې ټولنه غواړو چیرې چې هرڅوک د آزادۍ احساس وکړي او خپل نظرونه او افکار شریک کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه

ځواب

د پاک پوځ سره يو ځای شئ

ځواب